د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

مدني ټولنه :كابل او واشنګټن دې په خبروكې د افغانانو ګټې په پام كې ونيسي


سياسي كارپوهان: افغان چارواكي او متحده ايالات دې په خپلو ژمنو باندې په ريښتوني توګه وفا وكړي
سياسي كارپوهان: افغان چارواكي او متحده ايالات دې په خپلو ژمنو باندې په ريښتوني توګه وفا وكړي

د افغانستان مدني ټولنې او د بشرد حقونو خپلواك كميسيون د سولې د خبرو د ملاتړ ترڅنګ د كابل او واشنګټن له چارواكو څخه غواړي، چې په هر راز شرايطو كې دې د عامو افغانانو ګټې په پام كې ونيسي او وايي له مخالفينو سره بايد د سولې خبرې په داسې شرايطو كې مطرح شي، چې د افغان دولت تېرې لاس ته راوړنې تر شعاع لاندې را نه ولي.

په داسې حال كې چې د افغان دولت لوړ رتبه پلاوې دا مهال په واشنګټن كې له امريكايي چارواكو سره په يو شمېر مهمو مسلو باندې خبرې كوي، په افغانستان كې د مدني ټولنو او د بشر د حقونو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې په دغو خبرو اترو كې بايد له پوره جديت او احتياط څخه كار واخيستل شي.

د مدني ټولنو او د بشر د حقونو د خپلواك كميسيون مشران وايي، چې دا سمه ده چې افغانستان دا مهال تر هر څه وړاندې سولې او ثبات ته اړتيا لري، خو له مخالفينو سره د سولې خبرې اترې بايد په داسې شرايطو كې ترسره شي، چې د خلكو او په ځانګړي توګه د ميرمنو حقوق تر پښو لاندې نه شي.

يو شمېر افغان سياسي كار پوهان بيا وايي، چې د افغانستان د ستونزو د حل په برخه كې بايد د افغان دولت مشران او نړېواله ټولنه په ځانګړي توګه متحده ايالات په خپلو ژمنو باندې په ريښتوني توګه وفا وكړي.

ځكه د دوي په باور كله كله افغان دولت او سپينه ماڼۍ د خپلو ژمنو په برخه كې دوه زړه كيږي او همدا لامل ګرځي، چې په افغانستان كې ستونزې نورې هم زياتې شي.

وروسته له هاغې چې افغان دولت د نړېوالو په ملاتړ په افغانستان كې له مخالفينو سره د سولې د خبرو اترو مسله راپورته كړه نو د ښځو د حقونو يو شمېر فعالينو له مشرانو څخه وغوښتل، چې د سولې خبرې دې په دې ډول پر مخ ولاړې شي، چې په تېرو اتو كلونو كې په فرهنګي، سياسي او اقتصادي برخو كې د ښځو لاسته راوړنې تر شعاع لاندې را نه وړي.

د افغانستان يو شمېر مدني ټولنې او د بشر د حقونو د خپلواك كميسيون چارواكو له مخالفينو سره د سولې د خبرو اترو په برخه كې خپل نظريات په داسې حال كې مطرح كړل، چې د افغان دولت لوړ رتبه پلاوي دا مهال له امريكايي چارواكو سره د خبرو اترو په هدف په واشنګټن كې دي، چې د راپورونو پر بنسټ د يو شمېر نورو مسلو تر څنګ به په افغانستان كې له مخالفينو سره د روغې جوړې پر مسلې هم خبري وشي.

افغانان وايي، دوي ته دا مهال امنيت او ثبات تر هرڅه ډير اهميت لري او هيله څرګندوي، چې افغان لوړ رتبه پلاوي به له واشنګټن څخه د بيرته راستنېدو پر مهال خپلو خلكو ته ښه زيرۍ له ځانه سره ولري او نړېواله ټولنه به په دې قانع شوي وي، چې بايد له مخالفينو سره د سولې او روغې جوړې د خبرو په ټينګه ملاتړ او مرسته وكړي.

مجاهد جواد .
XS
SM
MD
LG