د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

کلینټڼ:موږ به د با ثباته افغانستان لپاره كار وكړو


میرمن کلینټن وايي زموږ ولسونه به له نړېوالې ټولنې سره په ګډه د یوه با ثباته او کامیابه افغانستان لپاره کار وکړي.
میرمن کلینټن وايي زموږ ولسونه به له نړېوالې ټولنې سره په ګډه د یوه با ثباته او کامیابه افغانستان لپاره کار وکړي.

له امریکا ته د خپل سفر په دويمه ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي پرون د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هیلري کلینټن سره وکتل . فرانس پریس اژانس د امریکايي دیپلوماټانو په حواله وايي، چې دواړو خواو د مشترک راتلونکې په اړه خبرې وکړې.

د ښاغلي کرزي او میرمن کلینټن له خبرو وروسته د دواړو لورو لوړ رتبه مسولانو د کرنې، افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ ، مخدرو موادو پر ضد مبارزې او افغان امنیتي ځواکونو د روزنې د پروسې په اړه پراخې او مفصلې خبرې اترې پیل کړې.

هیلري کلینټن په داسې حال کې چې شاوخوا څلویښت افغان او امریکايي چارواکي په خپلو کې ناست وو وویل:

امریکا به افغانان یوازې پرې نږدي او د متحده ایالاتو ملکي ماموریت به د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې وي.

نوموړې وویل:

"دا شراکت د افغانانو په وړاندې د امریکايانود اوږدې مودې تعهد دی.

زموږ ولسونه به له نړېوالې ټولنې سره په ګډه د یوه با ثباته او کامیابه افغانستان لپاره کار وکړي.

د داسې یوه افغانستان لپاره چې د خپل ځان او سیمې لپاره د سولې او پرمختګ رامنځته کولو توان ولري او د دې پر ځای چې د القاعده او نورو سخت دریځو لپاره مصونه پناه ګاه وګرځي د هغوي په ضد مبارزه وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د دواړو هېوادونو تر منځ په اړیکو کې ورستیو لوړو ژورو ته هم اشاره وکړه او ويې ویل، په یو شمېر مسایلو کې چې د امریکا او افغانستان لپاره مهم دي اختلافات د دې سبب کېداى نه شي چې د دواړو هېوادونو د مشترکو اهدافو په وړاندې خنډونه پورته کړي.

بلکې د میرمن کلینټن په وینا دا د اعتماد د هغې سطحې څرګندونه ده، چې د ستراتیژیک او دوام داره شراکت په اړه د مثبتو خبرو لپاره ضروري دي.
ولسمشر حامد کرزی د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې سره په ماښامنۍ کې


افغان ولسمشر د امریکا له مرستو مننه وکړه، خو ټنیګار يي وکړ چې امریکايي او نړېوال ځواکونه باید د ملکي افغانانو سر او مال ته زیاته پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل، د کابل او واشنګټن تر منځ د ځینو مسلو په اړه اختلافات طبیعي خبره ده.

حامدکرزي وویل:

"د دوه پڅو او رسېدولو ولسونو او حکومتونو په توګه چې اوس افغان حکومت هم پوخ دی، وخت نا وخته به په ځینو موضوعاتو کې اختلافات وي چې دا په خپله د ټنیګو او دوام داره اړیکو ښکارندوی ده.

دغه پښې اړیکې موږ ته زموږ ګډ اهداف په نښه کوي، چې له یو بل سره یو ځای په ګډه د افغانستان، امریکا او نړۍ د امینت لپاره کاروکړو."

ښاغلي کرزي وویل، افغانستان غواړي چې خپلواک قضايي سیستم ته يې درناوې وشي او د خلکو سر او مال يې په امان کې وي.

ټاکل شوې، نن د امریکا په وخت افغان ولسمشر د متحده ایالاتو له ولسمشر باراک اوباما سره وویني.
XS
SM
MD
LG