د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

جمعه د مې 7مه


د امریکا د مرکزي قوماندۍ مشر جنرال پیټرویس
د امریکا د مرکزي قوماندۍ مشر جنرال پیټرویس

د لویدیځ معتبرو ورځپاڼو لکه نیویارک ټایمز، لاس انجلس ټایمز، ګارډین، لندن ټایمز، فایننشل ټایمز او واشنګتن پوسټ، ټولو د افغانستان په اړه مطالب خپاره کړې دي، واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، چې په افغانستان ساعت ټک ټک کوي او د پټرویس په وینا ښه سیاست د طالبانو ملا ماتولی شي.

واشنګټن پوسټ:

که د واشنګتن پوسټ پاڼه واړوو، سرلیک یې دی، "په افغانستان کې ساعت ټک ټک کوي" د دغه سرلیک لاندې لیکل شوې دي، چې هغه غیر عادي ارامي چې جنرال ډیویډ پټرویس ساتلې ده د ساعت په ټک ټک نه ورانیږي.

د امریکا د مرکزي قوماندۍ مشر جنرال پیټرویس چې دفتر یې په امریکا کې دی کله هم په یوه ځای کې نه وي، دی د کال نژدې درې سوه ورځې له مصره تر افغانستانه چې د ده د مسوولیت ساحه ده ځي راځي.

ده په عراق کې د یاغیانو د ملا د ماتولو له امله د امریکا په پوځي تاریخ کې ښه نوم خپل کړی دی.

د افغانستان په اړه واشنګتن پوست د جنرال پیټرویس په وینا څرګندوي، چې ښه سیاست د طالبانو ملا کلي په کلي او دره په دره ماتولای شي داسې لکه په عراق کې چې یې سني یاغیان مات کړل.

خو ورځپاڼه لیکي چې د کونړ له کوړنګله د امریکایي ځواکونو وروستي په شاتګ په هره دره او هر کلي کې د مبارزې مخالفه هڅه ده.

خو جنرال پیترویس غواړي، چې د هغو سیمو امنیت ټینګ کړي چې هلته اویا فیصده افغانان اوسي. پیترویس وایي، یوه بشپړه جګړه چې پای ته ورسیږي د ټولې جګړې د ختم مانا نه لري، ځکه چې د یاغیانو ځپل د یوه سویچ ګول کول نه دي دا د یوه تنظیم مقاومت دی.

پیټرویس په دې اړه د افغانانو یو نکل کوي، چې یوه افغان نه نوي کاله د غچ اخیستو لپاره انتظار کړی و، بیا په اخره پښیمانه شوی و. د جنرال پیټرویس په وینا دا مثال د بهرنیو په وړاندې د افغانانو هغه نصیحت ته ورته ده چې خارجیانو ته وایي، له تاسو سره ساعت دی ټک ټک کوي او له موږ سره وخت دی.

فایننشل ټایمز:

فایننشل ټایمز ورځپاڼې بیا د طالبانو د ځان وژونکو بریدونو په اړه مقاله خپره کړې ده او په یوې برخې کې یې لیکي، چې طالبانو ځان وژونکي بریدونه پيل کړي، خلک ویروي، خلک ګواښي او هدف یې ډیر کله دولتي ماموران دي، څو په دې ډول د امریکا د متحد ایالاتو دا هڅې چې د ولسمشر کرزي د کمزوري حکومت د تقویه کېدو لپاره یې کوي، منحرفې کړي.

د دغې ورځپاڼې د لیکنې له مخې په وروستیو کې د طالبانو ډیر شخړې په کندهار کې وشوې په هغه ځای کې چې امریکایان د پراخو عملیاتو نیت لري.

د فایننشل ټایمز په نظر امریکایان ځکه په کندهار کې عملیات کوي چې دغه ولایت ته د طالبانو د اصلي مرکز په سترګه ګوري.

فایننشل ټایمز د مقالې په پای کې لیکي چې په اداري فساد د ککړو کمزورو سیمه ییزو حکومتونو تقویه کول د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال مک کرېسټل د ستراییژۍ یو اصلي هدف دی، خو د طالبانو ګواښونه او د هغوی شخړې دا مانا لري چې په دې برخه کې به پرمختګ ګرانه او ورو وي.
XS
SM
MD
LG