د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

بارکزی: په راتلونکي ټاکنو کې د نوماندو ښځو په شمېر کې زیاتوالی راغلی


د افغانستان دانتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال ذكريا باركزي
د افغانستان دانتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال ذكريا باركزي

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره د نوم ليكنې د لړۍ له ختمېدو سره سم حامد كرزي په راديو يې وينا كې له كانديدانو وغوښتل، چې په انتخاباتو كې دې د امنيت د ټينګښت او د ملي يووالي په پام كې نيولو سره دې خپلې انتخاباتي مبارزې پر مخ بوزي. په همدې حال كې د انتخاباتو خپلواك كميسيون هم د ولسي جرګې په راروانو انتخاباتو په كانديدانو كې د ښځو ونډه د تېرو انتخاباتو په پرتله ډېره وبلله.

د ولسي جرګې د انتخاباتو د كانديداتورى د پروسې په پاى كې دا څرګنده شوه، چې د ۲۰۰۴ ميلادي كال د انتخاباتو په پرتله د راتلونكو انتخاباتو په كانديدانو كې د ښځو په ونډه كې سل تنه ډېروالى راغلى دى.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون چارواكي وايي، د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته ۲۸۰۰ كسانو ځانونه كانديد كړي، چې له څلوروسو څخه ډېرې يې ښځې دي.

افغان ولسمشر حامد كرزي د يوه پيغام په خپرولو سره خلك ملي يووالي ته راوبلل، او د ولسي جرګې په ټولو كانديدانو يې غږ وكړ، چې د بشرحقونو په پام كې نيولو سره دې خپلې انتخاباتي مبارزې ته دوام وركړي.

ولسمشر حامد كرزي خلكو ته د خپلې راډيويي وينا په يوه برخه كې وويل:

"ګرانو هېوادوالو دا دی اوس د ولسي جرګې د دویمې دورې انتخاباتو ته تیاری نیسو. د ثبت نام مرحکه پای ته ورسېده او د انتخاباتو لپاره د امادګۍ نورې مرحلې یو پر بل پسې پر مخ ځي او موږ امېدواره یو، چې د روان کال د سنبلې په ۲۸ مه به زموږ خلک انتخاباتي مراکز ته لاړ شي او خپلې خوښې کاندانو ته رایه وکړي.

خویندو او ورونو څنګه چې زموږ په هېواد کې د ثبات او ملي حاکمیت د ټینګښت لپاره د جمهوري ریاست او ولایتي شورا انتخابات ضروري وو، دغه ملي شورا انتخابات هم د هېواد د ثبات او حاکمیت لپاره ډېر ډېر ضروري دي.

زموږ هغه کاندیدان چې په ولسي جرګې کې د ګډون حق ترلاسه کوي، د انتخاباتي مبارزو په دوران کې باید د خلکو د ملي وحدت او یووالي، د دوی د بشري حقونو او ازادۍ په پاملرنه خپله انتخاباتي مبارزه پر مخ بوزي."

ولسمشر كرزي په راډيويي وينا كې زياته كړه، چې كانديدان دې په انتخاباتي مبارزو كې په هېواد كې د نافذه قوانيونو پر بنسټ له زغم څخه كار واخلي.

د افغانستان دانتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا مرستيال ذكريا باركزي د جمعې په سهار ازادي راډيوته وويل، چې له ناوړه امنيتي شرايطو سره – سره د درې ګونو امنيتي ارګانونو په همكارۍ د انتخاباتو په پروسه كې خوشبيني رامنځته شوې.
ښاغلي باركزي زياته كړه:

"په درېیو ولایتونو کې مو ستونزې درلودې، په تخار او پدخشان ولایت کې مو لوژستیکي مشکلات درلودل، هلته مو مواد په خپل وخت او زمان نه وو رسیدلي او همدارنګه په کندهار کې مو د یوې ورځې لپاره امنیتي مشکل درلود نو هلته د نوماندي دوره د یوې بلې ورځې لپاره وغځېده چې پرون د غويي د میاشتې ۱۶ نېټه وه. اوس په ټولو ولایتونو کې دغه پروه بشپړه شوې ده. له نورو ستونزو سره نه یو مخ شوي.

تر ټولو مهمه ننګونه او مشکل زموږ امنیتي ستونزې دي، چې له نېکه مرغه څه نا څه خوشبیني د دفاع له وزارت، داخله وزارت، ملي امنیت او نړیوالو ځواکونو څخه اورو، چې دوی به د رای ورکوونکو ته ډاډمن امنیت برابر کړي، څو د وږي میاشت په ۲۷مه ښه انتخابات ولرو."

خو د دې تولو خوشبينو سره سره خلك تېرو انتخاباتو ته په كتو له دې امله اندېښنه لري، چې كه په دې انتخاباتو كې هم امنيتي ستونزو ته پاملرنه ونشي، نو خلك به د مخالفينو د ګواښ له وېرې په ازاده توګه ونشي كړى، چې د رايو مركزونو ته لاړ شي.

خلك له همدې مهاله په دې برخه كې له دولت او امنيتي ارګانونو د جدي اقداماتو غوښتنه كوي.
XS
SM
MD
LG