د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

افغانان امريكا ته د كرزي له سفرنه څه تمې لري؟


ولسمشر كرزى
ولسمشر كرزى

كه څه هم په دې وروستيو كې د افغانستان او امريكا د چارواكو ترمنځ د اړيكو د خړ پړتيا راپورونه وركړل شول او پر يو بل يې شديد انتقادونه وكړل، خو امريكا ته د ولسمشر حامد كرزي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيكو په برخه كې تازه هيلې راټوكولي دي.

زياتره عام افغانان امريكا ته د ولسمشر حامد كرزي سفر ته په دې تمه دي چې د هغو ستونزو د هواري په اړه به په كې مهمې موافقې وشي چې افغانان ترې كړيږي.

افغان چارواكو ويلي، ولسمشر حامد كرزى به چې د كابينې ګڼ شمېر وزيران ورسره ملګري دي، له امريكايي چارواكو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په ستراتيژيكو اړيكو، امنيت، اقتصادي ودې، حكومتوالي او له وسلوالومخالفينو سره د روغې جوړې په ګډون په يو شمېر مهمو مسايلو خبرې وكړې.

ټاكل شوې، چې د چهارشنبې په ورځ به د افغانستان او امريكا ولسمشران سره مخامخ خبرې اترې وكړي.

د سياسي چارو كارپوهان هم امريكا ته د ولسمشر سفر د امريكا او افغانستان د اړيكو په برخه كې مهم بولي.

د ويسا ورځپاڼې مسئول مدير محمد زبير شفيقي په دې باور دى چې ولسمشر به د امريكايي چارواكو له تود هركلي سره مخ شي.

هغه له ازادۍ راډيو سره په خبرو كې په دې برخه كې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله د ولسمشر بارك اوباما خبرو ته اشاره وكړه چې خپلو سلاكارانو ته يې ويلي و، له ولسمشر سره بايد په عام محضر كې په ډير احترام چلند وشي.

شفيقي په افغانستان كې د امريكا په روانۍ ستراتيژۍ كې په بدلون ټينګار وكړ او ويې ويل، دا سفر به هغه وخت مثبتې پايلي ولري چې دواړه ولسمشرانو پر مسايلو سپينې خبرې وكړې:

"د ولسمشر له سفر نه مخكې له افغانستان سره ځينې مسايل شريك شوي دي، دا مسايل كولاى شي، چې موږ هيله من كړي چې د امريكا متحده ايالات به دا ځل هم د پخوا په شان د افغانستان او د خلكو په وړاندې يې اوږد مهالى ژمنه وكړي."

افغان چارواكي د افغانستان او امريكا د جمهور رئيسانو ترمنځ وروستي اختلافات جدي نه بولي او په دې باور دي چې د نظر دارنګه اختلافات د افغانستان او امريكا په ستراتيژيكو اړيكو اثر نه شي پريباسلى.

د افغان حكومت د رسنيو او معلوماتو د مركز مشر حكيم عاشر هم په دې باور دى چې چې امريكا به له افغان پلاوي سره په خپلو اوږد مهالو تعهداتو يو ځلې بيا ټينګار وكړي.

د افغانستان ولسمشر په داسې حال كې امريكا ته سفر كوي چې په افغانستان كې د امريكا د نوې ستراتيژۍ له مخې پوځي عملياتو زور اخيستې اوبل خوا د راپورونو له مخې له دغې جګړې څخه د امريكا د ولس ملاتړ هم مخ په كمېدو دى.

له همدې امله كتوونكي هغه پريكړې د اهميت وړ بولي چې په روانو څو ورځو كې به يې په واشنګټن كې افغان او امريكايي چارواكي وكړي.
XS
SM
MD
LG