د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

کابل کې یو ځل بیا د ایران د پرضد لاریون وشو


په كابل كې يو ځلې بيا يو شمېر خلكو د ايران د سفارت مخ ته مظاهره وكړه او په دغه هېواد كې يې د افغان زندانيانو اعدامول وغندل. د راپورونو له مخې په دې وروستيو كې د ايران حكومت له پنځه څلويښتو ډېر افغان زندانيان اعدام كړل. بل خوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې يو هيات يې په همدې مسالې په تهران كې له ايراني چارواكو سره په خبرو بوخت دى.

په تيرې يوې اونۍ كې دا دويم ځل دى چې په كابل كې د ايرن د سفارت مخې ته يو شمير خلك په مظاهرې لاس پورې كوي او په ايران كې د افغان زندانيانو د اعدام غندنه كوي.

د پنجشنبې په ورځ مظاهره كوونكو چې د افغانستان د ملي پيوستون د ګوند له خوا را باسل شوي و، د ايران د رژيم پر ضد له شعارونو وركولو سربيره پر افغان دولت هم انتقادونه كول چې د ايران د دې اقدام په وړاندې چپه خوله پاتې دى.

دوى په خپل پريكړه ليك كې د افغانستان له مدني ټولنواو د بشر د حقونو له مدافعو نړيوالو سازمانونو وغوښتل چې په ايران كې د افغان زندانيانو د اعدام مخنيوى وكړي:

"موږ په ايران كې د افغان زندانيانو اعدام په كلكه غندو او له ټولو ملي او پرمختګ غوښتونو سازمانونو او په نړۍ كې د بشر د حقونو له ټولو مدافع ټولنو غواړو، چې په يوه غږ د ايران د مستبد رژيم په وړاندې له مظلومو او په مرګ باندې محكومو افغانانو نه دفاع وكړي."

د قهريدلو مظاهره چيانو په لاسونو كې چې له شهرنو نه د ايران تر سفارته د لاريون په بڼه ورغلل، د ايران د جمهور رييس محمود احمدي نژاد او مذهبي مشر خامنه يي عسكونه وو.

دوى د سفارت د ودانۍ مخ ته دغو عسكونو ته اور واچاوه او د سفارت دروازه يې په ډبرو وويشته.

مظاهره چيانو په افغانستان كې د هغو كسانو پر ضد هم شعارونه وركول، چې د دوى په وينا د ايران لاسپوځي دي او په رسينو كې ترينه دفاع كوي.

بل خوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې له ايران سره يې د دې موضوع په اړه خبرې پيل كړي دي او تيره اونۍ يې يو پلاوى ايران ته تللى و.

د دغه وزارت وياند احمد ظاهر فقيري په كابل كې خبريالانو ته وويل:

"د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له موثرو ډيپلوماتيكو لارو په جديت او دقت سره هڅه وكړه چې د ايران د اسلامي جمهوريت له چارواكو سره مذاكره پيل كړي.

په دې برخه كې تيره اونۍ د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال په مشرۍ يو جګپوړۍ پلاوى، د ايران اسلامي جمهوريت ته وليږل شو او له ايران چارواكو سره يې خبرې وكړې."

د راپورونو له مخې په ايران كې د پنځو زرو افغان زندانيانو څخه درې زره يې په اعدم محكوم شوي. ځينې سرچينې وايي، له دې ډلې څخه يې په دې وروستيو كې په څلوېښتو ډير په دار خيژولي او بيا يې مړي په هرات او نيمروز كې خلكو ته سپارلي.

بل خوا په كابل كې ايراني ديپلوماتانو ويلي، چې د اعدام شويو كسانو شمير ډير ښودل شوى او دوى به يې د دقيق شمير په اړه معلومات د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ته وركړي.

خو په ايران كې دغه افغان زندانيانو په داسې حال كې اعدا شوي چې ايران له افغانستان سره د زندانيانو د تبادلې پر سر موافقه هم كړې.
XS
SM
MD
LG