د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

کابل کې د ولسونو تر منځ د سولې د ټینګولو په اړه یو ورکشاب جوړ شو


دغه ورکشاب به څلور ورځي دوام وکړي
دغه ورکشاب به څلور ورځي دوام وکړي

په افغانستان كې د ځمكو پر سر د كوچيانو او هزاره و ترمنځ د شخړې د حل كميسيون د ولسونو ترمنځ د دايمي سولې لپاره په كابل كې د اشخاصو د روزنې لړۍ پيل كړې ده. د دوشنبې په ورځ هم په دې برخه كې يو شمېر كسانو ته چې اكثره يې د كوچيانو او هزاره وو قومونو مخور شخصيتونه وو، يو څلور ورځنۍ وركشاپ پيل شو، چې د سولې د راوستلو لارې چارې به ورزده شي.

د ولسونو ترمنځ د دايمي سولې د راتګ لپاره د شخصیتونو د روزنې د وركشپاونو لړى په كابل كې په داسې حال كې دوام لري، چې د افغانستان په كليو او بانډو كې د خلكو خپلمنځي شخړې يوه لويه ستونزه بلل كيږي.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د هزاره و او كوچيانو د شخړې د حل كميسون له خوا په لسګونو مخورو شخصيتونو لپاره چې اكثره يې د هزاره او كوچيانو د قومونو كسان و، دا رنګه يو څلور ورځنى وركشاپ پيل شو.

د ياد شوي كمسيون رييس او د جمهور رييس سلاكار وحيد الله سباوون ازادي راډيو ته وويل، په دې وركشاپونو كې اكثره د هغو سيمو مخورو ته د سولې راوستلو د لارو چارو په اړه روزنه وركول كيږي، چې سخړې په كې ډيرې دي:
د ولسمشر كرزي سلاكار وحيد الله سباوون


"باید موږ د ولسونو ترمنځ دوامدارې سولې ته کار وکړو او سولې ته زمینه سازي وکړو.

که موږ د چا سوله وکړو د هغوی په ذهنونو کې فرق وي نو بیا به هغه سوله دومداره سوله نه وي. نو فیصله په دې وشوه، له بېلابېلو سمیو څخه چې چېرته جنجالونه دي موثر خلک راوغواړو هغوی تربیه کړو او د هغوی ذهنونه ومنیځو."

هغه وويل، تير كال د ګڼو ولاينونو څه باندې پنځوسو استازيو ته په ورته وركشاپونو كې د سولې راوستلو او ټیګولو په اړه روزنه وركړل شوه.

د وركشاپ تنظيم كوونكي وايي، چې د دغه وركشاپ برخه وال به په خپلو سيمو كې د خلكو د شخړو په هوارولو كې له خپلو تجربو كار اخلي او مرسته به ورسره كوي.

د دغه وركشاپ يو ګډونوال او د كوچيانو او هزاره د شخړې د حل كميسيون يوه غړي داود اسد وويل، دوى په اكثرو سيمو كې د كوچيانو او هزاره ترمنځ د ځمكو ګڼ شمير مشخصې لانجې حل كړي دي.

خو هغه چې د كوچيانو استازى هم دي، په دې باور دي چې د كوچيانو او هزاره ترمنځ لانجې ته ځينې كسان د خپلو سياسي ګډو لپاره لمن وهي:

"هزاره ورونه کوم، چې عامه خلک دی مشکل نه لري، کوچیان هم کوم مشکل نه لري، خو دا مشکل له بېلابېلو زاویو څخه پیدا کیږي، زه نه شم کولای چې ووایم، چې له کومو زاویو څخه پیدا کيږي.

کوم کسان چې غواړي یو مقام یا د پارلمان څوکۍ ترلاسه کړي، غواړي چې دا ډول ستونزې وزېږوي او زما په اند همدا یې عمده مشکل دی."

يوه بل ګډونوال او د هزاره وو استازي عبدالرحمن بهسودي بيا دولت پړ وباله او ويې ويل، چې د لانجې د حل لپاره يې پروخت لازم اقدامات نه دي كړي.

كه څه هم د افغانستان په اكثرو سيمو كې د خلكو ترمنځ خپل منځي شخړې موجودې دي، خو د څړځايونو او ځمكو پر سر د كوچيانو او هزاره و هغه يې تر ټولو لويه بلل كيږي.

كه څه هم دولت وايي، چې د حلولو لپاره يې هلې ځلې كوي، خو په تيرو څو كلونو كې د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ كې د كوچيانو او هزاره وو ترمنځ له پرله پسې شخړو ښكاري چې دولت يې په هوارولو كې پاتې راغلي.
XS
SM
MD
LG