د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

اوباما : رسنۍ د امریکا او افغانستان تر منځ اختلافات زیات ښيي


اوباما او كرزى په ګډه خبري غونډه كې
اوباما او كرزى په ګډه خبري غونډه كې

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون د دواړو هېوادونو د حکومتونو پرګډ دریځ ټینګار وکړ، ویي ویل: دواړه دی ته ژمن دی چی د القاعده د ماتولو او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګدو لپاره به ګډ کارته دوام ورکوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستان سره د امریکا د پراخ او کلک شراکت ستاینه وکړه، ویي ویل چې ده او افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د القاعده د ماتولو او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګدو لپاره په ګډ هدف ټینګار وکړ.

اوباماپه افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې د کرزي د پرمختګ یادونه وکړه.

په سپینه ماڼۍ کې له څو ساعته خبرو وروسته اوباما په ګډې خبري غونډه کې، چې کرزی یي په خوا کې ولاړ وو، وویل:

په دغسې یوه سخت او پیچلي وضعیت کې، چې افغانان او امریکایان ډیره قرباني ورکوي، دا طبيعي خبره ده، چې ځیني وختونه اختلافات رامنځ ته کیږي، خو هغه وویل ، چې دغو اختلافاتو ته چې تېره میاشت د کرزي د لویدیځ ضد څرګندونو وروسته راپورته شوي تر ډیره حده خبري رسنیو لمن وهلې او هغه یي لوی ښودلي دي .

اوباما وویل:

"د افغانستان او امریکا د حکومتو تر منځ راپورته شوېو اختلافاتو ته په اشاره باید وواېم، چې ډیرو دغو اختلافاتو ته لویه بڼه ورکړل شوی ده."

کرزي دا ومنله، چې یو وخت د دوی دواړو تر منځ اختلاف موجود وو او ښایي نور اختلافات هم په مخکې وي، خو هغه په دې ټینګار وکړ، چې د امریکا او افغانستان تر منځ شراکت ډیر قوي او ژور دی.

په دې اړه افغان ولسمشر حامد کرزي زياته كړه:

"اساسي خبره داده، چې نن ورځ موږ یو له بل سره دومره قوي تړلي یو، چې پخوا هیڅکله هم په اړیکو کې دومره نه وو نژدې او دا یو ډیر ښه پیغام دی، چې بل سبا به یي په بیرته تګ سره زه افغانانو ته له ځان سره وړم."

په سپینه ماڼۍ کې له اوباما سره د کرزي دا کتنه امریکا ته د هغه د څلور ورځني سفر په درېمه ورځ ترسره شوه.
میرمن کلینټن ډاډ ورکړ، چې متحده ایالات به افغانستان یوازې پرې نږدي


له کرزي سره په دې سفر کې د کابینې د غړېو او دولتي چارواکو یو پلاوى ملګری دی، چې له خپلو امریکایي سیالانو سره د پوهنې، انرژۍ، کرنې او دفاعي چارو په ګډون پر مختلفو برخو خبرې کوي.

افغان ولسمشر د سې شنبه په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلینټن سره خبرې وکړې.

میرمن کلینټن ډاډ ورکړ، چې متحده ایالات به افغانستان یواځې پرې نږدي.

په سپینه ماڼۍ کې د دواړو ولسمشرانو له کتنې څخه هدف دا وو، چې پر مختګونه وڅیړي او متحده ایالات یو ځل بیا له افغانستان سره خپله ژمنه، چې په وروستیو کې په عام محضر کې ترې ملاتړ یوڅه کم شوی او په کانګرس کې هم پرې پوښتنې راولاړې شوي په ډاګه کړي.

اوباما زياته كړه، دا خبرې د دوی لپاره یو فرصت وو چې د ګډې ستراتیژۍ او اهدافو په اړه پرمختګونه یوځل بیا وڅیړي.

ملکي تلفات:

اوباما وویل، دوی دواړو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د اندازې په اړه چې له حکومت څخه د ملاتړ لپاره د طالبانو د غندلو لپاره د عامو افغانانو په لاره کې ستر خنډ بلل کیږي، د کرزي پر ژورې اندېښنې خبرې وکړي.

ښاغلي ولسمشر اوباما زياته كړه:

"موږ د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ډیر زیات اقدامات کړي دي او ما له کرزي سره په کتنه کې هغه ته یو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې متحده ایالات به
موږ د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ډیر زیات اقدامات کړي دي
له خپلو افغان او نړېوالو متحدانو سره په ګډه له ټولو امکاناتو څخه په استفادې چې زموږ په وس کي دي کار واخلي، ترڅو د هغو اقداماتو چې افغانان زیانمنوي مخه ونیسي.

په نهایت کې دا د افغانستان خلک دي چې ورسره کار کوو، څو دوی له وسلوالو طالبانو چې د بې ګناه ملکي وګړو د وژنې د ډیرې برخې مسول دي، خوندي کړو."

اداري فساد :

د دې خبرو د اجنډا یوه موضوع هم د اداري فساد مسله وه، چې واشنګټن غوښتل په دې برخه کې پرمختګونه وګوري، خو د هغې پالیسۍ له مخې، چې سپینې ماڼۍ د کرزي د سفر د مخه غوره کړې وه، چې په عام محضر کې به د کرزي احترام ساتي، په دې اړه په خبري کنفرانس کې څه ونه ویل شول او په دې اړه هر پیغام چې وو، کرزي ته په خصوصي خبرو کې وړاندې شوي دي.

خو اوباما په افغانستان کې په یو لړ پرمختګونو ته په اشارې وویل، چې نړېوال ځواکونه د وسله والو طالبانو په وړاندې جګړه کې پرمختګ کوي، خو په راتلونکو میاشتو کې یي د سختو جګړو خبرداری هم ورکړ.

د سولې مشورتي جرګه:

څه کم دوه اونۍ وروسته به د کرزي حکومت په کابل کې د سولې د مشورتي جرګه کوربه وي، چې په هغې کې به له طالبانو سره د سولې د بهیر په اړه خبرې وشي.

دا په ټولنه کې د وسله والو طالبانو او د هغوي د قوماندانانو د بیرته جذبولو لپاره د حکومت د روغې جوړې د پلان لومړنی ګام دی.

کرزي د ټیټې سطحی طالبان د افغانستان زامن وبلل ویي ویل:

"په زرګونو طالبان شته، چې دوی د ایډیالوژی له مخې نه جنګیږی، القاعده او نورو تروریستي ډلو سره اړیکي نه لري او نه هم په هیڅ شکل هغه بهرنیان چې موږ ته یي ستونزې راولاړې کړي، پرې کنټرول لري.

د دوي په زرګونو یي د هېواد زامن دي، چې د زوراویرې او ځیني وختونه زموږ د ناسم چلند یا د هغو شرایطو له مخې چې نه دوي او نه موږ پرې کنټرول لرلی، له طالبانو سره یوځای شوی دي."

واشنګټن په دې اړه، چې پرکومو شرایطو دې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې وشي، خپلې اندېښنې بیان کړي دي.

اوباما وویل، چې کرزی ورته نن د دې بهیر د جزیاتو په اړه رڼا واچوله:

"زه د راتلونکي د سولې د مشورتي جرګې په اړه د ولسمشر د پلان چې له ماسره یي شریک کړ، ستاینه کوم.

دا یو مهم اقدام دی، چې امریکایي هم ملاتړ کوي. پر دې سربیره متحده ایالات د افغان حکومت د هغو هڅو ملاتړ کوي چې غواړي هغو طالبانو ته چې له شخړو لاس اخلي او له القاعده سره اړیکي پرې کوي، د ښځو حقونو ته د احترام په ګډون د افغانستان اساسي قانون مني، ور خلاص پریږدي."

د دواړو ولسمشرانو له څرګندونو وروسته د خبریالانو د پوښتنو او ځوابونو په برخه کې له ولسمشر کرزي څخه د ایران له ولسمشر محمود احمدي نژاد څخه د هغه د وروستۍ کتنې په اړه پوښته وشوه، چې ولسمشر یي په ځواب کې وویل:

"ایران د افغانستان ګاونډی او ورورهېواد دی، چې د افغانستان په بیا رغونه کې یي رول لوبولی دی.

موږ غواړو ورسره ښې اړیکي ولرو، افغانستان غواړي چې د امریکا او ایران دواړو دوست وي.

افغانستان نه غواړي، چې له خاورې یي یو د بل پر ضد کار واخيستلای شي."
XS
SM
MD
LG