د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۷

له دولتي څوكيو نه د ناوړه ګټه اخيستنې د مخنيوي لپاره محدوديتونه لګول شوي


د چارو ځيني څېړونكي وايي چې صادرو شوو حكمونو او فرمانونو د فساد پر ضد كوم اغېز نه دى لرلى
د چارو ځيني څېړونكي وايي چې صادرو شوو حكمونو او فرمانونو د فساد پر ضد كوم اغېز نه دى لرلى

افغان دولت د اداري فساد پر ضد د جدي مبارزې لپاره په يو نوي حكم صادر كړى دى، چې د دغه حكم د هدفونو څخه يو هم د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ستراتيژۍ د څار د عالي ادارې او نورو دولتي ادارو تر منځ همږغي رامنځ ته كول دي.

په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد د سختې مبارزې او له دولتي څوكيو نه د ناوړه استفادې د مخنيوي لپاره د روانو هڅو په لړ كې افغان ولسمشر يو نوې حكم صادر كړی.

په دغه حكم كې د يو شمېر دولتي څوكيو د ترلاسه كولو لپاره سخت محدوديتونه هم لګول شوي دي.

د افغانستان د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ستراتيژۍ د څارعالي اداره وايي، چي په دغه حكم كې ډېر داسې ټكي ياد شوي، چې كولاى شي په راتلونكې كې په هېواد كې د اداري فساد په مخنوي كې ښه مرسته وكړي.

د دغې ادارې مرستيال قسيم لودين ازادۍ راډيو ته وويل:

”په دې حكم كې ډير مهم او د پام وړ موارد او مسايل راغلي، لكه چې ويل شوي له دې وروسته د لوړ رتبه دولتي چارواكو خپلوان نه شي كولى په مهمو او كليدي دولتي څوكيو كې دنده ترسره كړې.

البته په دې كې استثنات شته، چې هغه پوهه، لياقت او مسلكي وړتيا ده.

دا موارد په ځانګړي توګه په ګمركونو او نورو حسابي برخو كې ډيرپه پام كې نيول كيږي، دا ډېر مهم فكتور او حساسه خبره ده.“

د ښاغلي كرزي په دغه نوي حكم كې د افغانستان د عدليې وزرات ته دنده وركړل شوې، چې د هېواد د جزا قانون ته له سره كتنه وكړي.

همدارنګه نورو دولتي ادارو ته دنده وركړل شوې، چې خپل پلانونه په ځانګړي ډول د اداري فساد پر ضد د مبارزې د درې لومړيتوبونو په نظر كې نيولو سره د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ستراتيژۍ د څار عالي ادارې ته وسپاري.

په حكم كې د څارعالي ادارې ته ويل شوي، چې د ماليې وزرات سره په همكارۍ د ګمركي عواېدو او مالياتو څخه د ناوړې ګټې اخيستنې مخنيوى هم وكړي.

پخوا هم افغان دولت دا ډول حكمونه او فرمانونه په ځانكړي ډول د اداري فساد سره د جدي مبارزې لپاره صادر كړي وه او د څار عالي ادارې ته په دې برخه نور صلاحيتونه هم وركړل شوي وه.

خو د چارو ځيني څېړونكي وايي چې صادرو شوو حكمونو او فرمانونو د فساد پر ضد كوم اغېز نه دى لرلى.

د حقوقي چارو څېړونكى بهروز جهانيار وايي، چې افغان دولت د دغه حكم په صادرولو سره غواړي وښيي، چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره ژمن دى:

”افغان دولت د دغه حكم په صادرولو سره غواړي د نړېوالې ټولنې او عامو خلكو پام ځانته واړوي، دوى غواړي چې د خلكو پام ځان ته واړوي نو خلكو ته دې پام وكړي.

دا حكم به هغه وخت عملي بڼه خپله كړي، چې افغان دولت قوانين پر خپل ځان عملي كړي.“

يو له هغو لويو انتقادونو څخه چې پر افغان دولت په ملي او نړېواله كچه كېږي، په ادارو كې د فساد موجوديت دى.

افغان دولت هم دا مني، چې په ادارو كې يې فساد شته خو وايي، چې د مخنيوي لپاره يي له بېلابېلو لارو چارو كار اخلي.

ښاغلي كرزي دا حكم داسې وخت صادر كړى، چې نوموړى امريكا ته په سفر تللى، تمه كېږي چې د افغانستان او امريكا د مشرانو د خبرو يوه لويه برخه به په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره ځانګړې وي.


معصوم ميوند- كابل
XS
SM
MD
LG