د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

معنوي:د ولسي جرګي د انتخاباتو پاتې بوديجه نړېواله ټولنه راكوي


معنوي:د دې ترڅنګ چې پردې بوديجه به د ټاكنو د خپلواك كميسيون اړتياوې پوره كړي زيات تمركز به د انتخاباتي پرسونل د ظرفيتونو په لوړولو وكړي
معنوي:د دې ترڅنګ چې پردې بوديجه به د ټاكنو د خپلواك كميسيون اړتياوې پوره كړي زيات تمركز به د انتخاباتي پرسونل د ظرفيتونو په لوړولو وكړي
د انتخاباتو د خپلواك كميسيون مشر فضل احمد معنوي د سې شنبې پر ورځ په كابل كې د ياد شوي تړون تر لاس ليك وروسته خبريالانو ته وويل، د دې ترڅنګ چې پردې بوديجه به د ټاكنو د خپلواك كميسيون اړتياوې پوره كړي زيات تمركز به د انتخاباتي پرسونل د ظرفيتونو په لوړولو وكړي:

"په دې سند کې، چې یاد شوی دی، زه د هغو مهمو ټکو ته اشاره کوم د رایې اچونې د پروسې د بیا تجدید لپاره د بودیجې او امکاناتو برابرول دي، چې دا به د جوزا له لومړۍ نېټې پیل او د سرطان تر اخره به دوام وکړي.

همدا راز د انتخاباتو لپاره تخنیکي او مالیي مرسته ده او بله موضوع چې په انتخاباتو کې ډیره مهمه ده هغه لوژیستیکي او عملیاتي برخه ده، چې هغه هم په دې پروژه کې په پام کې نیول شوې ده."

د وركړل شوېو معلوماتو له مخې د ولسي جرګې راتلونكو انتخاباتو ته له دوه نيم زرو نه ډيرو كسانو نوم ليكنه كړې، چې د دوي د اسنادو تر څيړلو وروسته به په نږدې راتلونكي كې د كانديدانو وروستۍ لست خپور شي.

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي سټيفن ديميستورا په خپلو خبرونو كې د انتخاباتو په بهير كې د دې بوديجې په سمه توګه په لګولو ټينګار وكړ او وويل چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د بهير د شفافيت لپاره بايد د انتخاباتو پرسونل وروزل شي:

"لومړۍ دا چې د دې پروژې سند له ډیرو اوږدو بحثونو له مخې ترتیب شوی دی، چې دا له تېرو جمهوري ریاست انتخاباتو پند اخیستل دي.

دا سند په دې خاطر ډیر مهم دی، چې د انتخاباتو پروسې ته د ټرېوالو د مرستې جذبول دي او بل په دې پروژه کې بل مهم کار دا دی، چې په عملي کولو سره به یي موږ د انتخاباتو په پروسه کې بریالۍ کړي.

د انتخاباتو په پروسه کې د لازم ظرفیت را وېستل دي، چې څنگه نړېواله ټولنه کولای شي د انتخاباتو د پروسې لپاره ظرفیتونه لوړ کړي."

كه څه هم چې د ولسي جرګې په انتخاباتو كې پر شفافيت ډير ټينګار كيږي، خو د كتونكو په اند د امنيت خرابوالى د انتخاباتو د بهير د شفافيت په وړاندې يو اساسي خنډ بلل كيږي.

له بل لوري د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، چې د دې ستونزې د هواري لپاره له ډيرو وخت راهيسي د كورنيو او نړېوالو امنيتي ځواكونو ترمنځ د يو جامع پلان پر جوړولو كار روان دى.

خو د جمهوري رياست تېرو انتخاباتو ته په كتو چې ډيرې پراخې حملې په كې وشوې دا چې د ولسي جرګې انتخابات به له څه ډول امنيتي فضا برخمن وي په دې اړه مخكې څه ويل ګران بريښي.
XS
SM
MD
LG