د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

اتمر: که کوچیان او هزاره ګان کرکېچ حل نه کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي


ښاغلی اتمر وايي، چې دوی په دې خبر شوي چې ځيني خلک له دغو شخړو څخه د ځان په ګډه کار اخلي
ښاغلی اتمر وايي، چې دوی په دې خبر شوي چې ځيني خلک له دغو شخړو څخه د ځان په ګډه کار اخلي

د افغانستان د كورنېو چارو وزارت وايي، د ميدان ودرګو په ولايت كې يې د كوچيانو او هزارګانو د بيا نښتې د مخنيوي لپاره نوي اقدام تر لاس لاندې نيولي دي. د رپوټونو له مخې درې ورځې وړاندې د وردګو لايت په دای ميرداد او بهسود ولسواليو كې د هزارګانو او كوچنيان تر منيځ نښته شوې، چې دا نښتې له ځاني او مالي زيانونو سره مل وي.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د ميدان وردك په دايميرداد او بهسودو ولسواليو كې ښكيلو اړخونو ته خبرداری وركړ، كه چېرې د اوسنۍ كړكيچ د حل لپاره خبرو ته حاضر نه شي نو د امنيتي ځواكونو له خوا به ورسره قانوني چلند وشي.

په تېرو څو ورځو كې د ميدان وردګو ولايت په بهسود او دايميرداد ولسواليو كې د كوچيانو او هزارګانو ترمنځ د ځمكو او څړځايونو په سر نښتې شوي، چې په ترڅ كې يې د مرګ ژوبلې راپورونه هم وركول شوي.

د دې نښتو په تعقيب د كورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د سې شنبي په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې په ميدان وردګو ولايت كې يې د دواړو قهرجنو ډلو د بيا نښتې د مخنيوي په هڅه كې سيمې ته نور ځواكونه استولي دي.

"د ملي اردو او ملي پوليسو تازه دمي ځواكونه نن سهار سيمې ته استول شوي دي، د افغان امنيتي ځواكونه په قوت سره په دې سيمو كې د اوسيدونكو خلكو دفاع کوي او هڅه كوي، د هغو ډلو د ورنكارۍ مخه ونيسي چې غواړي زموږ خلك له كليو څخه وباسي."

دا لومړی ځل نه دی، چې د كوچيانو او هزارګانو ترمنځ د څړځايونو په سر لانجې كيږي، مخكې له دې د ميدان وردګو ولايت په ګډون په يو شمېر نورو مركزي ولايتونو كې هم د كوچيانو او هزارګانو ترمينځ نښتې شوي دي.

د جمهور رييس دوهم مرستيال ويلي دي، چې په ميدان وردګو ولايت كې د هزارګانو او كوچيانو ترمنځ په نښتو كې نورې ډلې لاس لري او هڅه كوي حالات ګډوډ كړي.

د كورنيو چارو وزير هم د دې خبري د پخلي ترڅنګ وايي، چې دوی به ډېر ژر د دې ډلو د ورانكاره فعاليت مخه ونيسي.

"موضوع له ورايه داسې ښكاري، چې دا موضوع سيمه ايزه نه ده بلكې داسې كسان يې تر شا كار كوي، چې زموږ د خلكو ژوند او امنيت خراب كړي، خو په هرصورت زموږ پيغام دې ډلو ته دا دی، چې موږ ژمن يو د خپلو خلكو له ژوند او امنيت څخه دفاع وكړو."

تل د هزارګانو او كوچيانو په جګړو كې د نورو ډلو د لاس وهنې خبري شوي دي خو لا نه ده روښانه چې كومې ډلې غواړي هزارګان او كوچيان په وير ككړ كړي.

افغان حكومت د دې ستونزې د حل لپاره څو كاله مخكې يو كميسيون جوړ كړی دی، خو دې تازه نښتو دا وښودله چې دا كميسيون نه دی توانيدلي دغه ستونزه هواره كړي.

له بل لوري كتونكي بيا د دواړو لوريو مشران په دې تورنوي، چې له دې حالت نه د ځان په ګټه كار اخلي.

راپور: ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG