د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

خليلي:ملي شورا د طبيعي پېښو په مهال لازمه همكاري نه ده كړې


خليلي: په نيوكو ستونزې نه حليږي بلكه شرايط هم بايد په پام كې ونيول شي.
خليلي: په نيوكو ستونزې نه حليږي بلكه شرايط هم بايد په پام كې ونيول شي.

د بيړنيو حالاتو د كمېټې چارواكي وايي، چې دوى سيلاب ځپلو سيمو ته تر خپل توانه رسيدګي كړې او ملي شورا په ناحقه په دوي انتقادونه كوي.د ملي شورا دواړو جرګو په دې كمېټې انتقادونه كړي چې ګوندي له سيلاب ځپلو سره د مرستې په برخه كې لكه څنګه چې لازمه وه دې كمېټې هڅې نه دي كړي.په عين حال كې سياسي كتونكي وايي، چې ملي شورا په ډيرو مواردو كې موجوده شرايط په پام كې نيسي.

د افغان حكومت او ملي شورا تر منځ په ځينو مواردو كې اختلافاتو او د دواړو لورو له خوا پر يو بل انتقادونو ته په كتو سره ويل كيږي، چې ملي شورا ډير كله له مسايلو سره سياسي چلند كړى.

دا څرګندونې وروسته تر هغې كيږي، چې ملي شورا په ځانګړي توګه ولسي جرګې په دې وروستيو كې په حكومت او د بيړنيو حالاتو په كمېټې سخت انتقادونه وكړل، چې ګوندې سيلاب ځپلو ته يې لكه څنګه چې لازمه وه مرسته نه ده رسولې،خو د ولسمشر دوهم مرستيال او د بيړنيو حالاتو د كمېټې مشر د دغو نيوكو په وړاندې غبرګون وښود.

كريم خليلي خبريالانو ته وويل، چې په تېرو څو كلونو كې د طبيعي پېښو په مهال دوى څو ځلې له ملي شورا څخه د همكارېو غوښتنه كړې خو ملي شورا په خاص ډول د ولسې جرګې وكيلانو پرې غوږ نه دى ګرولى:

"موږ څو ځلې د ملي شورا له دواړو جرګو څخه غوښتي چې دوه تنه د بيړنيو حالاتو د كمېټې د غړو په توګه را وليږي تر څو په همغږى سره د خلكو ستونزې هوارې شي.

يوازې په نيوكو ستونزې نه حل كيږي بلكه شرايط او امكانات هم بايد په پام كې ونيول شي.

ځينې وكيلان چې تندې نيوكې او جدي چلند كوي د خلكو د استازو په توګه كه خپله سيلاب ځپلو سيمو ته تللى واى نو بيايې كولاى شول چې پرموږ هم نيوكې وكړي."

په تېرو څو كلونو كې د ملي شورا دواړو جرګو په حكومتي چارواكو ډير نيوكې كړي چې ګوندې خپلې دندې يې په سمه توګه نه دي تر سره كړي، په ځانګړي توګه د امنيت د ټينگښټ، په ايران كې د افغان مهاجرو د اعدام د مخنيوي، د طبيعي پېښو او داسې نورو حادو مسايلو په مهال، ان په ځينو دغه ډول مواردو كې يو شمېر وزيران د ولسي جرګې له خوا استيضاح او بي باوره شوي هم دي.

خو يو شمېر خلك او سياسي څيړونكي له دې سره سره چې د ځينو حكومتي ارګانونو په كارونو كې هم ډيرو نيمګړتياوو ته ګوته نيسي وايي، چې وكيلانو او سناتورانو هم په تېرو څو كلونو كې د خلكو د استازو په توګه خپلې دندې سمې نه دي ترسره كړي او خپلو ګټو پسې سم دي.

د ولسمشر كرزي دوهم مرستيال او د بيړنيو حالاتو د كمېټې مشر كريم خليلي وروسته تر هغې د ولسې جرګې د انتقادونو په وړاندې غبرګون وښود، چې د دې جرګې د غړو له خوا په دې كمېټې چې ډير شمېر وزارتونه يې غړيتوب لري سيلاب ځپلو ته د مرستې رسولو په برخه كې سخت انتقادونه وشول.

ولسي جرګې سيلاب ځپلو ته د ښې مرستې د رسولو په هدف يو موقت كميسيون جوړ كړ، چې د هر ولايت يو وكيل به يي غړى وي او د حكومتي او نړېوالو ادارو له خوا به سيلاب ځپلو سيمو ته د مرستې رسولو لړۍ په ټينګه څاري.

كه څه هم د ولسې جرګې غړي وايي، چې دوى د خلكو د استازو په توګه د حكومتي ادارو كارونه څاري خو د دې جرګې تېرو كارونو او د ولسي جرګې راتلونكو انتخاباتو ته په كتو سره ځينې خلك وايي، چې د ولسې جرګې غړي هڅه كوي په دې توګه ځانونو ته انتخاباتي كمپاين وكړي.
XS
SM
MD
LG