د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

اوه ولایتونه د سیلابونه له ګواښ سره مخامخ دي


د افغانستان په شمال او لويدځو ولايتونو كې پرلپسې بارانونه د سېلابونو د پورته كېدو لامل شوي دي، چې د اړوندو چارواكو په وينا لسګونه خلكو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. په همدې حال كې له طبعيي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې د لومړنيو راپورونو له مخې د هېواد لس ولايتونه د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان كې روانو سېلاوونو اوه ولايتونه له ګواښ سره مخ كړي او خلكو ته يې ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي، چې ډېر شمېر خلك يې د خپلو سيمو پرېښودو ته هم اړ كړي دي.

له طبعيي پېښو سره د مبارزې رييس داكټر عبدالمتين د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چې دغې ادارې له نږدې څخه د سيمې د حالت د څېړلو په هدف اوو ولايتونو ته پلاوي استولي دي.

نوموړي زياته كړه ، چې هغو اوو ولايتونو ته چې د سېلاوونو له ګواښ سره مخ شوي دي، عاجلې مرستې رسولې، خو زياته يي كړه، چې رسول شوې مرستې كافي نه دي.

"له طبعيي پېښو سره د مبارزې ادارې پرون د دغې ادارې د مرستيال په هدايت د يوې غونډې په ترځ كې پرېكړه وكړه، چې د ملګرو ملتونو موسسې د نورو موسسو او ارګانونو په ګدون يو ځاى په عملياتو كې ګډون وكړي.

له هغې وروسته اوه ولايتونو ته پلاوي روان شول، اوس مو هم په شتو امكاناتو بغلان ولايت ته پلاوى واستوه، خو جوزجان، فارياب، دايكندي، غور او باميان ولايتونو ته به سبا ته پلاوي وروان شي.

د مړو شويو كورنيو ته د پيسو مرسته كوو او د دې تر څنګ نورو زيانمنو ته دغه پلاوي د الوتكو له لارې، خيمې، كمپلې او بسكېټ لېږدوي."

له طبعيي پېښو سره د مبارزې رييس له دولتي چارواكو او خلكو څخه وغوښتل، چې سېلاوو ځپلو ته د دغې ادارې له خوا د مرستو تر وررسېدو، د زيانونو د مخنيوي لپاره دې، ورسره مرسته وكړي.

د مشرانو جرګې دويم منشي عزيزالله الفتي له جوزجان ولايت څخه د سېلاوونو د وروستيو رپوتونو له مخې ازادي راډيو ته وويل، چې د دغه ولايت د فيض اباد له ولسوالى څخه يو شمېر خلك د روانو سېلاوونو لپاره د وتلو په حال كې دي.

"زه هغه وروستي راپورنه چې د جوزجان د فيض اباد له ولسوالى څخه يې لرم، دا دي چې د كشن ده له ولسوالى څخه يو زورور سيل د فيض اباد د ولسوالى پر خوا راروان دى، كه د دې سېلاوو لمنه فيض اباد ته هم ورسيږي، نو كېداى شي، چې ناورين رامنځته شي.

خلكو اوس مهال خپلې سيمې پرېښې او د فارياب – كابل په لاره راټول شوي دي. دوى د دې زيانونو لمن پراخه بولي.

افغان حكومت د شته امكاناتو سربېره له نړېوالې ټولنې او نورو مرسته كوونكو بنسټونو څخه دې هم د مرستې غوښتنه وكړي، تر څو خلكو سره ډېره مرسته وشي."

له لويديځ او شمالي ولايتونو څخه د رارسيدلو رپوټونه څخه داسې معلوميږي، چې پرلپسې بارانونو او سېلاوونو نه يوازې كرنيزې ځمكې لاندې كړي، بلكې د لارو د له منځه وړلو لامل هم شوي دي.

د بغلان ولايت د خوست و فرنګ د ولسوالى اوسيدونكى انجينير ولي ازادي راديو ته داسې وويل:

"په دې سيمه كې چې اوس زه ولاړ يم، سېلاوونو په زرګونه هكټاره ځمكه لاندې كړې او همداراز د ځمكو د اوبو د برابرولو سرچينې هم له منځ تللي دي، خلك به په ډېر وخت كې د هغو د بيا رغونې وس ونلري. په ټولييزه توګه د خلكو باغونه او كرنيزې ځمكې له منځه تللي دي."

هغه مسافرين چې له شمالي ولايتونو څخه تازه كابل ته رارسيدلي دي، وايي چې خلك د پرلپسې بارانونو او د زيانونو په اړه يې اندېښمن دي.
XS
SM
MD
LG