د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

افغان مدافع وكيلان وايي له خپلو موکلانو د دفاع اجازه نه ورکول کېږي


كه څه هم د افغانستان اساسي قانون يو تورن كس ته د نيولو له شيبې نه د محكمې تر وروستۍ پريكړې پورې د مدافع وكيل د ساتلو حق وركوي، خو ويل كيږي، چې په ځينو مواردو كې د ځينو عدلي او قضايي ادارو له خوا له تورنو څخه دغه حق اخيستل كيږي.

د افغانستان د مدافع وكيلانو د خپلواكې ټولنې مشر روح الله قاري زاده د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، چې د هېواد يو شمېر عدلي او قضايي ادارې په ځينو مواردو كې له يو تورن كس نه د دفاع لپاره د هغه د مدافع وكيل د حاضرېدو مخه نيسي.

د نوموړي په وينا ځينې وخت د مدافع وكيل پرته پر تورن كس حكم صادريږي:

"يو شمېر عدلي او قضايي ادارې په ځينو محاكمو كې ان د مدافع وكيلانو د حضور مخنيوى كوي.

زموږ وكيلان د پوليسو او څارنوالۍ محكمو او د نشه يي توكو په محكمه كې ډېرې ستونزې لري.

د ملي امنيت په رياست كې هم ستونزې لري او همدا راز د تميز يا دريېمې محكمې كې هم زموږ مدافع وكيلان له ستونزو سره مخ دي."

د افغانستان د مدافع وكيلانو د خپلواكې ټولنې مشر همدا راز زياته كړه، چې د دې ستونزې د حل لپاره يي له اړونده چارواكو سره خبرې پيل كړي دي.

د مدافع وكيل په غياب كې د تورن كس په اړه د محكمې له خوا د حكم د صادرولو اندېښنې، پخوا هم د يو شمېر بنسټونو له خوا مطرح شوي دي.

خو د افغانستان د سترې محكمې چارواكي وايي ، چې له دوو كلونو راهيسې ، په مركز او ولايتونو كې له محاكمو سره، مدافع وكيلانو ته د مناسب وكالت د زمينې د برابرو په برخه كې هڅې روانې دي.

د افغانستان د سترې محكمې د قضايه قوې عمومي امر عبدالملك كاموي له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې د مدافع وكيلانو د ټولنې د مشر دا ادعا رد كړه، چې ګواكې محاكم په ځينو مواردو كې د مدافع وكيلانو مانع كيږي، چې په محكمه كې د خپل موكل څخه دفاع وكړي.

د افغانستان د اساسي قانون په يو دېرشمه ماده كې راغلي، چې د خبرو محروميت، د تورن او وكيل ترمنځ مخابراتي خبرې له هر ډول تعرض څخه محفوظ دي او هر تورن حق لري، چې د نيولو له شيبې څخه د محكمې تر وروستۍ پرېكړې پورې مدافع وكيل ولري.

خو ويل كيږي، چې نه يوازې د تورنو كسانو له دغو حقونوڅخه سرغړونه كيږي، بلكې داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې ځينې وخت په ځينو محكمو كې له تورنو كسانو سره په بېلابېلو جرمونو كې سليقه يي چلند هم كيږي.

خو د محكمې چارواكو تل دغه تورنه رد كړي او بې بنسټه يي بللي دي.
XS
SM
MD
LG