د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

مك كريسټال د مشرانو جرګې ته حاضرنه شو


مجددي:مك كريسټال د جرګې په عمومي غونډه كې د حاضرېدو لپاره د دوي غوښتنه رد كړې
مجددي:مك كريسټال د جرګې په عمومي غونډه كې د حاضرېدو لپاره د دوي غوښتنه رد كړې

د افغانستان د مشرانو جرګې غړي وايي، په پوځي عملياتو كې د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره به د نړېوالو ځواكونو له عمومي قومندان جنرال سټينلي مك كرسټال سره خبرې وكړې. مشرانو جرګې د يكنشبې په ورځ په خپلې عمومي غونډه كې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ كې د تېرې جمعې شپې د عملياتو په اړه بحث وكړ.

په داسې حال كې چې د نړېوالو ځواكونو عمومي قومندان جنرال سټينلي مك كريسټال د افغانستان د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته حاضرېدل رد كړي دي، د مشرانو جرګې غړي ټينګار كوي، چې په نږدې راتلونكې كې له نوموړي سره په خصوصي توګه وګوري او د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي په اړه ورسره خبرې وكړي.

د مشرانو جرګې رئيس حضرت صبغت الله مجددي وويل، مك كريسټال د جرګې په عمومي غونډه كې د حاضرېدو لپاره د دوي غوښتنه رد كړې او ويلي يې دي، چې د امريكا د متحده ايالاتو د اساسي قانون له مخې د بل هېواد ملي شورا ته نشه يي حاضرېداى.

خو له دې سره سره مشرانو جرګې پريكړه وكړه، چې له نوموړي سره دې د اداري پلاوي او يو شمېر سناتوران ځانګړې غونډه وكړي او د ملكي مرګ ژوبلې پر مسئلې دې جدي خبرې ورسره وشي.
جنرال سټينلي مك كريسټال


د مشرانو جرګې د يكشنبې د ورځې د عمومي غونډې ډيره برخه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ كې د تېرې جمعې شپې د عملياتو په اړه بحث ته ځانګړې شوې وه.

د دغو عملياتو پر خلاف په ننګرهار كې خلكو مظاهره هم وكړه،خو افغان حكومت وايي، چې په دې عملياتو كې لس ملكي وګړي وژل شوي دي، خو ناټو ځواكونه بيا وژل شوي كسان وسلوال مخالفين بولي اوهمدارنګه د عملياتو په ځاى كې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

بل خوا يو شمېر سناتورانو وړانديز وكړ، چې په پوځي عملياتو كې د ملكي مرګ ژوبلې مسئله دې د سولې په مشورتي جرګې كې، چې ټاكل شوې راتلونكي مياشت په كابل كې جوړه شي، مطرح شي.

د مشرانو جرګې دوېم مرستيال محمد علم ايزديار په دې اړه وويل:

"د سولې جرګه په مخ كې ده، موږ د جوزا په اتمه نېټه د سولې جرګه لرو، موږ بايد دې جرګې ته يوه ځانګړې طرحه چمتو كړو، په همدې اړه چې د افغانستان د خلكو له لومړيتوبونو او اړتياو څخه ده، بايد طرحه ولرو."

په افغانستان كې د نړېوالو ځواكونو په پوځي عملياتو كې د ملكي خلكو مرګ ژوبله د افغان حكومت او نړېوالو ځواكونو په وړاندې د يوه لوى چيلنج په توګه پاتې ده.

ځيني چارواكي وايي، چې دغه ستونزه د افغان او بهرنيو ځواكونو ترمنځ د لازمې همغږۍ د نشتوالي له امله را پيدا كيږي.

تراوسه څرګنده نه ده، چې په دې موضوع د بحث لپاره به د نړېوالو ځواكونو قومندان د مشرانو جرګې د غړېو غوښتنې ته مثبت ځواب وركړي. خو د مشرانو جرګې غړي تمه لري چې له نوموړي سره د ليدنې په ترڅ كې به د دې ستونزې د هوارولو لارې چارې ولټوي.
XS
SM
MD
LG