د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير له افغان سيال سره وكتل


د افغانستان او د قزاقستان د بهرنيو چارو وزيران په غونډه كې د وينا پر مهال
د افغانستان او د قزاقستان د بهرنيو چارو وزيران په غونډه كې د وينا پر مهال

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير له افغان چارواكو سره د ليده كاتو په هدف د دوشنبې په ورځ كابل ته راغي. سودا بايوف له خپل افغان سيال سره تر ليدنې وروسته يوې خبري غونډې ته خبرې وكړې او بيا له ولسمشر حامد كرزي سره د خبرو اترو لپاره د جمهوري رياست د ارګ ماڼۍ ته ورغي.

د افغانستان او د قزاقستان د بهرنيو چارو د وزيرانو په خبرو كې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همكارۍ په پياوړي كېدو، افغان محصلينو ته د تحصيلي بورسونو د وركړې او د كابل د نړيوال كانفرانس په اړه خبرې وشوې.

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير سودا بايوف د دوشنبې په ورځ كابل ته راغی او د همدې ورځ په ماسپښين يې له خپل افغان سيال ډاكټر زلمي رسول سره تر ليده كاته وروسته په يوې خبرې غونډه كې وويل، چې هېواد يې دې ته چمتو دی چې له افغانستان سره په ځانګړي توګه د اقتصاد په برخه كې خپلې مرستي نورې هم زياتې كړي.

سودا بايوف دغه راز په افغانستان كې د امنيت په ټنګښت باندې هم ټنګار وكړ:

"موږ له افغانستان سره د نورو اقتصادي مرستو په برخه كې هم ژمن يو او هڅه به وكړو، چې د اروپا د امنيت او همكارۍ د سازمان پاملرنه چې دامهال مشري يې قزاقستان كوي افغانستان ته واړوو.

قزاقستان دغه راز ژمن دی، چې افغان محصلينو ته د تحصيل په ډګر كې غوره شرايط په خپل هېواد كې برابر كړي ځكه افغانستان علمي كدرونو ته زياته اړتيا لري."

نوموړي دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير ډاكټر زلمي رسول سره د پنځو سو ميليونو ډالرو په ارزښت د زرو افغاني محصيلينو لپاره د تحصيلي بورسونو يو سند هم لاسليك كړ.

په عين حال كې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وويل، چې قزاقي سيال يې د كابل په نړيوال كانفرانس كې د ګډون بلنه هم ومنله او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لا زياتې همكارۍ يې ټنګار وكړ.
قزاقستان تر دې مهاله له افغانستان سره د ميليونونو ډالرو په ارزښت د پوهنې، روغتيا او سړك جوړونې په برخو كې مرسته كړې


ښاغلي رسول وويل، چې په دغې ليدنې كې يې د اروپا د امنيت او همكارۍ د سازمان د راتلونكي غونډې په اړه چې مشري يې خپله قزاقستان كوي هم خبري وشوې.

"د خپلو خبرو پرمهال مو د قزاقستان د مرستو په برخه كې كه هغه نيغه په نيغه يې له افغانستان سره كوي او يا يې د اروپا د امنيت او همكارۍ د سازمان په چوكاټ كوي ځينې وړانديزونه مطرح كړل.

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير له افغانستان سره د كرنې، ترانسپورت، پانګونې او يوشمېر نورو برخو كې د مرستو ډاډ وركړ چې مننه ترې كوو."

تمه ده، چې دغه غونډه به په روان كال كې په قزاقستان كې جوړه شي او ټاكل شوې ده، چې يو افغاني هيات به هم په دغه كانفرانس كې له يوې ځانګړې طرحې سره ګډون وكړي.

راپورونه وايي، چې قزاقستان تر دې مهاله له افغانستان سره د ميليونونو ډالرو په ارزښت د پوهنې، روغتيا او سړك جوړونې په برخو كې مرسته كړې ده او دغه راز په افغانستان كې ميشتو نړيوالو سوله ساتو ځواكونو ته يې اجازه وركړې ده چې د خپلو لوژيستيكي اكمالاتو لپاره د قزاقستان له هوايي ډګرونو څخه كار واخلي.

راپور: مجاهد جواد
XS
SM
MD
LG