د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

د كابل ښارد پاكۍ لپاره حشر وشو


د كابل ښاروالۍ چارواكي وايي، چې په كابل ښاركې د ورځې ۲۰۰۰ متره مكعبه كثافات توليديږي
د كابل ښاروالۍ چارواكي وايي، چې په كابل ښاركې د ورځې ۲۰۰۰ متره مكعبه كثافات توليديږي

له كثافاتو څخه د كابل ښار د پاكولو په هدف د كابل بانك په همكارۍ د كابل ښاروالۍ له خوا د جمعې په ورځ عمومي حشر وشو. كابل ښاروال د ښار له يوې سيمې څخه د حشر د ليدنې پر مهال ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې حشر كې د كابل ښاروالۍ ۳۵۰۰ كاركوونكو، د كابل بانك ۱۵۰۰ كاركوونكو او په سلګونو كابل ښاريانو ګډون كړى وه.

كابل ښاروال محمديونس نواندېش، چې د ښاروالۍ له يو شمېر چارواكو سره يي د ښار له بېلابېلو سيمو څخه د حشر ليدنه كوله ، ازادۍ راديو ته وويل، چې ښاروالۍ هڅه كوي، چې ۴۰۰۰ ټنه كثافات له ښار څخه بهر كړي.

كه څه هم ښاغلي نو اندېښ په حشر كې د خلكو ونډه پراخه وبلله، خو له خلكو يي وغوښتل، چې د ښار په پاكۍ كې دې فعاله ونډه واخلي:
د كابل ښار په ډېر يوعمومي او فرعي سړكونو كې كثافات ټول شوي


"د نن ورځې حشرعمومي دى او د كابل ښار د پاكولو لپاره دىاو په دې برخه كې د كابل ښاريانو رول ډېر ګټور دى، تر څو پاك چاپېريال ولري، زه هيله لرم چې زموږ هېوادوال په دې برخه كې خپل رول ولوبوي او ښاري كلتور مراعات كړي او هڅه دې وكړي، چې خپل ښار پاك وساتي."

د كابل ښاروالۍ چارواكي وايي، چې كابل بانك ورسره ژمنه كړې، چې د كابل ښاروالۍ كاركوونكي چې په حشر كې برخه واخلي، په درېو مياشتو كې به يو ځل د يوې ورځې معاش وركول كيږي.

كابل ښاروال له ټولو خصوصي برخو څخه د ښار د پاكولو په برخه كې د همكاري غوښتنه وكړه.

د دغو چارواكو په وينا د ښار پاكولو د حشر لړۍ به همداسې روانه وي.

په همدې حال كې كابل ښاريان هم د ښاروالۍ دغه اقدام ستايي او وايي، چې دغه كار له يوې خوا د ښار د پاكولو لامل ګرځي او بل خوا د چاپېريال له ككړتيا څخه مخنيوى كوي.

د كابل ښاروالۍ چارواكي وايي، چې په كابل ښاركې د ورځې ۲۰۰۰ متره مكعبه كثافات توليديږي، چې له هغې څخه كابل ښاروالي يي په شتو امكاناتو د ۱۶۰۰ متر مكعبو د انتقال توان لري او ۴۰۰ متره مكعبه يي په ښار كې پاتې كيږي.

د كابل ښار په ډېر يوعمومي او فرعي سړكونو كې كثافات ټول شوي او پر دې سربېره د ښار په ډېرو برخو كې د كاناليزاسيون سيسټم نشته او دا ټول د چاپېريال د ككړتيا لامل كېږي.

د افغانستان د چاپېريال ساتنې ادارې هم څو ځلې په كابل ښار كې د چاپېريال د ككړتيا له امله اندېښنه څرګنده كړې ده.
XS
SM
MD
LG