د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۵۵

افغان چارواكي :په سا لنګ كې د لويدلې الوتكۍ د موندلو لپاره جدي هڅې كوو


د افغانستان په شمال كې د پامير د خصوصي هوايي شركت د يوې مسافر وړونكې الوتكۍ د پرې وتلو د خبر له تاييد وروسته د سالنګ په لوړو كې د دې الوتكۍ د موندلو لپاره جدي هڅې پيل شوي. دا الوتكه، چې نن سهار له كندز نه د كابل په لور الوتلې وه، د سالنګ په سيمه كې د راډار له څپې لادركه شوه.

د ټرانسپورټ وزارت چارواكي وايي، چې سالنګ ته يي يوه ډله استولې څو د الوتكۍ د پرې وتلو ځاى معلوم او په ممكنه توګه د ژوندو پاتو مسافرينو د ژغورنې عمليات پيل كړي.

د وركړل شوېو معلوماتو له مخې دې الوتكۍ د املې د پنځو غړو په ګډون درې څلويښت كسه سپرلۍ درلودله، چې په ممكنه توګه ټول له منځه تللي دي.

د كندز د هوايي ډګر قومندان عبدالحميد ازادۍ راډيو ته وويل، چې په مسافرينو كې اته بهرني وګړي هم شامل وو، چې زياتره يي د نا دولتي موسسو كاركوونكي وو.

د ټرانسپورټ وزارت وياند ننګيالي قلاتوال ازادۍ راډيو ته وويل، چې يو پلاوې يي د پېښې د څيړلو لپاره سيمې ته تللې او په عينې حال كې د پروان ولايت څخه هم د ژغورونكو يوه ډله سيمې ته استول شوې.

د پروان والي عبدالبصير سالنګي ازادۍ راډيو ته وويل، چې د پامير د هوايي شركت دا الوتكه د شمالي سالنګ په يوه غرنۍ سيمه كې پرې وتلې او دوى هم سيمې ته د ژغورونكو يوه ډله استولې ده.

په داسې حال كې، چې بېلابېلې كړۍ د الوتكې د پرې وتلو او لادركه كېدلو په اړه خبرې كوي، خو د پامير د هوايي شركت چارواكو بيا تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د ټرانسپورټ وزارت چارواكو دا هم ويلي، چې دوي د الوتكۍ د پرې وتلو د علت د موندلو په هدف هم خپل تحقيقات پيل كړي دي.

په تېرو پنځو كلونو كې دا په افغانستان كې د كومې مسافر وړونكې الوتكۍ د پرې وتلو دوېمه پېښه ده.

تر دې مخكې د كام اير د هوايي شركت يوه مسافر وړونكې الوتكه غورځېدلې وه، چې په كې د الوتكۍ د املې په ګډون له سلو نه زيات كسان وژل شوي وو.

اوس مهال په افغانستان كې د اريانا افغان هوايي شركت ترڅنګ، چې د كام اير، پامير او صافي په نامه خصوصي هوايي شركتونه هم فعاليت كوي.
XS
SM
MD
LG