د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۱۱

د بهرنیوچارو وزیر ولسي جرګې ته وغوښتل شو


زلمی رسول وايي، چې تر اوسه په ایران کې ۹ تنه افغانان اعدام شوي دي.
افغان دولت د ايران د نه همكارۍ سره سره هڅه كوي، چې په دغه هيواد كې د افغان بنديانو د اعدام مخنيوی وكړي او هغوى هېواد ته راوګرځوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير، چې د شنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته يې په ايران كې د افغانانو د اعدام د مخنيوي لپاره د خپلو هڅو په اړه معلومات وركول وويل، چې د ايراني د لوري معلوماتو له مخې تراوسه پورې په ايران كې نهه افغانان اعدام شوي، خو د ده په وينا دوى دغه شمېره نه شي منلی.

ډاكټر زلمي رسول وويل، چې په تهران كې د دوى سفارت څو څو وارې له ايراني چارواكو غوښتي، چې ورته د افغان بنديانو د محاكمې د بهير د څارلو اجازه وركړي خو د ده په وينا ايران دا غوښتنه رد كړې.

"له ايراني چارواكو ګيله مند او خواښينى يو، چې زموږ د مسلسلو غوښتنو سره سره يې افغان زندانيانو ته د قونسلي خدماتو د رسولو په برخه كې لازمې مرستې ونه كړې او د محكمو په بهيركې يې هم دوى ته برخه نه ده وركړې. موږ هيله مند يو چې ايراني چارواكې له نړيوالو او صولو سره سم
په دې هكله له موږ سره مرسته وكړي."

د افغانستان په لويديځ كې خپاره شوي راپورونه وايي، چې ايران تر دې مه شاوخوا پنځوس افغانان اعدام كړي او مړي يې د دوى خپلوانو ته سپارلي دي.

اوسمهال د ايران په زندانونو كې، پنځه زره افغانان بنديان دي او ويل كيږي چې پر درې زرو يې د اعدام حكم شوى دى.

د بهرنيو چارو وزير وويل، ايران وايي چې تر زرو پورې افغان بنديان به افغانستان ته وسپاري.

د ولسى جرګى غړو په دې برخه كې د افغان حكومت پركمزورو اقداماتو انتقادونه وكړل او ټينګار يې وكړ، چې حكومت دې پر ايران زور واچوي چې د افغان بنديانو اعدامول بند كړي.

د ولسى جرګي رييس محمد يونس قانوني وويل، د بهرنيو چارو وزارت دى داسې يوه لاره غوره كړي، چى په ايران كې د افغان بنديانو د جرمونو په هكله عادلانه پريكړې وشي. ده وويل:

"د بهرنيو چارو له وزارت مو هيله ده، چې د كره شمېرې د لاسته راوړلو ترڅنګ هڅه وكړي، چې د مجرمينو د جرمونو توپير معلوم كړي، په بهر كې د خپلو اتباعو د حقوقو ساتلو ته مكلف يو، چې د پېښو څرنګوالى ځانته معلوم كړو."

د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې اكثره افغانان، چې په اعدام محكوم شوي دي، جرم يې د نشه يي توکو موادو قاچاق دى.

خو د ولسى جرګې غړي وايي، ايران تراوسه نه دي توانيدلي، چې افغان لوري په دې قانع كړي چې ايا د اعدام پرېكړې عادلانه وي او كه نه؟ او افغان بنديانو مدافع وكيل درلود او كه نه؟

كابل ښاريانو تيره اوونۍ دوه ځلې د مظاهرو په كولو سره په ايران كې د افغان بنديان اعدامول وغندل.
XS
SM
MD
LG