د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

کابل کې نننۍ ځان وژوونکې حملې درنه مرګ ژوبله اړولې


افغان امنيتي چارواكي وايي، چې په كابل ښار كې د نن سهار ځان وژونكې حملې عامه خلكو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. دا حمله نن سهار د كابل ښار په لوېديځ كې د دارلامان پر سړك شوې، چې هدف يې د بهرنيو ځواكونو د موټرو يو كاروان و.

د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري ازادي راډيو ته ويلي، چې په دې حمله كې، لږ ترلږه دولس ملكي وګړي وژل شوي او اووه څلوېښت نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا په وژل شوو او ټپيانو كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

كه څه هم د كورنيو چارو وزارت بهرنيو ځواكونو ته، د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه و نه ويل، خو وسلوالو طالبانو، چې د دې حملې مسوليت يې منلى وايي، په دې حمله كې يې بهرنيو ځواكونو ته د سر او مال زيات زيان اړولى دى.

نړيوالو ځواكونو تر اوسه خپلو سرتيرو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG