د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

مشرانوې جرګې د لویې څارونوالۍ مرستیال خپلې غونډې ته وربللی و


د مشرانو جرګې مشر حضرت صبغت الله مجددي
د مشرانو جرګې مشر حضرت صبغت الله مجددي

د افغانستان مشرانو جرګې د خپلې سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه كې د لویې څارنوالۍ له مرستيال څخه چې دغې غونډې ته رابلل شوى و، په ولايتونو كې د څارنواليو د ستونزو په اړه د پوښتنو تر څنګ د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورستي لست كې د هغو كانديدانو د شامليدلو مخنيوی خبره هم راپورته كړه چې جرمي دوسيې لري.

د افغانستان د مشرانو جرګه د ولسي جرګې د انتخاباتو په ورستي لسټ كې د هغو كانديانو د شامليدلو د مخنيوي غوښتنه كوي كوم چې جرمي دوسيې لري.

د مشرانو جرګې غړو دغه غوښتنه د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه كې د وربلل شوي ميلمه د لوى څانوالۍ له مرستيال فضل احمد فقيريار څخه وكړه.

خو ښاغلي فقيريار وويل، يواځې د هغه كانديدانو مخنيوى كيدلاٰى شي، چې د محكمې له خوا يې جرم ثابت شوى وي:

"هغه كسان چې محكوم شوي وي او ځانونه يې كانديد كړي وي او د انتخاباتو كميسون له موږ پوښتنه وكړي موږ دا جرات لرو، چې په اسنادو سره معلومات وركړو، خو هغه كسان چې تورن دي يا د تعقيب لاندې دي او د محكمې حكم پې نه وي شوى د دوى مخه نه شو نيولى."

ښاغلي فقيريار د مشرانو جرګې عمومي غوندې ته د ولايتونو په څارنواليو كې د يو شمير ستونزو د هواري له امله ورغوښتل شوې و.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د شكايتونو د اوريدلو د كميسيون غړى احمد ضيا رفعت د ښاغلي فقيريار د خبرې په تائد سره وايي، چې دوى به په ورستي لست كې د هغه كانديدانو د مخنيوي مخه هم ونيسي، چې د نوماندۍ شرايط يې نه وي پوره كړي:

"كه داسې انتقادونه موجود وي، چې كانديانو د نوماندۍ شرايط نه دي پوره كړي په دې اړه كميسيون څيړنې او پريكړه كولى شي، خو د هغو كسانو په اړه چې ويل كيږي جركې دوسيې لري د محكمې له حكم پرته څه نه شو كولاى."

د افغانستان د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو لپاره چې ټاكل شوې ده د روان كال غبرګولي په ۲۷ نيټه تر سره شي له دوه زره او پنځه سوو څخه زياتو كانديدانو نومونه ليكلي دي، چې ګڼ شمير يې د ولسي جرګې اوسني غړي دي.

د افغانستان مشرانو جرګه وايي كوم كانديدان، چې زرو وراكي دي د دوى دوسيې نه څيړل كيږي نو ځكه محكمې هم پرې د جرم د شتون حكم نه دى كړى.

خو د افغانستان لوى څارنوالې وايي، چې دوى د ګڼو لوړ پوړو چارواكو او زور واكو دوسيې څيړلي او وبه يې څيړي خو د جزا د قانون د ۱۲۰ مې مادې له مخې يې پيژندګلوي نه شي كولى.
XS
SM
MD
LG