د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

نا امنيو په مارجې کې د بيارغونې مخه نيولې


د طالبانو پرله پسې تاوتريخوالي په مارجې کې د بيارغونې کارونه ورو کړي دي، مارجه له ډېره وخته د طالبانو د حضور سيمه وه، اوس نو د امريکا د هغې سټراتيژۍ په اړه پوښتنې پيدا شوي، چې ټاکل شوې په راروانه مياشت، په څنګلوري ولايت کندهار کې عملي شي.

د مارجې له پوځي عملياتو وروسته امريکايي او افغان چارواکو ويلي وو چې دوى به په دې ولسوالۍ کې د اقتصادي ودې په هدف پر ځينو پروژو په مليونونو ډالره مصرف کړي.

دوى ويلي چې په لسګونو سيمه ييزو خلکو ته به د کار زمينه برابره کړي، چې د اوبو لګولو سيسټم فعال کړي، خپل زابران يا کانالونه پاک کړي او د سړکونو په جوړولو کې برخه واخلي. دغه عمليات په فبرورۍ مياشت کې شوي وو.

د امريکايي چارواکو د تېرې اوونۍ د معلوماتو له مخې واشنګټن تر اوسه په مارجې کې يونيم مليون ډالره مصرف کړي، حال دا چې په پيل کې د مارجې د ملکي پروژو لپاره ١٩ مليونه ډالره په پام کې نيول شوي وو.
ناټو وايي چې په مارجې کې يې درې نيم مليونه ډالره مصرف کړي، خو تاوتريخوالي او ناامنۍ پر بيارغونې او د کارموندنې پر چارو اغېز کړى


په مارجې او شا و خوا سيمو کې د طالبانو د حملو له کبله دغه پيسې مصرف نه شوې. ناټو وايي چې په مارجې کې يې درې نيم مليونه ډالره مصرف کړي، خو تاوتريخوالي او ناامنۍ پر بيارغونې او د کارموندنې پر چارو اغېز کړى.

په دې وروستيو اوونيو کې وسلوالو طالبانو په مارجې کې د هغو افغان کمپنيو له جملې پر يوې بريد وکړ، چې د امريکا په مالي مرسته يې فعاليت کاوه. وسلوالو د دې کمپنۍ ځينې قرارداديان وتښتول او ځينې يې ووژل، دغې کمپنۍ چې د امريکايانو له خوا يې ١٦مليونه ډالره بودجه اخيستې وه، غوښتل له مارجې څخه د لښکرګاه تر پي ار ټي پورې سړک وغزوي. په سيمه کې طالبانو له ګڼو حکومت پلوه قومي مشرانو څخه سرونه هم پرې کړل.

والسټريټ ژورنال خپرونې په دې اړه ليکلي، د همدغو ناکراريو له کبله امريکا په سيمه کې زياتې هڅې نه شي کولاى، د امريکا پرمختيايي اداره د اوبو لګولو لپاره زيات پمپونه رانيولي چې د مارجې پر بزګرو يې ووېشي، خو سيمه ييزو خلکو دغه واټرپمپونه وانه خيستل، ځکه څو بزګرانو چې مخکې دغه ماشينونه اخيستي او پر خپلو کروندو فعاله کړي وو، د طالبانو له خوا ووژل شول.

د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي د مارجې لپاره منل شوې پروژې چې ويل کېږي د ناامنيو له کبله ځنډول شوي، اوس هم پر خپل حال دي او ډېر ژر به عملي شي:

"د مارجې پوځي عمليات د امريکايي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سټنلي مک کرسټل د پوځي ستراتيژۍ عمده برخه ګڼل کېده، چې تر پوځي عملياتو وروسته له خلکو سره مرسته وشي، په دې معنى چې د کار زمينه ورته برابره شي او په سيمه کې اقتصادي پروژې عملي شي."

امريکايي او ملکي چارواکي وايي ټاکل شوې ده ورته پلان په کندهار کې عملي شي، چې د طالبانو د ظهور سيمه ګڼل کېږي.

د مارجې ستونزو وښوده چې امريکايي چارواکي به په کندهار کې هم له سختيو ډکه لار په مخکې ولري.

د مارجې د پوځي عملياتو په دويمه اوونۍ افغان او امريکايي چارواکو وويل چې دغه ولسوالي يې په خپله ولکه کې راوستلې ده. دوى پر مارجې ملي بيرغ راځوړند کړ او نوى ولسوال يې ورته وټاکه.

که څه هم امريکايي چارواکي وايي په مارجې کې تر جګړې وروسته د پرمختګ زياتې نښې ويني، چې په لسګونو ښوونځي پرانيستل شوي، د سيمې تر دېرش فيصدو زيات بېځايه شوي خلک بېرته خپلو سيمو ته ورغلي، تر پنځه سوو زيات دکانونه او تجارتي مرکزونه دلته پرانيستل شوي، خو دا هغه څه دي چې د مارجې ځايي اوسېدونکي يې نه مني.

د څنګلورې ولسوالۍ نادعلي، يو قومي مشر عبدالاحد هلمندوال وايي که څه هم په مارجې کې د وخت په تېرېدو سره د پرمختګ نښې ليدل کېږي، خو بيا هم دلته ستونزې شته:
ناامنه سيمې له بيارغونې بې برخې دي


"د امريکايي پوځيانو يوه وياند ډګروال وايني شانکس وويل، سره له دې چې په مارجې کې د وسلوالو طالبانو فعاليتونه شته، دوى خپل تاکتيکونه بدل کړي او هڅه کوي د سيمې کنټرول واخلي."

خو هغه امريکايي پوځيان چې د امريکا په مالي مرسته په د مارجې د ځينو پروژو مسووليت لري، دا مني، چې د کارموندنې پروګرامونه د طالبانو د تاوتريخوالي له کبله ورو روان دي.

د امريکا د پرمختيايي ادارې يا USAID يوه مسوول بېور وويل، تر اوسه د اټکل شويو ١٩مليونه ډالرو له جملې امريکا په دې ځاى کې يونيم مليونه ډالره لګولي، چې د مارجې شلو اوسېدونکو ته د USAID په پروژو کې د کار زمينه برابره شوې.

د سيمې اوسېدونکو ته طالبانو په شبنامو کې اخطارونه ورکړي، چې که په دغو پروژو يا بهرنيانو سره کار وکړي، وبه وژل شي. خو چارواکي وايي د دغو ستونزو د حل لپاره کار کوي.
XS
SM
MD
LG