د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

ولسي جرګې له سيلاب ځپلوسره د مرستې لپاره كميسيون جوړكړ


يونس قانوني:دا موقت خپلواك كميسيون بايد د دې بحران او ناورين تر پايه فعاليت وكړي
يونس قانوني:دا موقت خپلواك كميسيون بايد د دې بحران او ناورين تر پايه فعاليت وكړي

د افغانستان ولسې جرګې د طبيعي پېښوله امله د زيانمن شوو د ارزيابۍ اوهغوى ته د اړوندو ارګانونوله خوا د منظمو مرستو د رسولو لپاره يو موقت كميسيون جوړ كړ. دا موقت كميسيون، چې په ولسې جرګې كې د هر ولايت يو وكيل په كې غړيتوب لري ترډيره به په خپلواك ډول فعاليت كوي .

او دا به څاري چې په كومو سيموكې خلك د سيلابونو او نورو طبيعي پېښو له امله زيانمن شوي او مرستو ته اړتيا لري.

د ولسې جرګې رييس محمد يونس قانوني د دوشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه كې وويل، چې ددې موقت كميسيون له فعالېدو سره به سيلاپ ځپلو او د طبيعي پېښو له امله زيانمن شوو كسانوته د مرستې رسولو لړۍ چټكه او منظمه شي:

"دا موقت خپلواك كميسيون بايد د دې بحران او ناورين تر پايه فعاليت وكړي، د اضطراري حالاتو له كمېټې سره هم وګوري او له خلكو سره اړيكي هم ولري.

دغه راز له نړېوالې ټولنې او موسسو څخه مرستې وغواړي اوهره ورځ دې له خپلو كاري پرمختګونو څخه موږ ته راپور راكړي."

د ولسې جرګې د غړو له خوا دا پريكړه وروسته ترهغې وشوه، چې د وروستيو سيلابونو له امله د افغانستان په كابو يوولسو شمالي او مركزي ولايتونو كې د سختو سيلابونو له امله شاه خوا سل تنه مړه شول، لسګونه نور ټپيان دي اوسلګونه كورونه هم نړېدلي دي.

دغه راز ويل شوي، چې زرګونه څاروي هم له منځه تللي اوپه ځينو سيمو كې مواصلاتي لارې هم د سيلابونو له امله پرې شوي دي.

په عين حال كې د ولسې جرګې يو شمېرغړي وايي، چې اړونده حكومتي ادارې سيلاب ځپلو سيمو ته لازمې مرستې نه دي رسولي او دا مهال ډيرشمېر زيانمن شوي خلك عاجلو او بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د ولسې جرګې ډيرشمېرغړي له سيلاب ځپلو خلكو سره د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ملي ادارې او د اضطراري حالاتو د كمېټې كړې مرستې كافي نه بولي



خو د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي اداره وايي، چې دوى او د ملګرو ملتونو ځينو موسسو د افغانستان په بېلا بېلو برخو كې سيلاب ځپلو خلكو ته يا مرستې رسولي او يا هم د مرستو د استولو په حال كې دي.

د دې ادارې مشر ډاكټرعبدالمتين ادراك ازادۍ راډيو ته وويل، چې د ولسمشر د دوهم مرستيال او د اضطراري حالاتو د كمېټې د مشركريم خليلي په مشرۍ سيلاب ځپلو سيمو ته د مرستې رسولو بهيرګړندي شوي دي:

"بغلان،جوزجان،فارياب،دايكندي،غور،باميان،تخار،بدخشان او نورو سيلاب ځپلو ولايتونو ته موله امكاناتو سره پلاوي ليږلي چې له سيلاب ځپلوخلكوسره هراړخيزې او لازمې مرستې وكړي.

دغه راز د ملګرو ملتونو موسسې هم له موږ سره همكاري كوي او د كليو د بيارغونې او پراختيا او فوايد عامې وزارتونو ته وظيفه سپارل شوې چې د لارو د بيرته خلاصولو په برخه كې جدي اقدام وكړي.موږ په دې برخه كې جدي كاركوو"

خود ولسې جرګې ډيرشمېرغړي له سيلاب ځپلو خلكو سره د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ملي ادارې او د اضطراري حالاتو د كمېټې كړې مرستې كافي نه بولي، دوى وايي چې د دغو دواړو ادارو مسوولان او ځينې نورحكومتي چارواكي بايد په دې برخه كې ولسې جرګې ته ځواب ووايي او د غفلت او بي پروايي په صورت كې بايد له قانوني چلند سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG