د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

افغان حكومت: طالبان دې په بل هېواد كې سياسي پناه واخلي


افغان حکومت د سولې لپاره دا طرحه چې د رویټرز خبري اژانس په وینا یوه مهمه برخه یې طالبانو ته په یوه بل هېواد کې د سیاسي پناه د اخیستو وړاندیز دی په داسې حال کې جوړوي چې څو اونۍ وروسته په کابل کې د سولې د مشورتي جرګې جوړېدل په پام کې دي.له وسله والو طالبانو سره سوله به د دې جرګې له مهمو بحثونو څخه وي.

همدا راز د راپورو له مخې له طالبانو سره د سولې پلان به په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د افغانستان د ولسمشر حامدکرزي د خبرواترو مهمه برخه وي.

د رویټرخبري اژانس د راپور له مخې د حکومت د سولې د طرحې په مسوده کې راغلي دي چې افغانان نور نو له جګړې او نفاق څخه ستومانه شوي او ډېرې اوښکې یې توی کړې دي.

مسوده پر افغانانو غږ کوي چې نفاق پرېږدي او یووالي ته مخه کړي. په دې طرح کې همدا راز ویل شوي دي چې په هېواد کې د ثبات د راوستو لپاره باید طالبان په ټولنه کې بیا سوله ایز ژوند پیل کړي او پخلا شي.

د حکومت د سولې د پلان مسوده په هېواد کې د امنیت راوستو لپاره طالب مشرانو ته یولړ شرایط وړاندې کوي چې د ملګروملتونو له خوا له جوړ شوي تور لیست څخه د دوی د نومونو اېستل، له القاعده شبکې سره د اړیکو پرې کول، د دوی امنیت ساتل او په پای کې په یودرېم هېواد کې دوی ته په تبعید کې د استوګنې د امکاناتو برابرول په کې شامل دي.

په مسوده کې په دې اړه نور جزییات نه دي راغلي خو ښايي له دریم هېواد څخه مقصد سعودي عربستان وي ځکه دا هېواد له دې مخکې لږترلږه یوځل د افغان حکومت او وسله والومخالفینو ترمنځ د سولې د خبرواترو کوربه و.

په داسې حال کې چې زرګونه امریکايي اضافي سرتېري افغانستان ته رسېدلي او زرګونه نور پرلاره دي، د راپورونو له مخې واشنګټن د ولسمشر حامدکرزي د سولې د پلان په اړه په احتیاط سره خبرې کوي، وایي:

تراوسه لا وختي ده چې په دې برخه کې د پرمختګ تمه وشي په تېره په را روانو څومیاشتو کې چې په افغانستان کې د امریکا د پوځ عملیات په پراخېدو دي.

ولسمشر حامدکرزي څو اونۍ مخکې په کابل کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له هیات سره وکتل، خو طالبانو پرله پسې د افغان حکومت د سولې وړاندیزونه رد کړي او ویلي یې دي چې له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې د خبرو اصلي شرط دی.

د افغان حکومت چارواکو له طالبانو سره د سولې د خبرواترو په اړه له دې مخکې هم ویلي و، چې د سولې پلان د طالبانو پیاده جنګیالیو، وړو ګروپونو او سیمه ایزو قوماندانانو ته په ټولنه کې د عادي ژوند د امکاناتو پر برابرولو تمرکز کوي.

په هغه نړېوال کنفرانس کې چې د روان کال په پیل کې په لندن کې جوړ شو، مرستندویو هېوادونو له وسله والوطالبانو سره د سولې د پروګرام د لګښتونو لپاره د ۱۶۰ میليونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

په پام کې ده د دې پروګرام په اړه نور بحثونه په هغه نړېوال کنفرانس کې وشي چې د لندن د کنفرانس په دوام په نژدې راتلونکي کې په کابل کې پام کې دی.
XS
SM
MD
LG