په ملي شورا كې د خلكو استازي په ننګرهار كې د بهرنيو ځواكونو په وروستيو خپلسرو عملياتو كې د عامه خلكو په مرګ ژوبلې او د دا ډول پېښو د تكرار په پايلو ژورې انديښنې څرګندوي.
په افغانستان كې د پوځي عملياتو په مهال د عامه خلكو مرګ ژوبله كه څه هم نوې خبره نه ده، خو د جمعې په شپه د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ كې له لسو نه د زياتو كسانو مرګ ژوبلې خلك يو وار بيا احساساتي كړل.
د ولسي جرګې غړى عطاالله لودين وايي، چې افغان دولت بايد د ملګي وژنو او خپل سرو عملياتو د بندولو لپاره ډېر جدي ګامونه واخلي.
نوموړي له ازادي راډيو سره په مركه كې خبرداری وركړ، چې د دا ډول وژنو دوام به خلك پاڅون ته وهڅوي.
"موږ له دولت نه غوښتنه کوو، چې دغه ډول عملیاتو جدي مخنیوی وکړي، که نه نو دا به د افغانستان مسلمان ملت ته د یوه عمومي او ملي پاڅون زمنیه برابره کړي او د امریکایان حالت به هغه حالت ته ورسیږي، کوم چې روسان ورسره مخامخ شوي وو."
د ولسي جرګې بل غړى داود سلطانزوى وايي، چې په ننګرهار كې د ملكي تلفاتو لامل بيا هم كېداى شي د افغان او نړيوالو ځواكونو تر منځ نه همږغي وي.
دى وايي، چې د دغه ډول عملياتو د مخنيوي لپاره د افغان او نړيوالو ځواكونو ترمنځ ټينګه همږغي په كار ده.
د افغانستان د كورنيو چارو وزرات هم وايي، چې دوى په دې اړه څېړنه كوي چې ايا دا پوځي عمليات همږغي شوي وو او كه خپل سري.
د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري ازادي راډيو ته وويل:
"یوه له هغو عناصرو چې په څېړنو کې کار پرې کیږي هغه د همغمږۍ او شریکېدو عنصر دی،
هیات موظف شوی، څو دا معلومه کړي چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو شامل و او کنه و، که و، نو کوم قوت و او په محل کې له چا سره همغږي شوي وو او که نه وو شوي؟"
وروستي ځل ولسي خلك داسې وخت د بهرنيو ځواكونو په عملياتو كي وژل كېږي، چې د امريكا ولسمشر بارك اوباما، افغان ولسمشر حامد كرزي ته دوې ورځې مخكي ويلي وو، چې د ملكي وژنو د مخنيوي لپاره به خپل ټول توان په كار اچوي.
معصوم ميوند - كابل