د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

وحيد عمر:له امریکا څخه د پخو ژمنو تمه لرو


وحید عمر امریکا ته د ولسمشر کرزي اوسنی سفر په تېرو اتو کلونو کې مهم سفر وباله.
وحید عمر امریکا ته د ولسمشر کرزي اوسنی سفر په تېرو اتو کلونو کې مهم سفر وباله.

تمه ده، چې افغان ولسمشر حامد كرزې به نن په سپينه ماڼۍ كې له خپل امريكايي سيال سره وګوري.افغان دولت خوشبينه دې، چې دا سفر به نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيكو په پياوړې كولو كې مهم رول ولوبوي بلكې په افغانستان او سيمه كې په امنيت او اقتصادي ودې مثبت اغيز ولري.

د افغان امنيتي ځواكونو پياوړې كول، له وسلوالو مخالفينو سره پخلاينه او د ولسي جرګې را روان انتخابات هغه مسايل دي، چې افغان ولسمشر به يي له خپل امريكايي سيال سره په ليدنه كې مطرح كړي.

ولسمشر كرزې، چې د كابينې يو شمېر مهم غړي ور سره ملګري دي، د يكشنبې په ورځ واشنګټن ته تللی او د دغه هېواد له مشرانو سره په خبرو بوخت دې.

د ولسمشر حامد كرزي وياند وحيد عمر دا سفر په تېرو اتو كلونو كې زيات مهم وباله او ويي ويل، چې دا به په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت او اقتصادي ودې په برخه كې مهم رول ولوبوي.

ښاغلي عمر، چې د چهارشنبې په ورځ سهار له واشنګټن نه د يوې ويډيويي خبري غونډې له لارې غږيده وويل، چې افغان او امريكايي مشران به نن په سپينه ماڼۍ كې په خپلو كې وګوري، هغه د دې ليدنې د اجنډا په اړه په خپلو خبرو كې وويل:

"موږ هيله مند يو، چې دا ليدنه د دې سبب شي، چې د امريكا متحده ايالات د افغانستان په اړه نورې ژمنې هم وكړي او په ځواب كې د افغانستان دولت به هم د ښه حكومتدارۍ او د فساد پر ضد د جدي مبارزې په برخه كې خپلې ژمنې تازه كړي.

د دې تر څنګ به افغان ولسمشر د افغان امنيتي ځواكونو د پياوړې كولو او سمبالولو، له مخالفينو سره د پخلاينې او د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو په اړه هم خبرې وكړي."

افغان ولسمشر واشنګټن ته دا خبرې وروسته له هغې كړې، چې اوس اوس د لفظي شخړو يوې څپې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيكو په اړه يو لړ پوښتنې پيدا كړې.

د وحيد عمر په وينا افغان ولسمشر تر اوسه پورې د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرې په ګډون له يو شمېر چارواكو سره ليدلي، چې په كې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيكو سربيره په افغانستان كې د سولې په هڅو خبرې شوي او د دغو هڅو پراخ ملاتړ وشو.

كتونكي بيا دا سفر په داسې حال كې، چې د كابل او واشنګټن ترمنځ اړيكې له څه سونزو سره مخ شوي د سياسي پلوه مهم بولي.

افغان كتونكې او د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد نصراله ستانكزې ددې سفر پايلو ته د افغان مشرانو خوشبينې بې ځايه نه بولي او وايي، چې امريكا او افغانستان د همكارۍ پرته بله لار نه لري:

"له سياسي پلوه د كرزي دا سفر د اهميت وړ ځكه دى، چې دا يو ستراتيژيك دى، هغه په دې مانا چې د كابل او واشنګټن ترمنځ په اړيكو كې يو څه ستونزې رامنځته شوې وې خصوصا د اوباما له راتګ نه وروسته.

فكر كيږي دغه ستونزې به په دې سفر كې حل شي."

د افغانستان او امريكا تر منځ اړيكو په تېر څه باندې يو كال كې، چې په امريكا كې د بارك اوباما اداره جوړه شوې، زياتې لوړې ژورې تجربه كړي، چې اساسي علت يي هم د حامد كرزي په وړاندې د اوباما د ادارې سخت چلند ښودل كيږي.

كه څه هم واشنګټن ته د حامد كرزي له دې سفر سره په دغه دريځ كې د بدلون په اړه زياتې هيلې تړل شوي، خو دا چې دا هيلې څومره پر ځاى دي دا به د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د خبرو پايلې روښانه كړې.
XS
SM
MD
LG