د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۴

د ژورنالستانو ټولنه د نوي مقرراتو د عملي كولو مسئوليت نه لري


سمندر:حكومت د نوېو اعلاميو په خپرولو سره د رسنيو د سانسور هڅه كوي
سمندر:حكومت د نوېو اعلاميو په خپرولو سره د رسنيو د سانسور هڅه كوي

د افغانستان د خپلواكو ژورناليستانو ټولنې د رسنيو د سرغړونو د څيړنې كميسيون له خوا وضع شوي نوي مقررات د سانسور هڅه بللې او ويلي يې دي، چې خبريالان د دغو مقرراتو د عملي كولو مسوليت نه لري. د افغانستان د رسنيو د سرغړونې كميسيون د يوې اعلاميې په ترڅ كې له رسنيو غوښتي چې په خپلو خپرونو كې د هغه څه له خپرولو ډډه وكړي چې د افغانستان او نورو هېوادونو د اړيكو د خرابېدو سبب كيږي.

د افغانستان د حكومت او رسنيو ترمنځ د هغو نوېو مقرراتو پر سر اختلافات تر سترګو كيږي، چې له مخې يې حكومت له رسنيو په ټينګه غوښتي، د هغه څه له خپرولو ډډه وكړي چې له نورو هېوادونو سره د دغه هېواد د اړيكو د خرابېدو سبب كيږي.

دا غوښتنې د افغانستان د رسنيو د سرغړونو د څيړنې كميسيون له خوا د يوې اعلاميې په خپرولو سره په داسې وخت كې مطرح كيږي، چې د كابل د خلكو او رسنيو په منځ كې د افغان زندانيانو د اعدامولو له امله پر ايراني حكومت انتقادونو او اعتراضونو زور اخيستى دى.

د افغانستان د خپلواكو ژورناليستانو د ټولنې مشر رحيم الله سمندر وايي، د دې ټولو مسايلو په اړه د افغانستان قوانين څرګند دريځ لري، خو حكومت د نوېو اعلاميو په خپرولو سره پر رسنيو د سانسور هڅه كوي.
له رسنيو په ټينګه غوښتل شوي چې په خپلو خپرونو كې د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ بين المللي ميثاقونه په پام كې ونيسي


د نوموړي په وينا ياده شوې اعلاميه د ايران د حكومت د فشار له امله خپره شوې. سمندر ازادۍ راډيو ته وويل، افغان رسنۍ به هيڅ نوېو مقرراتو ته غاړه كښينه ږدي:

سمندر همدا راز وويل، چې د افغانستان د رسنيو د سرغړونو اوسنۍ كميسيون كوم قانوني حيثيت نه لري، ځكه چې د هغه په وينا د رسنيو نوى قانون نافذ شوى او بايد چې د دې پر ځاى نوى كميسيون رامنځ ته شوى و.

د افغانستان د رسنيو د سرغړونو د څيړنې كميسيون له خوا په خپره شوې اعلاميې كې له رسنيو په ټينګه غوښتل شوي چې په خپلو خپرونو كې د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ بين المللي ميثاقونه په پام كې ونيسي، نورو اديانو او مذهبونو ته له سپكاوي او پر شخصيتونو د تور لګولو نه ډډه وكړي كه نه نو ترعدلي څار لاندې به راشي.

بل خوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وايي، چې دا نوې غوښتنې هيڅكله پر رسنيو د محدوديت په مانا نه دي.

د افغانستان حكومت پخوا هم د بېلابېلو اعلاميو په خپرولو سره رسنيو ته لارښوونې كړي او په ځينو مواردو كې يې خبردارى هم وركړى دى.

كه څه هم د رسنيو زياتره كاركوونكي د دارنګه اعلاميو خپرول د حكومت له خوا د سانسور هڅې بولي خو افغان چارواكي استدلال كوي، چې كله نا كله رسنۍ په خپلو خپرونو كې ملي او نړېوال اصول او قوانين تر پښو لاندې كوي.
XS
SM
MD
LG