د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

په كابل كې دشاه عروس دبند دجوړولو د تړون لاسليك شو


د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وزیر اسماعیل خان او د تابله پرهون د ايراني شركت مسوول انجنير خياميان
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وزیر اسماعیل خان او د تابله پرهون د ايراني شركت مسوول انجنير خياميان

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت او د يوه ايراني خصوصي شركت ترمنځ د شنبې په ورځ د كابل په شكردره ولسوالۍ كې د شاه عروس د اوبوبند د جوړولو تړون لاسليك شو. د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې په دې بند به د افغان حكومت له بودجې څخه څه باندې څلويښت مليونه ډالره ولګول شي.

د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې د برښنا توليد، د كرنيزو ځمكو د خړوبولو لپاره د بندونو جوړول او بهر ته د افغانستان د اوبو د بهېدو مخنيوى د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له كاري لومړيتوبونو څخه بلل كيږي.

په همدې هدف د شنبې په ورځ د كابل ښار په شمال كې د شاه عروس په نوم د اوبو د يوه بند د جوړولو تړون لاسليك شو.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې ډېرژر به په هرات، فارياب او پكتيا ولايتونو كې هم د اوبو د درېيو نورو بندونو د جوړولو كار پيل شي.

د اوبو اوانرژۍ وزير محمد اسماعيل وويل، چې د شاه عروس په بند د حكومت له بودجې څخه څه باندې څلويښت مليونه ډالره لګول كيږي او دا بند به يو اعشاريه دوه ميګاواټه برېښنا توليد او اتلس سوه هكتاره كرنيزه ځمكه به خړوبه كړي.

ښاغلي محمد اسماعيل وويل، چې د افغانستان په سطح د اوبو څه باندې دوه سوه بندونه سروې شوي چې ځينې يې برېښنا هم توليدوي:

"موږ تراوسه په ټول افغانستان كې د اوبو دوه سوه اته بندونه له اقتصادي او تخنيكي پلوه سروې كړې او څو راتلونكو مياشتو كې به اوبو د څو نورو لويو بندونو د جوړولو تړون هم لاسليك كړو.

شاه عروس لومړنى بند دى چې جوړول يې پيليږي او هڅه كوو، چې نور بندونه هم په چټكۍ سره جوړ كړو."

د كابل په شكردرې ولسوالۍ كې د اوبو دا بند په داسې حال كې جوړيږي، چې په تيرو څو كلونو كې د افغانستان په حكومت په ځانګړي توګه د اوبو او انرژۍ په وزارت داسې انتقادونه كيږي، چې ګوندې د ابو د بندونو په جوړولو كې پاتى راغلى او د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې د اوبو د نشتوالي له امله كرنيزې ځمكې شاړې پرتې دي او په ډېرو سيمو كې خلك برېښنا نه لري.

د كابل ښار په شمال د شكردرې په ولسوالۍ كې د شاه عروس د اوبو بند د تابله پرهون په نوم د ايرانۍ كمپنۍ له خوا د درې نيموكلونو په موده كې په اساسي ډول جوړيږي، چې دوه پنځوس متره لوړوالى لري او د اوه اعشاريه څلور مليون متر مكعبه اوبود ذخيره كولو ظرفيت لري.

د تابله پرهون د ايراني شركت مسوول انجنير خياميان د تړون د لاسليكولو په مهال وويل، دوى به ډېره هڅه وكړي، چې دا بند په لوړ كيفيت او لږ وخت كې جوړ كړي، د ده په خبره د شاه عروس د بند په جوړولو كې به ترډيره افغاني انجنيران او كاركوونكي په كار وګمارل شي:

"د شاه عروس د اوبو په بند كې به درې سوه كسان كاروكړي، له دې ډلې څخه به يوازې په سلو كې پنځه ويشت ايرانيان وي او پاتې برخه يې افغانان دي.

موږ په خپله ژمنه كې جدي يو او له هره پلوه به خپل كار ښه او منظم پرمخ بوځو."

تردې وړاندې په هملند، ننګرهار، لغمان او ځينو نورو ولايتونو كې هم د اوبو د ځينو بندونو ترميم پيل شوى، چې كولاى شي زرګونه هكتاره كرنيزه ځمكه خړوبه او ډېره برېښنا هم توليد كړي.

خو د اوبو او انرژۍ وزارت دغه هڅې خلك او اقتصادي كارپوهان كافي نه بولي او وايي، چې افغان دولت د اوبو د بندونو په جوړولو كې لاس ته راوړنې نه لري او دا مهال د افغانستان ډيرې اوبه ګاونډيو هيوادونو ته بهيږي او افغانستان لكه څنګه چې لازمه ده ورڅخه ګټه نه پورته كوي.

دوى وايي، كه چيرې افغان حكومت د نړيوالې ټولنې په مرسته بهر ته د افغانستان د اوبو د بهيدو مخه ونيسي نوهم به ډېرې كرنيزې ځمكې خړوبې شي او هم به افغانستان له بهر څخه د برېښنا د را واردولو اړتيا ونه لري.
XS
SM
MD
LG