د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

مشرانوجرګه::سيلاب ځپلو سره دې د مرستو لړۍ وڅيړل شي؟


نړېوالو موسسو سره په ګډه له زيانمنو شوېو خلكو سره د لا ډيرو مرستو لپاره هلې ځلې روانې دي
نړېوالو موسسو سره په ګډه له زيانمنو شوېو خلكو سره د لا ډيرو مرستو لپاره هلې ځلې روانې دي

د روان كال په شان په تېرو كلونو كې هم د افغانستان په زياترو ولايتونو كې د يو شمېر سيمو اوسيدونكو ته د شدېدو سيلابونو له امله د سر او مال شديد زيانونه اوښتي دي، چې ځينې چارواكي وايي، دا پېښې مشخص عوامل لري.

سيلابونه معمولاً د هوا له ګرمېدو سره او د شدېدو بارانو د اورښت له امله د افغانستان په ګوټ ګو ټ په ځانګړې توګه شمالي او لويديځو ولايتونو كې سيلابونه ډير راوځي.

د افغانستان د كليو د پراختيا وزارت چارواكي وايي، دا چې سيلابونه ولې خلكو ته د سر او مال درانه زيانونه اړوي اساسي عوامل يي په هغو سيمو كې د خلكو ميشتيدنه چې له خطر سره مخ دي همدا راز د ځنګلونو او استندادي ديوالونو نشتوالى دى.

د دغه وزرات سلاكار انجنيرغلام حيدر د يكشنبې په ورځ د مشرانو جرګې غونډې ته په دې اړه وويل:

"ليدل شوي، چې څلويښت تر پنځوس فيصدو هغه كورنۍ چې سيلابونو زيانمنې كړي دي، عوامل يې په داسې ځاى كې د نفوس ډيروالىاو د كورنيو متمركز كېدل دي، چې د سيلابونو مخه پرې وي. يعنې دوى له پلان نه پرته كورونه جوړ كړي او د انجنيرۍ او مسلك له پلوه ورته نه دي ويل شوي، چې دا ځاى د سيلاب تر خطر لاندې دى، همدا راز موږ لازم تحكميات نه لرو، په زرګونو كيلومتره ته اړتيا ده."

هغه په دې ټينګار وكړ، چې ددې ستونزو د حل لپاره دولت بايد يو پراخ پلان جوړ كړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د يكشنبې په ورځ خپلې غونډې ته د پېښو په وړاندې د مبازرې د ملي ادارې، سرې مياشتې ټولنې او د فوايدې عامې او د كليو پراختيا وزارت چارواكي خپلې غونډې ته وربللى و، چې د وروستيو سيلابونو په عواملو او زيانونو وغږيږي.

د مشرانو جرګې يو شمېرغړو انتقاد كاوه چې دولتي ادارې نه دي توانيدلي چې په وخت سره د سيلابونو د زيانونو مخه ونيسي.

د مشرانو جرګې يوې غړې شهناز غوثي په دې اړه وويل:

"نه پوهيږم چې ولې د دوى دا اضطراري كمېټې له خپل ځانه د عمل ابتكار نه لري.

يانې مخكې له دې چې پېښه وشي، ولې يې مخنيوى نه كوي. زما دا پوښتنه ټولو وزير صاحبانو ته متوجه كيږي، چې بايد مخكې له مخكې د پېښو د زيانونو د مخنيوي لپاره اقدامات وكړي."

د افغانستان له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې د پاليسو د انسجام رئيس انجنير محمد صديق حسني وويل، په تېرو درېو ورځو كې په څوارلسو ولايتونو كې سيلابونه راغلي دي، چې نوي كسان په كې مړه شوي، څه باندې دوه سوه ټپيان شوي، لس زره حيوانات او له سلو زرو نه ډيره كرنيزه ځمكه يې له منځه وړې ده.

حسني وويل، په زياترو ولايتونو كې له زيانمو خلكو سره د خوراكي موادو، درملو او نورو موادو مرستې شوي، چې د هغه په وينا كافي نه دي.

حسني زياته كړه، د نهو ولايتونو لپاره چې خلك په كې ډير زيانمن شوي دي، هر يوه ته يې له يوه تر دوو مليونو افغانيو پورې پيسې ځانګړي شوي دي، همدا راز له نړېوالو موسسو سره په ګډه له زيانمنو شوېو خلكو سره د لا ډيرو مرستو لپاره هلې ځلې روانې دي.

كه څه هم په تېرو كلونو كې هم افغان چارواكو او نړېوالو موسسو له سيلاب ځپلو خلكو سره ورته مرستې كړې وې، خو خلك او يو شمېر كارپوهان په دې باور دي چې د سيلابونو د راتلو د ستونزې د حل لپاره لپاره بايد اساسي لارې چارې ولټول شي.
XS
SM
MD
LG