د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۲۰

نړۍ

ولسمشر زرداري رحمان ملک وباښه

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک چې د اداري فساد ضد محکمو د بند له سزا سره مخامخ وو عفو کړ .

پرون دلاهور ایالتي محکمې له جرمونو څخه د بري کیدو لپاره د رحمان ملک غوښتنه رد کړه، رحمان ملک په دوه زره څلورم میلادي کال کې د ارې فساد ضد محکمو له خوا د بند په سزا محکوم شوی و.

د لاهور دایالتي محکمې له دغې فیصلې څو ساعته وورسته ولسمشر زرداري رحمان ملک بري اعلان کړ .

رویترز خبري اژانس د ولسمشر د ویاند فرحت الله بابر له قوله وایي ولسمشر د صدراعظم په سپارښتنه د رحمان ملک له سزا تیر شو.

رحمان ملک له هغو دوو تورونو د خلاصون هڅه کوله چې که ورباندي ثابت شوی واي نو هغه به د هریوه لپاره په دری کالو بند محکوم شوی وای .

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بښنې نړیوال سازمان: د ایران له نوي ولسمشره دې د جرمونو څیړنه وشي

ابراهیم رييسي

د بښنې نړیوال سازمان د ایران د ولسمشر په توګه د ابراهیم رييسي د بریالیتوب د اعلان په غبرګون کې وویل، له نوموړي څخه باید د جرمونو تحقیقات وشي.

دې ډلې د ۱۹۸۸ کال په دوبي کې د زرګونو سیاسي بندیانو اعدام کېدو ته په اشاره ویلي، د ایران راتلونکی ولسمشر ابراهیم رييسي باید د نړیوالو جرمونو په خاطر تر جنايي تعقیب لاندې راوستل شي.

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انترنیشنل پرون شنبه (د غبرګولي په ۲۹مه) په یوه اعلامیه کې د ۱۹۸۸ کال پېښې د بشریت پر ضد جنایتونه بللي دي.

د ۱۹۸۸ کال په دوبي کې د روح الله خمیني په امر ډېر شمېر سیاسي بندیان په داسې حال کې اعدام شول چې ابراهیم رييسي د تهران د څارنوالۍ مرستیال او د هغه پلاوي غړی و چې د مرګ په پلاوي مشهور و. دغه پلاوي د بندیانو د اعدامونو په اړه پرېکړې کولې.

د سعودي ایتلاف د حوثي یاغیانو ۱۱ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړي

ارشیف، ویجاړه شوې بې پیلوټه الوتکه

د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف وايي، په یمن کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو له لوري ورلېږل شوې ۱۱ بې پېلوټه الوتکې یې ویجاړې کړي دي.

د سعودي عربستان دولتي ټلوېزیون پرون شنبه (د غبزګولي په ۲۹مه) د پوځي ايتلاف په قول وویل چې ۸ انتحاري بې پېلوټه الوتکې د سعودي عربستان په جنوب لوېدیځ کې د نجران ښار لورته او دوه د خمیس مشیط ښار خوا ته توغول شوې وې.

امریکا په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر بهیر نیوکه وکړه

ایران کې ټاکنې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر بهیر او د ولسمشر په توګه د ابراهیم رييسي پر غوره کېدو انتقاد وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون شنبه(د غبرګولي ۲۹مه) وویل چې د ایران د کورنیو چارو وزارت له لوري یې د ابراهیم رييسي د بري خبر لیدلی دی، خو ایرانیان په یوه ازاده او عادلانه انتخاباتي پروسه کې د خپل مشر د غوراوي له حقه بې برخې شول.

د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې انتخاباتو کې ابراهیم رييسي څه باندې ۱۷ میلیونه او ۹۲۶ زره رایې ترلاسه کړي دي.

د مسکو په یوه زېرمتون کې اورلګیدنې خلک وارخطا کړي

ارشیف

د مسکو په مرکزي برخه کې پرون شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) په یوه زېرمتون کې اور ولګېد چې څو ساعته یې دوام وکړ، خلک وارخطا کړل.

لوژنیکي لوبغالي ته نژدې په دغه زېرمتون کې د اټکل له مخې د اور لوبو ۱۵ ټنه پټاقۍ ساتل کېدې.

د اوبو درې ټانکر لرونکو هلیکوپټرو او یوې بیړۍ یې د وژلو هڅه کوله.

په دې پېښه کې د درې اور وژونکو او د دغه زېرمتون د یوه کار کوونکي د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د ځینو راپورونو له مخې د دغه زېرمتون په ګاونډ کې په یو شمېر ودانیو کې هم اور بل شوی دی.

بورېل د لبنان د سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل(چپ) د لبنان له ولسمشر مېشل عون سره

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل پرون شنبه(د غبرګولي ۲۹مه) د لبنان د سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

ښاغلي بورېل، د لبنان له ولسمشر مېشل عون سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل: "موږ سیاسي او اقتصادي بحران ته چې په اوس وخت کې لبنان ورسره مخامخ دی، ډېر اندېښمن یو. زه نن د دې لپاره دلته یم چې د اروپایي ټولنې په استازیتوب د لبنان له خلکو سره پیوستون او ملاتړ څرګند کړم او هم د دې هېواد چارواکو ته خپله اندېښنه ورسوم."

له کله چې د تېر کال په دوبي کې د لبنان د پخواني صدراعظم حسن دیاب حکومت په بیروت کې تر یوې بم چاودنې وروسته استعفا کړې، تر اوسه پورې دا هېواد له یوه سیاسي او اقتصادي بحران سره مخامخ دی.

ګینه کې د ایبولا ویروس له کبله خپره شوې ناروغي ختمه شوې 

ګینه کې د ایبولا ناروغۍ پر ضد واکسین

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ګینه کې د ایبولا ویروس له کبله خپره شوې ناروغي ختمه شوې ده.

په دغه هېواد کې دغه وژونکی ویروس چې په انسانانو کې د داخلي وینې بهېدنې سبب کېږي، په فبروري میاشت کې خپور شوی و چې لږ تر لږه ۱۶ کسان ورباندې اخته شوي وو او له دې ډلې ۱۲ کسان مړه شوي وو.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ګینه روغتیايي چارواکو ویلي، دوی د جنوبي افریقا په ساحه کې د دې ویروس د مخکني خپراوي له کبله درس اخیستی و، ځکه وتوانېدل چې په چټکۍ د دغه ویروس د بیا خپرېدو مخه ونیسي.

له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶میلادي کاله پورې په دې ویروس ۱۱،۰۰۰ کسان مړه شوي وو چې ډېری قربانیان په ګینه، لابریا او سیرالیون کې وو.

روسیه کې یوه امریکايۍ محصله وژل شوې؛ چارواکو یو مشکوک کس نیولی

ارشیف

روسي چارواکو نن شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) وویل، دوی یو مشکوک کس د یوې امریکایۍ محصلې د مړي تر پیدا کېدو وروسته ونیوه.

تر درې ورځنۍ پلټنۍ وروسته د روسیې په ناژني نوفګورود کې یو مړی وموندل شو چې ګومان کېږي د ۳۴ کلنې کاټرین سیرو به وي.

چارواکو ویلي وو چې د جون له ۱۵ مې د دې امریکایۍ ښځې تر لادرکۍ وروسته د لټون په چارو بوخت دي.

د سیرو مور چې د امریکا په مسیسیپي کې ده، د امریکا (NPR) راډیو ته ویلي، لور یې په یوه لیکلي پیغام کې ورته ویلي وو چې له یوه ناپېژندوی کس سره په موټر کې ده او هیله منه ده چې تښتول شوې به نه وي.

پولیسو او تر ۱۰۰ زیاتو رضاکارانو ویلي، دوی د مسکو د ختیځ په ۴۰۰ کیلومترۍ کې له ښاره بهر ځنګلي ساحه پلټلې ده.

د سایبریا په کیمیروفو سیمه کې ۴ کسان مړه شول

د سایبریا کیمیروفو سیمه

د سایبریا په کیمیروفو سیمه کې لږ تر لږه ۴ کسان هغه وخت مړه شول چې د پراشوټ­ بازانو یوه تفریحي الوتکه د تمرین پر مهال په یوه هوايي اډه کې نسکوره شوه.

په L-410 ډوله الوتکه کې د موجودو کسانو د شمېر په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي وو.

چارواکو وروسته وویل چې په پېښه کې ۴ کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د تحقیقاتو د فډرال ادارې یوې محلي څانګې ویلي، الوتکه هوايي اډې ته په ستنېدو وه چې یوه پېلوټه د ماشین د خرابۍ راپور ورکړ.

الوتکې ظاهراً یوه ونه په خپل وزر سره غوڅه کړه نسکوره شوه.

د ایران دولتي ټلوېزیون او سیالو کاندیدانو رییسي ته د بریا مبارکي وویله

د ولسمشرۍ کاندید ابراهیم رییسي

د ایران دولتي ټلوېزیون او سیالو کاندیدانو نن شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) د ولسمشرۍ کاندید ابراهیم رییسي ته د بریا مبارکي وویله.

که څه هم په ټاکنو کې د خلکو ګډون اندازه کمه ښوول شوې او د رایو شمېرل روان دي، پرون د ټاکنو په ورځ هم اټکل دا و چې ۶۰ کلن ملا او د قضايیه قوې مشر ابراهیم رییسي به د دغو ټاکنو ګټونکی اعلانېږي.

د ولسمشرۍ کاندیدانو عبدالناصر همتي او محسن رضايي میرقاید، ابراهیم رییسي ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.

انتخاباتي چارواکو او دولتۍ رسنیو تر غرمې مخکې وویل چې ابراهیم رییسي تراوسه د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو ۶۰ فیصده رایې ګټلې دي.

که څه هم چارواکو په مشخص ډول نه دي ویلي چې څو رایې کارول شوي، خو ویلي یې دي چې ډېرې رایې شمېرل شوي دي.

د نهايي نتیجو اعلان ښايي څو ورځې وخت ونیسي.

ایران کې ټاکنې؛ ابراهیم رییسي ته د بریا مبارکي ورکړل شوه

ابراهیم رییسي

که څه هم د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو رسمي نتایج نه دي اعلان شوي، خو د ولسمشرۍ کاندیدانو عبدالناصر همتي او محسن رضايي میرقاید، ابراهیم رییسي ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.

د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې، راډیو فردا د راپور له مخې دغو دوو کاندیدانو رییسي ته په جلا- جلا پیغامونو کې د بریا مبارکي ویلې ده.

په ایران کې د ولسمشرۍ د پرونیو ټاکنو د رایو شمېرنې له بهیره د اوو ساعتونو له تېرېدو وروسته هم د نتایجو په اړه رسمي ارقام نه دي خپاره شوي.

لا معلومه نه ده، د څلورو کاندیدانو: محسن رضايي میرقاید، ابراهیم رییسي، امیر حسین قاضیزاده هاشمي او عبدالناصر همتي له منځ څخه به کوم یو د ایران نوی ولسمشر شي؟

د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، په پام کې ده ابتدايي نتایج نن پر ځایي وخت ماسپښین او نهايي نتیجه سبا علان شي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د برما پوځي کودتا وغندله

ارشیف، برما کې روان تاوتریخوالی

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د یوې نااشنا پرېکړې په ترڅ کې پرون جمعه (د غبرګولي ۲۸مه) د برما پوځي کودتا وغندله او پر دغه هېواد یې د وسلو پر خرڅلاو بندیز ولګاوه.

د یوسل او درې نوي غړیو هېوادونو دې سازمان همدا راز د برما د مشرې انګ سان سوچي او نورو سیاسي زندانیانو د خوشې کېدو او په برما کې د مظاهره چیانو پرضد د خشونت او وسلو د استعمال د بندېدو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو دا پرېکړه الزامي نه ده، خو د برما پوځي چارواکو ته چې د فبروري په لومړۍ نېټه یې کودتا وکړه او پر برما واکمنه شوه، یو سیاسي پیغام استوي.

سپینه ماڼۍ: که روسیه پر اوکراین کې تیری وکړي کیف سره مرستې کوو

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي

سپینه ماڼۍ وایي، که روسیه په اوکراین کې نور پوځي تیری وکړي نو متحد ایالاتونه به له کیف سره په نظامي برخه کې مرستې وکړي او دا مرستې یې چمتو کړي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون جمعه(د غبرګولي ۲۸مه) په یوه بیان کې وویل، په وروستیو کې د رسنیو دا راپورونه بې بنسټه دي چې متحد ایالاتونو له اوکراین سره نظامي مرستې درولي دي.

پولیټیکو او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو تېره اوونۍ راپور ورکړی وو چې ولسمشر جو بایډن له اوکراین سره د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د وسلو په ګډون، پوځي مرستې درولي دي.

د امریکا متحد ایالاتونو له دوه زره څوارلسم کال را په دې خوا له اوکراین سره په پوځي برخه کې تر دوه نیم میلیاډه ډالرو ډېرې مرستې کړي دي.

جین ساکي وویل، تېره اوونۍ د امریکا او روسیې د ولسمشرانو د غوندې په درشل کې واشنګټن د یو نیم سل میلیونه ډالرو په ارزښت په امنیتي برخه کې د وسلو په ګډون اوکراین ته مرستې چمتو کړي.

ایرانیانو محدودو کاندیدانو ته رای ورکړې

یو شمېر رایه ورکوونکي

ایرانیانو محدودو کاندیدانو ته چې د سخت دریځو محافظه کارانو له لوري په دقت غوره شوي وو، رای ورکړې.

اټکل کېږي چې ابراهیم رییسي چې ډېر محافظه کاره دی، د جون د اتلسمې نېټې په انتخاباتو کې په اسانۍ بریالی شي.

د ده د ډېرو پیاوړيو سیالانو د کاندیدیدو مخه نګهبان شورا چې مشري یې د ایران مشر علي خامنه اي کوي، ونیوله.

۶۰ کلن رییسي د ایران د قضایه قوې مشر پاتې شوی او د بشري حقونو ډلو دی له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړی دی.

د رییسي ترڅنګ د ولسمشرۍ دې انتخابات کې درې تنه نور، محسن رضایي میرقاید، امیرحسین قاضي زاده هاشمي او عبدالناصر همتي کاندیدان وو.

د ایران د کورنیو چارو د وزارت په وینا تمه ده چې نن شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) ماسپښین ابتدایي نتیجې او سبا رسمي نتیجې اعلان شي.

ګوترش بیا د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي په توګه وټاکل شو

انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرون جمعه (د غبرګولي ۲۸مه) انتونیو ګوترش د دویمې دورې لپاره د دغه سازمان د عمومي منشي په توګه وټاکه.

ګوترش به د پنځو نورو کلونو لپاره هم د دغه نړیوال سازمان چې ۱۹۳ غړي لري، مشري کوي.

د همدې میلادي میاشتې په پيل کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې ۱۵ غړي لري، د دویمې دورې لپاره د ګوترش د بیا ټاکل کېدو ملاتړ کړی و.

د ۷۲ کلن ګوترش د ماموریت دویم پړاو د راتلونکې ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پیلیږي.

د نړۍ بېلابېلو چارواکو ګوترش ته پر خپل پوست د بیا ټاکل کېدو له کبله مبارکي ورکړې ده.

اروپایي ټولنه پر بلاروس د بندیزونو برخه کې هوکړې ته ورسېده

د اروپايي ټولنې او بلاروس ګډ بیرغونه

اروپایي ټولنه پر بلاروس د اقتصادي بندیزونو په برخه کې موافقې ته ورسېده.

دا خبره پرون جمعه (د غبرګولي ۲۸مه) د دغې ټولنې ډيپلوماتانو او دغه راز د اتریش د بهرنیو چارو وزارت کړې ده.

دوی ویلي، دا بندیزونه د بلاروس د هغه اقدام پر وړاندې لګول کېږي چې د راین ایر شرکت یوه الوتکه یې په جبر منسک کې ښکته کېدو ته مجبوره کړې وه.

تېره میاشت د دې کینول شوې الوتکې له منځه د بلاروس د رژیم مخالف فعال او خبریال ونیول شو.

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر بلاروس لګېدونکي اقتصادي بندیزونه د هغه هېواد ځپونکو اقداماتو ته یو ښکاره او هدفمند ځواب دی.

که د اروپایي ټولنې مشران د جون په ۲۵مه پلان شوې غونډه کې دا بندیزونه تایید کړي، له بلاروس سره به د صادراتو او وارداتو او بانکي معاملو پر چارو بندیزونه ولګول شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG