د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

د لوړو زده كړو وزارت ۶ خصوصي پوهنتوته د فعاليت جواز وركړ


د لوړو زده كړو وزارت د جواز وركولو په مهال
د لوړو زده كړو وزارت د جواز وركولو په مهال

په داسې حال كې، چې په افغانستان كې د لوړو زده كړو د خصوصي ادارو شمېر ورځ تر بلې زياتيږي، د لوړو زده كړو وزارت په دې ادارو كې د زده كړو د معياري كولو لپاره ځينې پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي دي. د لوړو زده كړو سرپرست وزير سرور دانش د يكشنبې پر ورځ په كابل كې د لوړو زده كړو شپږو خصوصي پوهنتونونو ته د فعاليت د جواز وركولو په مراسمو كې وويل:

چې د لوړو زده كړو وزارت په هېواد كې د خصوصي پوهنتونونو له جوړولو ملاتړ كوي، خو دغه پوهنتونونه بايد د زده كړې كيفيت او معيار ته ډيره پاملرنه وكړي.

ښاغلي دانش وويل، هغه خصوصي پوهنتونونه چې په ولايتونو كې فعاليت كوي د مركز په پرتله ورته ډير امتيازات وركول كيږي.

نوموړي له خصوصي پوهنتونونو غوښتنه وكړه، چې وروسته له دې دې ولايتونو ته هم خپلې څانګې وغځوي:

"د لوړو زده كړو وزارت دا خپله دنده بولي، چې د لوړو زده كړو د خصوصي پوهنتونونو له پراختيا څخه ملاتړ وكړي او وروسته له دې به موږ د لوړو زده كړو خصوصي تحصيلي موسسې د قوانينو او لوايحو په جوړولو كې شريكې كړو.

په دې برخو كې به د هغوي نظريات هم واخلو ځكه چې دا قوانين په ټولو پورې اړه لري هم په دولتي او هم په خصوصي.

خصوصي پوهنتونونو هم بايد د هېواد اړتياوې په پام كې ونيسي او كيفيت يي ښه كړي په ټولو برخو كې بايد فعاليت وكړي نه دا چې يواځې اقتصاد او حقوقو په برخه كې كار وكړي."

د لوړو زده كړو وزارت د معلوماتو له مخې تر دې دمه ۳۰ خصوصي پوهنتونونه فعاليت كوي چې له دې ډلې يواځې اته يي په ولايتونو او پاتې نور يي په كابل كې فعال دي چې ۲۰زره محصلين په كې زده كړي كوي.

خو د خصوصي پوهنتونونو موسسين وايي، چې دوي د روانو امنيتي ستونزو له امله نه شي كولاى چې خپل فعاليتونه ولايتونو ته وغځوي.

خو بل پلو د لوړو زده كړو خصوصي پوهنتونو چارواكي وايي، چې دوي هڅه كوي چې د دوي تحصيلي سيستم د لوړو زده كړو وزارت له خوا د ټاكل شوي معيار سره برابر كړي.

په بلخ ولايت كې د تاج په نوم د خصوصي پوهنتون مشري ماريا وويل، چې دوي هڅه كوي محصلينو ته په لوړ معيار برابر زده كړې وركړي:

"ډيرى عام خلك لا هم په دې نه دي پوه، چې ايا يو خصوصي پوهنتون د دولتي پوهنتون ځاى نيولاى شي.؟

خصوصي پوهنتونونه هم كولاى شي د دولتي پوهنتونو په څير په ټولو برخو كې عملي خدمتونه وړاندې كړي.

موږ خلكو ته دا ډاډ وركوو، چې خصوصې پوهنتونونه هم د دولتي پوهنتونونو په څير ځوانانو ته تحصلي اسانتياوې برابر كړي او هڅه به مو دا وي د ځوانان شعور په ټولنيزه او سياسي برخه كې پياوړي كړو."

د دې ترڅنګ چې د لوړو زده كړو وزارت په خصوصي پوهنتونو كې د زده كړې پر كيفيت ټينګار كوي، بل لور ته په دې پوهنتونونو كې يو شمېر محصلين له لوړ فيس څخه شكايت كوي.

دوي دا هم وايي، چي په زياتره خصوصي پوهنتونو كې استادان مسلكي زده كړې نه لري يواځې په انګليسي ژبه پوهيږي، خو د چارو يو شمېر كار پوهان وايي، چې په خصوصي پوهنتونو كې د دولتي پوهنتونو په پرتله د زده كړې كيفيت ښه دى.

راپور: ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG