عيني شاهدان وايي، چې د لاريون پرمهال د ولسي خلكو او ځواكونو ترمنځ نښته شوې، چې له امله يي دوه تنه ولسي خلك ټپيان شوي او يو بل وژل شوى دى.
ويل كيږي، چې لاريون اوس هم روان دى او قهرجن لاريون كوونكي د جلال اباد ښار په لور روان شوي دى، خو د ازادى راديو د خبريال په وينا په لسو كمربندونو كې امنيتي ځواكونه ځاى پر ځاى شوي، چې د قهرجنو لاريونكوونكو مخه ونيسي.
دولتي او ائتلافي ځواكونو په سره رود كې پوځي عمليات تائيدوي ، د وژل شويو او نيول شويو كسانو په اړه څه نه وايي.
خو بل خوا د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي په يوه كنفرانس كې د تېرې شپې عملياتو په اړه وويل، چې دغه عمليات د قاري شمس الدين د نيولو په هدف ، چې پر جلال اباد ښار باندې د توغندېو د توغولو په تور تورن وه ، شوي دي.
د والي وياند د عملياتو پر مهال د لسو ولسي وګړو وژل كېدل تائيد كړل.
ښاغلي عبدالزي زياته كړه، چې د پېښې د څېړلو په هدف پلاوى استول شوى او د نوموړي په وينا لاريون هم پاى ته رسېدلى.