كابل ښاروال محمديونس نوانديش، د چهار شنبې په ورځ ولسي جرګې خپلې عمومي غونډې ته وربللې و، ترڅو په ښار كې د بې پلانه لوړ پوړو ودانيو د مخنيوي، د ترافيكو د بې ساري ګڼه ګوڼې، د ښار د ناپاكۍ او د لارو او سړكونو په هكله جرګې ته معلومات وركړي.
ښاغلي نوانديش ومنله، چې د دولتي پاركونو او ځمكو غاصبان او همدارنګه د زور خاوندان نه پريږدي چې د ښاروالۍ پلانونه د ښار په نښهشوېو سيمو كې پلي شي.
ښاروال له ولسي جرګې وغوښتل، چې د ښاري پلان په پلي كولو كې له ده سره مرستې وكړي:
"هره ورځ د ښار په يوه برخه كې وسله وال په زوره پر دولتي ځمكو بريدونه كوي، همدا اوس څه باندې څلويښت زره خلك سندونه لري او مستحق دي، خو ځمكې نشته چې ور يي كړو، ټولو زورورو نيولي دي."
په غونډه كې پر كابل ښاروالۍ يو لړ نيوكۍ هم وشوې، چې په كابو نهو كلونو كې نه ده توانيدلى چې د ښار يو شمېر عمده لارې او سړكونه ورغوي، ناپاكي له ښاره وليږدوي او كراچيو او د سړك پر سر ولاړو غرفو ته مناسب ځايونه وټاكي.
خو كابل ښاروال وويل، چې د ښار د عمده لارو او سړكونو كارونه په تيزۍ سره پر مخ روان دي او د ناپاكيو د ليرې كولو لپاره يي له خصوصي كمپنيو سره تړونونه لاسليك كړي او د ستونزو حل ته به عملي هڅې پيل شي.
د ولسي جرګې غړو سره له دې، چې په ښاروالۍ كې يې اداري فساد ته هم ګوته ونيوله، خو د ښاروالۍ وروستۍ هلې ځلې يي وستايلې.
د جرګې رييس محمد يونس قانوني د غونډې په پاى كې كابل ښاروالۍ سره د مرستو ژمنه وكړه:
"غواړو، چې د ښار او خلكو د ښه والي لپاره روانې هڅې نورې هم تېزې شي،موږ بايد د غيرقانوني چارو د مخنيوي په لاره كې د كابل ښاروالۍ كلك ملاتړ شو."
سره له دې، چې كابل ښاروالۍ د ښار د پراختيا او رغولو په هكله څرګندونې كوي، خو خلك وايي په ښار كې د نفوسو او موټرو زياتوالۍ او د ځمكو غاصبينو له ستونزو سره مخ كړي دي.
خو كارپوهان بيا زياتوي، چې له ښاروالۍ سره بايد د دولت عدلي، قضايي او امنيتي ارګانونه زياته مرسته وكړي، ترڅو وكړاى شي، خپل پلانونه په ټاكلي وخت او ټاكلو ځايونو كې په ښه توګه پلي كړي.