د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

له طالبانو سره خبرې او د ښځو حقونه


د بشري حقونو نړېوال سازمان وايي ښځو ته دې د طالبانو سره په خبرو اترو کې فعال رول ورکړی شي.
د بشري حقونو نړېوال سازمان وايي ښځو ته دې د طالبانو سره په خبرو اترو کې فعال رول ورکړی شي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان له افغان او امریکا له ولسمشرانو غوښتي چې تعهد وکړي څو له طالبانو سره د روغې جوړې په موضوع کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې نه کړي.دغه سازمان له بارک اوباما او حامد کرزي نه غوښتنه کړې ده چې له واک څخه د ناوړه ګټې پورته کونکو څخه دې حساب وغواړي .

د بشري حقونو سازمان په ځانګړي ډول پر افغان ولسمشر غږ کړی چې فاسد او له واک څخه ناوړه ګټه پورته کونکي چارواکي لري کړي او هغه کسان چې مجرم پیژندل کیږي هغوي ته سزا ورکړي.

دغه سازمان دغه راز له ولسمشراوباما غوښتي چې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر ګامونه واخلي او ددغه شان پیښو د لازموتحقیقاتو لپاره زمینه برابره کړي.

د بشري حقونو د سازمان څیړونکي ریچل ریید د افغان او امریکا د مشرانو تر منځ کتنه مهمه بللې ده او ویلي دي چې اوباما او کرزی باید د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو،د جنګ سالارانو د لرې کولو،او د اداري فساد پر ضد د مبارزې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

نوموړي ویلي په دې برخو کې خبرې او وعدې زیاتې شوي خو په کمو مواردو کې عملي ګامونه اخیستل شوي دي.

د بشر د حقونو د ادارې د راپور له مخې له طالبانو او حزب اسلامي سره چې دواړه د ښځو په وړاندې د تبعیض او نا سم چلند اوږده سابقه لري ، د سولې پلان د پرمختګ په حال کې دی.

د بشر د حقونو سازمان وايي له هغو وسلوالو سره چې سوله کیږي باید له هغوي نه دا تعهد واخیستل شي چې د کار،زده کړې،او سیاسي ازادۍ په شمول د ښځو اساسي حقونه ومني.

ددې سربیره باید ښځې ددولت له وسلوالو مخالفانو سره د روغې جوړې په پروسه کې مخکښ رول ولوبوي څو له دغې پروسې څارنه وکړي.

ددغه سازمان په وینا ښځې چې په سیاسي او مدني ټولنو کې فعالیت کوې د ویرې په حالت کې دي ځکه چې نه خو دولت په سمه توګه د هغوي امنیت ساتلی شي او نه هم د هغوي د وژنې په اړه چې اکثره د سیاسي علتونو له امله وي تحقیقات کیږي.

د میچل ریید په وینا افغان حکومتونو په وار وار د ښځو حقونه قرباني کړي دي او پر چارواکو په دې لړ کې اعتماد کول ستونزمن کار دی.

د بشري حقونو د سازمان په وینا امریکايي او ناټو ځواکونو د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دوه کاله وړاندې یو څه تدابیر ونیول خو تر اوسه پورې په افغانستان ددوي په عملیاتو کې د عامو خلکو مرګ ژوبله دوام لري.
XS
SM
MD
LG