د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

عبدالرحيم: په بهرنيو هېوادو كې د افغان كډوالو په اړه نيمګړي تړونونه نه تمديدوم


د افغانستان د كډوالو د راستنېدنو چارو وزارت سر پرست انجنيرعبدالرحيم
د افغانستان د كډوالو د راستنېدنو چارو وزارت سر پرست انجنيرعبدالرحيم

د افغانستان د كډوالو چارو وزارت په ناروې او پاكستان كې د افغان كډوالو د استوګنې او په خپله خوښه د راستنېدنې په اړه د تړون تر تمدېدولو وروسته دا پريكړه كړې، چې د افغان كډوالو له كوربه هېوادونو سره به نيمګړي تړونونه نه تمتيدوي.

د افغانستان د كډوالو د راستنېدونکیو چارو وزارت سر پرست انجنيرعبدالرحيم د پنجشنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته وويل، چې په دغو تړوونو كې د نيمګړتياو له امله كوربانه هېوادونه افغان كډوال د دوى له خوښې پرته ستنېدلو ته اړ باسي:

"يو پروګرام ډيزاين شوى د درې اړخيزو موافقه ليكونو په نوم، تر كومه ځايه چې زما برداشت دى په دې برخه كې ښه پروګرام جوړونه نه ده شوې او له بده مرغه له دغو تړونونو څخه هېوادونه د افغان كډوالو د ايستلو په برخه كې نا سمه ګټه اخلي، دا چې زه نن اعلان كوم چې حاضر نه يم داسې موافقه ليك تمديد كړم چې د كډوالو د راستنيدنې په اړه ټولې خواوې په پام كې نه وي نيول شوي، د دې مانا وركوي چې زه دې نتيجې ته رسېدلى يم چې دغه هېوادونه د هيڅ فشار په ترڅ كې نه شي كولى چې په ټيپك ډول يو تړون پر موږ تمديد كړي او بيا يې چې څه غوښتل په افغانانو يې ومني."

د كډوالو د راستنېدلو چارو وزارت سرپرست وزير دغه څرګندونې وروسته له هغه كوي چې له ناروې سره يې په يو شمېر اروپايي هېوادونو كې د افغان كډوالو د استوګنې او په خپله خوښه د راستنېدلو په اړه په دې ورستيو كې يو درې اړخيز تړون تمديد كړ.

ويل كيږي، چې تر دغه تړون ورسته يو شمېر اروپا ميشتو افغان كډوالو داسې انګيرلې چې اوس نو كه دوى وغواړي كه نه خپل هېواد ته يې د استولو لړۍ نيږدې شوې ده.

خو په افغانستان كې د كډوالو په چارو كې د ملګرو ملتونو د ادارې وياند نادر فرهاد ازادۍ راډيو ته وويل، چې بهرني هېوادونه نه شي كولاى چې منل شوي كډوال د دوى له خوښې پرته افغانستان ته را واستوي:

"دغه درې اړخيزه موافقه ليكونه پر يو اصل ولاړ دى، هغه په خپله خوښه د كډوالو ستنيدنه ده، له ۲۰۰۲ زيږديز كال را په دې خو هيڅ يو منل شوى افغان كډوال له اروپايي هېوادونو نه دى ايستل شوى، كه چېرې داسې وشي نو موږ د مداخلې او څيړنو حق لرو."

د افغانستان د كډوالو د راستنېدلو چارو وزارت له پاكستان سره هم د يو درې اړخيز تړون د تمديدولو خبره كوي، چې له مخې يې افغان كډوال كولاى شي چې د ۲۰۱۲ لمريز كال تر ورستيو پورې په پاكستان كې پاتې شي.

افغانان چې د څو كلنو جګړو په تر څ كې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډيو هېوادونو ايران او پاكستان ته كډه شوي دي د ډول، ډول ستونزو سره مخ دي چې د دوى په وينا افغان چارواكي د هواري په برخه كې بې غوري كوي .

خو چارواكي وايي، تر خپله وسه يې د افغان كډوالو د ستونزو د هواري برخې ته پام اړولى او دغه لويه برخه افغانان به له پامه نه غورځوي.
XS
SM
MD
LG