د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

کرېسټل: په افغانستان کې پرمختګ ورو، خو منظم دى


په افغانستان کې د ناټو او امریکايی ځواکونو عمومي قومندان جنرال سټنلي مک کرېسټل
په افغانستان کې د ناټو او امریکايی ځواکونو عمومي قومندان جنرال سټنلي مک کرېسټل

په افغانستان کې امريکايي او د ناټو قوماندانانو د امريکا ولسمشر بارک اوباما ته پرون وويل، چې د ټروريزم ضد جګړه کې يې پوځيان په دې هېواد کې ورور، خو پرله پسې پرمختګ کوي. بارک اوباما پرون د ٧٥ دقيقو لپاره د جنګ د شورا له غړیو سره غونډه لرله، په کې پر پوځي هلو ځلو او د افغانستان په جنوبي ولايت کندهار کې د پيلېدونکو پوځي عملياتو په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايی ځواکونو عمومي قومندان جنرال سټنلي مک کرېسټل په همدې ارتباط د امريکا ولسمشر بارک اوباما ته وویل، په افغانستان کې پرمختګ ورو خو منظم دی او اټکل کېږي، چې دغه بهير به د کال په پاتې مياشتو کې ادامه ولري.

د سپينې ماڼۍ وياند رابرټ ګېبس وويل، چې اوباما بيا هم له دغه پرمختګه خوشحاله دى او تمه يې نه درلوده چې دومر ژر دې د تمې خلاف دومره زيات پرمختګ وشي.

ګېبس زياته کړه: "زما په نظر څرنګه چې ولسمشر اوباما به کلونه کلونه د افغانستان په مساله کې دخيل وي، له غلط فهميو سره نه دى مخامخ، وخت ته ضرورت شته، په دې برخه کې ځينې تاوده مسايل موجود دي، يوازې پوځي مساله نه ده، موږ د حکومت په وړاندې پر پرتو موضوعاتو کار کوو."

رويټرز اژانس ليکي، تېر ډسمبر د امريکا ولسمشر د خپلې نوې پوځي ستراتيژۍ له مخې افغانستان ته د ٣٠ زرو اضافي امريکايي پوځيانو د لېږلو ژمنه وکړه، چې د ټروريزم ضد جګړه کې برخه واخلي، دوى به زيات تمرکز پر جنوبي ولايت کندهار کوي، اوباما په عين حال کې دا اعلان هم وکړ، چې امريکايي پوځيان به د ٢٠١١م کال له جولاى مياشتې له افغانستان په هغه صورت کې تدريجي وتل پيل کړي، چې حالات سم شوي وي.

د امريکا د حکومت يو نوى راپور، چې په همدې اوونۍ کې کانګرس ته ولېږل شو او د کانګرس پوځي تحقيقات وايي، چې د افغانستان امنيتي وضعيت تر پخوا پېچلى شوى، دې کار د ثبات په وړاندې خنډونه او ستونزې ايجاد کړي.

رويټرز اژانس زياتوي، امريکايي او نړيوالې مرستندويې ډلې، د تاوتريخوالي د زياتېدو له کبله نه شي کولاى په افغانستان کې خپل کارونه وکړي، اکثره يې خپل پروګرامونه ځنډوي او مجبوره دي، زيات لګښتونه وکړي.


د امريکا ولسمشر په همدې اړه له خپلو پوځي، ملکي او استخباراتي چارواکو سره وکتل، چې د طالبانو په وړاندې د روانې جګړې په اړه ورڅخه معلومات واخلي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، له دغو چارواکو سره د اوباما کتنه، امريکا ته د افغان ولسمشر حامد کرزي تر سفر مخکې ترسره شوه، پر کرزي مخکې شک کېده، چې د بهرنيانو په وړاندې يې توند دريځ غوره کړى. ټاکل شوې دغه کتنه د مې پر دوولسمه وشي يعنې راروانه چهارشنبه.
XS
SM
MD
LG