د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

اروپايي كميسيون د كرنې له وزارت سره ۴۴ ميليونه ډالره مرسته وكړه


اروپايي كميسيون د كرنې په برخه كې مرسته وكړه
اروپايي كميسيون د كرنې په برخه كې مرسته وكړه

په افغانستان كې د بڼوالۍ پراختيا، د مالداري پياوړي كول او د كرنې نورو برخو ته پاملرنه هغه مسايل دي، چې د ارويا د كميسيون په دې نوي مرسته كې به شامل شي. دا نوى تړون، چې د افغانستان د كرنې وزير او د اروپا د كميسيون تر منځ لاس ليك شو بزګرانو ته به دا زمينه برابره كړې، چې خپل حيواني او كرنيز محصولات زيات كړي.

د كرني وزير محمد اصف رحيمي د اروپا له كميسيون سره د تړون تر لاس ليك وروسته په دې اړه ډير معلومات وركړل:

((لومړۍ د بڼوالې د صنعت پراختيا ده او دوهمه برخه د حيواني روغتيا پراختيا ده.

د دې لپاره ټوله بوديجه چې ځانګړي شوې ده څلورڅلويښت ميليون امريكايي ډالره ده، چې ۳۳ اعشاريه څلور ميليون يورو كيږي او په څلور كلونو كې به پلي شي.

د بڼوالې په برخه كې به دا پروګرام په اولسو ولايتونو كې پلي شي.))

ښاغلي رحيمي په افغانستان كې د كرنيزو محصولاتو پياوړتيا ته په اشارې وويل، دوى له دې سره په پام كې لري، چې د حيواني كلينكونو د فعاليت څخه په كلكه څارنه وكړي.

په افغانستان كې د اروپا د كميسيون سفير اوسا چاكسي وويل، چې مخكې له دې هم په افغانستان كې د كرنې له برخې سره مرسته كړې ده او په راتلونكې كې به هم په دې برخه كې خپلې مرستې ته دوام وركړي:

(( اروپايي ټولنې له ۲۰۰۸ څخه ان تر ۲۰۱۳كال پورې او د اروپايي ټولنې غړي هېوادونود ۲۶۱ ميليون يورو، چې په افغانستان كې به د كرنې او د كليود پراختيا په برخه كې ولګول شي ژمنه كړې ده. ))

د بڼوالۍ د پراختيا او د مالداري د پياوړي كولو په برخه كې دا تړون په داسې حال كې لاس ليك كيږي، چې ډيرې بزګران د خپلو محصولاتو د زياتوالي لپاره د ډيرو مرستو غوښتنه كوي.

او داسې انتقادونه هم كيږي، چې د نړېوالو له مرستو څخه د كرنې په ګډون په نورو برخو كې سمه استفاده نه كيږي او دا مسله د دې لامل شوي، چې ستونزې پرخپل ځاي پاتې چې په بهرنيو توليداتو باندې اتكا كيږي.

راپور _ ذكيه غياثي
XS
SM
MD
LG