د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

ناصر: د سياسي ګوندونو د بيا ثبتولو لپاره ټاكل شوی وخت په بشپړېدو دی


د عدليې وزرات د سياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو د سمون د چارو رييس محمد ناصر حافظي
د عدليې وزرات د سياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو د سمون د چارو رييس محمد ناصر حافظي

د افغانستان د عدليې وزارت چارواكي وايي، چې د سياسي احزابو د بيا ثبت په لړۍ كې تر اوسه پورې يو حزب له سره خپل نوم ثبت كړي دي. د عدليې وزارت د ټولنيزو او سياسي احزابو د انسجام رياست وايي، دا ځل يې د سياسي حزبونو د بيا ثبت لپاره شرايط سخت كړي. خو يوشمېر سياسي حزبونه د عدليې وزارت له خوا د سياسي حزبونو په برخه كې روان بدلون كافي نه بولي او وايي دا د يو حزب ډير اسانه كار دی.

په افغانستان كې د سياسي ګوندونو د بيا ثبتولو بهير، چې هدف يې د سياسي ګوندونو ملي كول ښودل كيږي له تېرو څو مياشتو راهيسې روان دی.

د عدليې وزرات د سياسي ګوندونو او ټولنيزو سازمانونو د سمون د چارو رييس محمد ناصر حافظي ازادي راډيو ته په يوه ځانګړې مركه كې وويل، دغه لړۍ د سياسي ګوندونو په قانون كې د نویو بدلونونو له مخې پيل شوی، چې په كې سياسي ګوندونو ته د پخوا په پرتله سخت شرايط په پام كې نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا كه څه هم د دوى له خوا د سياسي ګوندونو د بيا ثبتولو لپاره ټاكل شوی وخت د بشپړېدو په حال كې دی، خو تر اوسه پورې يوازې يو سياسي ګوند د دوى نوي شرايط، پوره كړي:

"موږ غواړوهغه حزبونه، چې په عدليې وزارت كې بيا ثبت شي هغه بايد افغانستان شموله شي.

نو په دې خاطر موږ د سياسي احزابو په قانون كې بدلون را وست، نو هر هغه حزب چې غواړي ځانونه بيا راجستر كړي هغه بايد لږ تر لږه لس زره ډكې كړي فورمې، د رايې اچونې كارتونه او د تذكرې فوتو كاپي راوړي او د دې ترڅنګ هغوی بايد په څلور دېرشو ولايتونو كې استازي ولري، چې عمر يې له پنځه ويشت كلونو ټيټ نه وي او زده كړې يې هم بايد تر دولسم ټولګي كمې نه وي."

د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې تر دې مخكې يو سياسي ګوند مكلف و، چې يوازې د خپلو اوو سوو پلويانو اسناد دوى ته وړاندې كړي.

خو په كابل كې د افغانستان د حزب اسلامي د دفتر مسوول سيد رحمان واحد يار بيا د عدليې وزارت له خوا سياسي ګوندونو ته د بيا ثبت شرايط ساده او اسانه بولي، چې د ده په وينا هر سياسي ګوند يې په اسانۍ سره پوره كولاى شي.

ښاغلي واحد يار له عدليې وزارت څخه د سياسي ګوندونو د فعاليتونو سمون لپاره د لا زياتو سختو مقرراتو د وضع كولو غوښتنه وكړه.

په افغانستان كې د سياسي ګوندونو د فعاليت لپاره دا نوي شرايط په داسې حال كې ټاكل كيږي، چې د ډيرو په اند په تېرو څو كلونو كې د سياسي ګوندونو فعاليت ګټوره نه وو.

د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استا ودير صافی هم دغه ټكي ته په اشارې وايي، چې په هيواد كې سياسي احزاب ښه مخينه نه لري.

بل پلو بيا د افغانستان د حزب اسلامي مسوول په تېرو څو كلونو كې د سياسي حزبونو د فعاليت كمرنګي له سياسي حزبونو څخه د دولت نه ملاتړ او د روانو نا امنيو پراخېدل بولي.

اوس مهال په افغانستان كې يوسلو لس سياسي ګوندونه فعاليت كوي، چې د كتونكو په اند تر ډېره يې په ټولنه كې قومي مذهبي او ژبنيو مسايلو ته لمن وهي.

دوی وايي، له دې ګوندونو ډيري يې د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ فعاليت كوي، چې د دوى دې كار د ټولنې لپاره ډيرې ستونزې پيداكړي دي.

د كتونكو په باور افغان دولت بايد په هېواد كې د سياسي ګوندونو د فعاليتونو د ګټوره كولو او د دوى په شمېر كې د كمښت لپاره لا سخت قوانين نافذ كړي.

راپور: ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG