د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۴

عزیزي بنسټ یو شمېر یتیمانو سره دوامداره مرسته کوي


عزیزي بنسټ به دغو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابروي
عزیزي بنسټ به دغو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابروي

د عزيزي په نامه يو بنسټ وايي، چې د يو شمېر هغو بې كسو او يتيمو ماشومانو سره به چې د كابل په مرستون كې ژوند كوي دوامداره مرستې وكړي. دغه بنسټ په داسې وخت كې د بې كسو افغان كوچنيانو سره د مرستې خبرې كوي، چې ويل كېږي سلګونه زره افغان بې وزلي كوچينان له فقر، لوږي او نورو ستونزو سره مخ دي، دوى اړ دي چې د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا كولو لپاره درانه او زړه خوړونكي كارونه وكړي.

اوس مهال د افغانستان د نورو ولايتونو تر څنګ په كابل كې سلګونه بې كسه، بې وسه او وږي كوچنيان د يوې مړۍ ډوډۍ د پيدا كولو او ژوندي پاتي كېدو لپاره خورا درانه، زړه خوړونكي كارونه كوي او ځيني يې د ښار په سړكونو او كوڅو كې سوال كوي.

ميوند او مشره خور يې د خپلي مور سره د كابل د سرې مياشتي په يوه مرستون كې ژوند كوي، دوى دواړو خيرن او زاړه كالي اغوستي و او د خپلو ستونزو او غوښتنو په اړه يې ازادي راډيو ته وويل، چې درسي كتابونه نه لري او په شخصي درسي مركزونو كې درس نه شي ويلى.

د دغو افغان كوچنيانو سره د سرې مياشتي او ځينو نورو مرسته كوونكو ادارو له خوا مرستې كېږي، چې دوى ته د درس زمينه برابره كړي.

عزيزي بنسټ هم يو له هغو ادارو څخه دى، چې د بې كسو كوچنيانو سره مرستې كوي او وايي، چې د كابل د سرې مياشتي د يوه مرستون د كوچنيانو سره به خپلي مرستي رواني ساتي.

د دغه بنسټ اجرايوي رييس رضا محمودي وايي، چې دوى به د هيواد په نورو ولايتونو كې هم خپلې مرستې پيل كړي.

"عزيزي بنسټ به د ۱۲۶ تنو بې كسو كوچنيانو سره خپلي دوامدارې مرستې وكړي، موږ نن خپلې مرستي له كابله پيل كړي او هيله مو دا ده، چې وتوانيږو د هيواد په ۵ نورو ولايتونو كې هم د يتيمو او بې كسو كوچنيانو سره مرستې وكړوږ."

د افغانستان د سرې مياشتي ریيسه فاطمه ګيلاني وايي، چې په هېواد كې د بې كسو كوچنيانو او بې وزلو خلكو شمېر ډېر شوى دى.

دا وايي، چې افغان سوداګر د سرې مياشتي سره مرسته كوي خو په افغانستان كې د يتيمانو او بې وزلو كورنيو شمېر خورا ډېر دى.

"افغان سوداګر رښتيا هم له سرې مياشتي سره مرسته كوي خو، د يتيمانو او كونډو شمېر په افغانستان كې خورا ډېر دى.

په افغانستان كې په ميليونونو كوچنيان مرستو ته اړ دي، موږ يوازې كولاى شو چې د ټولنې د ډېرو اړينو او بې وزلو كوچنيانو او كورنيو سره مرستي وكړو."

د سرې مياشتي چارواكي وايي، چې كه افغان سوداګر او مرسته كوونكي ادارې له دوى سره مرستې وكړي، نو دوى به بې كسو افغان كوچنيانو او كورنيو ته د زده كړي او سرپناه برابرولو په برخه كې لا ډيرې هلې ځلې وكړي.

د راپورونو له مخې په افغانستان كې په لكونو بې كسه او بې وزلي كوچنيان ژوند كوي، چې د روغتيا، پوهنې او نورو خدمتونو بې برخې پاتې دي.

د افغان څېړونكو په خبره چې دغو بې كسو كوچينانو ته بايد د درس اسانتياوي برابرې شي له درنو كارونو څخه وژغورل شي، كه نه نو د افغانستان د راتلونکی نسل دا برخه به په لوى لاس برباد شوی وي.

معصوم ميوند- كابل
XS
SM
MD
LG