د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۸

م.م: د ناامنيو له امله د افغانستان نيمايي برخې ته نه شو تلاى


د ملګروملتونو د کډوالو د چارو عالي کمیشنر انتونیو ګتیریس
د ملګروملتونو د کډوالو د چارو عالي کمیشنر انتونیو ګتیریس

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمیشنر وایي، په افغانستان کې په وروستيو میاشتو امنیتي حالت دومره خراب شوی، چې د دې ادارې بهرني کارکونکي تقریبا د هېواد نیمایي برخې ته نه شي کولای لاړ شي. د ملګروملتونو د کډوالو د چارو عالي کمیشنر انتونیو ګتیریس وویل،

دا اداره په لسګونو زرو نویو راستنه شوېو او په هېواد کې دننه بې ځایه شوېو کډوالو ته د مرستو رسولو لپاره ترډیره حده په کورنیو کارکونکو یا خپلوشریکانو، افغاني ټولنو او موسسو تکیه کوي.

ښاغلي ګتیریس په جیینوا کې خبریالانو ته وویل، په دې لنډو وختو کې امنیتي حالت ډير خراب شوي، چې له امله یي د هېواد تقریبا په سلو کې نیمایي برخې ته زموږ د بهرنیو کارکونکو تګ محدود شوی دي.

تېره میاشت ملګروملتونو اعلان وکړ، چې یو شمېر بهرني کارکونکي یي د هېواد له جنوبي ولایت کندهار څخه کابل ته لیږدولي او څه باندې دوو سوو افغان کارکونکو ته یي ویلي چې د نا امنېو له وجهي دی په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د ملګروملتونو د کډوالو د چارو عالي کمیشنر وویل، د مرستې کارکونکي ترډیره حده په دې خاطر د حملو هدف ګرځېدلی چې د بهرنیو پوځي او د بشري مرستو د ډلو ترمنځ فاصله له منځه تللی ده.

ښاغلي ګتیریس وویل، د پلونو جوړولو، څاګانو ایستلو او د بیارغونې له دا ډول نوروکارونو څخه د پوځ هدف دادی چی د سیمه ایزو خلکو ملاتړترلاسه کړی، چی اکثرا د دوی دا هڅی د مرستندوېو ټولنوله خوا له ورته کارونو سره په اسانی سره غلطیږي.

د دې کار په نتیجه کې د ابهام یو داسې حالت رامنځت شوی چې د کلیو اوسیدونکو ته مشکله بریښي چې د بهرنیو سرتېرو او د بشري مرستو د کارکونکو ترمنځ د بیلتون کرښه وباسي.

ګتیریس وویل په افغانستان کی د مخ په زیاتیدونکو امنیتی ګواښونو له امله د کډوالو عالی کمیشنری خپل فعالیتونه په بشپړه توګه له سره تنظیم کړی دی. په دی کی حتی اداری پرسونل په بنګاک کی سیمه ییز دفتر ته لیږدول شوی اوډيری پیسی هم په کلکو امنیتی تدابیرلګیږی.

خو ښاغلی ګتیرس زیاته کړه چی یواځی د اغزنو سیمونو، د چاودنی ضد کانکریټی دیوالونو او د وسله والو ساتونکو زیاتول ترهغو موثر ندی ترڅو پوری چی سیمه ییز خلک دا درک نکړی چی د یوان ایچ سی ار په شان ایجنسی په افغانستان کی د امریکا په مشری له نړیوالو ځواکونو څخه په خپلواکه توګه فعالیت کوی.
XS
SM
MD
LG