د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

يو شمېردولتي كاركونكي به د اداري اصلاحاتود پروګرام تر پوښښ لاندې راشي


د دولتي ادارو د بشري منابعو د رييسانو د همغږۍ د كمېټې په دې لومړنۍ غونډه كې په هغو مسايلو خبرې وشوې
د دولتي ادارو د بشري منابعو د رييسانو د همغږۍ د كمېټې په دې لومړنۍ غونډه كې په هغو مسايلو خبرې وشوې

په دولتي ادارو كې د اداري اصلاحاتو د پروګرامونو د پلې كولو ترڅنګ د دغو ادارو د كاري كيفيت لوړول هغه اساسي مساله وه، چې په دې غونډه كې پرې خبرې وشوې. په افغانستان كې د اداري اصلاحاتو پروګرام په ۱۳۸۲ لمريز كال كې پيل شوې او ويل كيږي، چې تر راتلونكو څلورو كلونو پورې به په ټولو څلور پنځوس دولتي ادارو كې پلې شي.

د دولتي ادارو د بشري منابعو د رييسانو د همغږۍ د كمېټې په دې لومړنۍ غونډه كې په هغو مسايلو خبرې وشوې، چې د اداري اصلاحاتو په برخه كې موجود دي.

د اداري اصلاحاتو د خپلواكې ادارې رييس ډاكټر احمد مشاهد د غونډې د پرانستلو په مهال په خپلو خبرو كې وويل، چې دوى تراوسه پورې دا اصلاحات د كميت له پلوه پرمخ وړل حال دا، چې نړېواله ټولنه له دوى نه په ادارو كې كاري كيفيت هم غواړي.

د ښاغلي مشاهد په وينا دا د هرې دولتي ادارې د بشري منابعو د رييس دنده ده، چې په خپلو اصلاحي پروګرامونو كې دا ټكې په پام كې ونيسي:

"په روان كال كې دا هم د نړېوالې ټولنې او هم د افغان دولت تاكيد دې، چې د اداري اصلاحاتو په پروګرام كې د كميت ترڅنګ د كيفيت په برخه كې هم يو څه ژمن و اوسو.

كه چېرې موږ د افغانستان ټول وزارتونه او ټولې ملكي ادارې په دې نوي سيسټم كې داخل كړو او نتايج و نه لرو او خلكو ته د حكومتي خدماتو په برابرولو كې پرمختګ رامنځ ته نه شي نو دا هرڅه بې ګټې دي."

د ښاغلي مشاهد په وينا پس له دې نړېواله ټولنه نه غواړې، چې افغانستان ته په بې قاعده ډول امكانات په واك كې وركړي، ځكه دوى د حكومتدارۍ په برخه كې د مثبت بدلون غوښتونكې دي.

د نوموړي په وينا افغانستان د ښه حكومتدارۍ او د كاري وړتياو د لوړولو په برخه كې د نړېوالې ټولنې په وړاندې مكلف دې او دا هدف يوازې هغه وخت ترلاسه كېداى شي، چې اداري اصلاحات په سمه توګه پلې شي.

د اداري اصلاحاتو كمسيون وايي، چې پس له دې به د دولتي كاركوونكو د رتبو او امتيازاتو لوړول د دوى د كاري كيفيت په پام كې ساتلو سره كيږي، حال دا چې د افغانستان په اوسني اداري سيسټم كې دا مساله مطرحه نه وه.

خو كتونكي بيا كه څه هم په افغانستان كې د اداري اصلاحاتو پلې كول ضروري بولي، خو وايي، چې ځينو حساسيتونو، چې د دې اصلاحاتو د پلې كولو د څرنګوالي په برخه كې موجود دي په ملكي خدماتو كې كوم ځانګړې بدلون نه دې رامنځ ته شوې.

په افغانستان كې په دولتي ادارو كې د اصلاحاتو پلې كول او د فساد له منځه وړل له افغان دولت نه د نړېوالې ټولنې اساسي غوښتنې جوړوي، خو بالاخيره دغه ادارې د نړېوالو مرستو د لګولو او خلكو ته د ښو خدماتو د برابرولو وړتيا ترلاسه كړي.

د كتونكو په وينا ترهغو، چې افغان دولت په دې برخه كې په جدي اقداماتو سره نړېواله ټولنه قانع نه كړي نو دا لرې بريښي، چې مرسته كوونكي هېوادونه دې دې ته غاړه كيږدي، چې له افغانستان سره خپلې مرستې د دولتي ادارو له لارې ولګوي.
XS
SM
MD
LG