په دې سيمينار كې چې درې ورځې به دوام وكړي، د هېواد د څلور ديرشو ولايتونو د مخابراتو رييسان به په كې، د دوى سيمه ايزې تخنيكي، مسلكي او امنيتي ستونزې وړاندې كړي، مسئولين به يي په غور سره ارزيابي او حل ته به يې تدابير ونيول شي.
د افغانستان د مخابراتو د وزارت سرپرست انجنير اميرزي سنګين، چې د سې شنبې په ورځ يي سيمينار ته څرګندونې كولې وويل، چې اوس مهال مخابراتي خدمات پرته له يو څو محدودو سيمو څخه د هېواد ګوټ ګوټ ته رسيدلي او د روان كال په پلان كې به د ستونزو د لرې كولو تر څنګ نور پرمختګونه هم وشي.
ښاغلي سنګين د راتلونكو پلانونو په هكله وويل:
"موږ پلان لرو، چې د هېواد حكومتدارى الكترونيكي كړو او ټول معلومات په كې خوندي وساتو.
دوهم دا چې په مركز او ولايتونو كې د دولتي ادارو ويب سايټونه جوړ كړو.
او دريېم دا چې د نفوس تذكرې په الكترونيكي سيستم واړوو.
د دې كار لپاره اعلانونه شوي او ګټونكى كمپنۍ به پرې سږ كال لاس پورې كړي."
د مخابراتو سر پرست وزير دا هم وويل، اوس مهال د هېواد د څلور پنځه ولسواليو پرته چې د هېواد په لېرې غرنيو سيمو كې پرتې دي، د هېواد هرې سيمې ته مخابراتي خدمات رسيدلي دي.
ښاغلي سنګين زياته كړه، چې دم ګړۍ كابو دولس نيم ميليونه خلك موبايل تيليفونونه كاروي او د نورې فايبر د مزو غځېدل چې د هېواد په نورو ولايتونو كې بشپړ شوي دي، د لوګر، پكتيا اوخوست ولايتونو ته به هم وغځيږي او خلكو ته به د تيليفون او انټرنېټ زياتې اسانتياوې برابرې كړي.
د لغمان ولايت د مخابراتو رييس انجينير سيد ناصر سادات ازادۍ راډيو ته وويل، چې د دوى په ولايت كې هم داسې سيمې شته چې تر اوسه دا خدمات نه دي ور رسيدلي:
"زموږ د ولايت په ځينو غرنيو ولسواليو كې ټاورونه نصب شوي نه دي او اوسيدونكي يي له مخابراتي خدماتو بې برخي دي او فايبر نوري هم نه دي را رسيدلي او بله دا چې خلك غريب دي هيله كوي، چې د مخابراتي خدماتو بيې ښكته شي."
ښاغلي سنګين وويل، اوس مهال په هېواد كې پنځه مخابراتي شبكې فعاليت لري، چې د بهرنى پانګې اچونې اندازه يي، له يو نيم ميلياردو ډالرو څخه زياتيږي او دولت ترې دومره عواېد تر لاسه كوي، چې د هېواد د عادي بوديجې شل فيصده جوړوي.
سره له دې، چې دولتي چارواكي د مخابراتو د سيستم پراختيا په عمده لاسته راوړنو كې شمېري، خو ځيني خلك اوس هم د مخابراتي خدماتو له كيفيت، د انټرنيټ له سستوالي او د خدماتو د بيو له لوړوالي شكايت كوي.