د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

له حامد کرزي سره د امریکايي چارواکو چلن څنګه و ؟


افغان ولسمشرحامد کرزی د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې میرمن هیلري کلینټن سره
افغان ولسمشرحامد کرزی د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې میرمن هیلري کلینټن سره

سره له دې چې په وروستیو څو میاشتو کې له سپینې ماڼۍ سره د افغان ولسمشرحامدکرزي اړیکي ډېر کړکېچن وو، خو دا ځل امریکا ته د سفر پرمهال امریکايي چارواکو د ده شانداره هرکلی وکړ. د امریکايي رسنیو د راپور له مخې ولسمشر اوباما مخکې د سپینې ماڼۍ چارواکو ته په دې اړه سپارښتنه کړې وه.

د سیاسي چاروکارپوهان چې فرانسپرس خبري آژانس د هغو له قوله په دې اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی په دې نظر دي چې امریکايي چارواکو کلتوري حساسیتونو او نزاکتونو ته په پام سره پتېیلې ده چې له افغان حکومت سره په ښکاره ښه چلند وکړي، خو په خصوصي غونډو کې د خپلو غوښتنو د عملي کولو لپاره فشار پرې راوړي.

د امریکا د ولسمشر په توګه په سپینه ماڼۍ کې د کار له پيل وروسته په افغانستان او پاکستان کې له تروریزم سره مبارزه د بارک اوباما د کاري لومړیتوبونو په سر کې راغله.

پردې سربېره اوباما هڅه وکړه هغو تودو اړیکو ته چې د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیوبوش له افغان ولسمشر سره لرلې کم اهمیت ورکړي.

فرانسپرس خبري آژانس وړاندې لیکي، د اوباما د ادارې چارواکو په دې برخه کې چې آیا د پاکستان په حکومت کې دننه ځینې عناصر له افراطي وسله والو سره اړیکي لري کنه، خپل نظر په ښکاره څرګند کړ. پر دې سربېره د اوباما ادارې پر افغان ولسمشرحامدکرزي د اداري فساد له وجې جدي فشار راوړ خو یوکال وروسته څرګنده شوه چې دې ډول چلند معکوسه نتیجه ورکړې ده.

د تېرې چارشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ د ولسمشرحامدکرزي هرکلی په ډېر پرتم او په مینه ناکو خبرو وکړ. ولسمشرکرزي ته تود هرکلی یوازې څو اونۍ وروسته له هغه کېږي چې امریکايي چارواکو په یو ډول سره ګواښ کړی و چې ښايي د ولسمشرکرزي سفر، د امریکا پرضد د ده د څرګندونو له وجې فسخ شي.

امریکا ته د سفر په ترڅ کې ولسمشراوباما، د ده مرستیال جوبایډن او د بهرنیوچارووزیرې هیلیري کلېنټن ښاغلي کرزي ته مېلمستیاوې وکړې.
د اتلانتیک شورا په تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي آسیا د څانګې مشر شجاع نواز وايي، د اوباما اداره په دې پوهېدلې ده چې له افغانستان سره باید د هڅو یووالی راولي او دواړه هېوادونه د شریکانو په توګه کار وکړي. نواز وايي، اوس مهال له همکارۍ پرته بله لاره نشته او باید له دې همکارۍ څخه حداکثر ګټه واخیستل شي.

همدا موضوع د پاکستان په برخه کې هم صدق کوي. د روان کال په مارچ میاشت کې د اوباما ادارې د پاکستان ولسمشر او نور جګپوړي چارواکي د ستراتیژیکو خبرواترو لپاره بللي وو. د دې کتنې عمده هدف د پاکستان د اندېښنو اورېدل و، هغه هېواد چې امریکايي ضد احساسات پکې ډېر پراخ دي.

واشنګټن ته د پاکستاني چارواکو د سفر په ورځ حتی په لندن کې د امریکا سفیر د منچسټر هوايي ډګر ته تللی و، څو دا خبره یقیني کړي چې له هغه ځایه امریکا ته د تلو پرمهال د امنیتي تلاشۍ پرمهال یې څوک ونه ځوروي.

پخوا به د اوباما د ادارې چارواکو پخوانی ولسمشر جورج ډبلیوبوش له افغان ولسمشرحامدکرزي او د پاکستان له پخواني ولسمشر جنرال پروېزمشرف سره د ښو اړیکو د لرلو له وجې ملامتوه.

همداراز د اوباما د ادارې ځینو چارواکو په تېره په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکنبېري او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال پیترګالبری ښاغلی کرزی د امریکا یو بې اعتباره شریک وباله او په دې نظر و چې دی یوازې غواړي د امریکا په مرسته خپل قدرت وساتي.

د فرانسپرس په وینا د اوباما ادارې په پیل کې له ولسمشرکرزي سره هسې چې پخواني ولسمشرجورج بوش به کول، نه ټلفوني کنفرانسونه لرل او نه یې کله ماښامنۍ ورسره خوړله. حتی ویل کېږي چې د اوباما مرستیال جوبایډن یوځل د اداري فساد په اړه د خبروپرمهال د کرزي د ځواب له اورېدو وروسته له ماښامنۍ مېلمستیا څخه ووت.

په تېره مارچ میاشت کې ښاغلي اوباما کابل ته د خپل سفر پرمهال په ماښامنۍ مېلمستیا کې پر افغان ولسمشر بیاهم فشار راووست.
فرانسپرس زیاتوي، د کرزي په اړه اندېښنو ته له پام پرته امریکايي چارواکو سیمه ایز حساسیتونه او د افغانانو د مېلمه پالنې دود په پام کې ونه نیول او د ولسمشرحامدکرزي ادارې ته یې په یوه ډول سره په عام محضر کې سپکاوی وکړ.

اژانس وړاندې لیکي، د امریکا نوی چلند ښايي پردې بنسټ ولاړ وي چې د خلکو په حضورکې د مشرانو ستاینه وکړي خو د تړلو دروازو ترشا ورته جدي پیغامونه ورکړي.

د شجاع نواز په وینا ولسمشر حامدکرزی حتی که د دې انتقادونو له وجې په غوسه شوی هم وي، خو واشنګټن ته د سفر په ترڅ کې یې په سپینه ماڼۍ کې په وینا کې ژمنه وکړه چې له فساد سره به مبارزه کوي.

د جنوبي آسیا د چارو کارپوهه او د بوش د ادارې کارکوونکې لیزا کوتیس وايي، د کلتوري حساسیتونو له وجې، د دې سیمې پر مشرانو په عام محضر کې انتقاد کول وضعیت نورهم خرابوي، ځکه دوی نشي کولای خپله واکمني په خپل قلمرو کې ټینګه کړي، په تېره هغه وخت چې دوی له سياسي پلوه کمزوري وي.
XS
SM
MD
LG