د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۸

طالبانو سره د سولې د خبرو وخت را رسېدلی او کنه؟


ایا له طالبانو او نورو افراطي ډلو سره خبرې سولې ته لار پرانیستلاي شي؟
ایا له طالبانو او نورو افراطي ډلو سره خبرې سولې ته لار پرانیستلاي شي؟

شاوخوا ته کاله کیږي، چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم ړنګ شوی او ایتلافي ځواکونه په دې هېواد کې په پوځي عملیاتو کې ښکیل دي. د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په وار وار طالبانو او وسله والو مخالفانو ته د پخلایینې او سولې بلنه ورکړې خو تر اوسه په دې اړه کوم پراخ او عملي پلان نه دی عملی شوی.

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت په کمپيوتري پاڼې کې دا پوښتنه شوې، چې ایا له طالبانو او نورو افراطي ډلو سره خبرې سولې ته لار پرانیستلاي شي؟

د امریکا سفارت د دې پوښتنې ځواب او خپل نظر نه دی څرګند کړی او له نورو غواړې چې نظرونه وړاندې کړي.

سفارت په کمپیوتري پاڼې کې داسې ښیې چې له وسله والو سره د سولې خبرې د افغانانو کار دی او واشنګټن یي باید دیکته نه کړي.
خو دا چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په راتلونکي اوونۍ کې واشنګټن ته سفر کوي، ممکن په سپینې ماڼۍ کې له ولسمشر بارک اوباما سره په دې اړه خبرې وکړي.

رویټرز لیکي: ټاکل شوې، چې د روانې عیسوي میاشتې په وروستیو کې په کابل کې د سولې جرګه جوړه شي او له طالبانو سره د خبرو په اړه به په کې بحث وشي.

د امریکا د پرمختګ د مرکز کار پوه براین کاتولیس وایي، د امریکا له جمهور رییس سره به د حامد کرزي د کتنې او خبرو مهمه برخه داوي، چې نوموړی افغانستان ته د ستنېندو په مهال دا ډاډ حاصل کړي چې له طالبانو او مخالفانو سره د سولې په خبرو کې کابل او واشنګټن باید یوه خوله وي.

ولسمشر حامد کرزی په دې باور دی، چې جوړیدونکي د سولې جرګه، له مخالفانو سره د خبرو او پخلاینې تر ټولو ښه او مناسبه لار ده خو واشنګټن په دې اړه له احتیاط نه کار اخلي او وایي، دا لا ډېر وختی دی چې په خبرو کې دې د بري تمه وشي او دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په جنوب کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو سترو پوځي عملیاتو قوت اخیستی او د جګړې لوري به د ایتلافي ځواکونو په ګټه بدل کړي.

جګ پوړو امریکایي چارواکو یو ځل بیا دا خبره کړې، چې له طالبانو یا مخالفانو سره د خبرو لپاره یي سره خطونه ایستلي او له دې لیکو څخه تېرېدو ته زړه نه ښه کوي. دوی وایي:

د سولې له هر ډول خبرو او معاملې مخکې، طالب قوماندانان باید له شخړو، القاعده شبکې او جګړو څخه لاس واخلي او د ښځو د حقونو په ګډون د افغانستان اساسي قانون ته غاړه کیږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن د امریکا د NBC تلویزیون د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان به د سولې په عملیې کې شامل وي؟ په غوڅه وویل، نه.

کلنټن زیاته کړه: تاسې باید وګورۍ چې څوک د پخلایینې وړ دي. له هر چا سره خو پخلایینه نه شي کېداى.

د څیړونکو په وینا، په دې وروستیو کې د کرزي او واشنګټن تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی او ولسمشر کرزی هڅه کوي له امریکا څخه دا ډاډ تر لاسه کړی چې د سولې په کار کې به په میدان نه پریښودل کیږي.

د افغانستان د چارو کارپوه بروس ریډل وایي، د امریکا حکومتي چارواکي او مشران د افغانستان د حکومت له مخالفانو سره د سولې د خبرو په سر تقسیم شوي دي.

ځیني یي نرم او د خبرو پلویان دي خو د دفاع وزارت په ګډون ځیني نور بیا په پوځي قوت تکیه لري او وایي، تر هغې باید د سولې او پخلایینې خبرې پیل نه شي څو چې وسله وال د جګړې په ډګرکې نه وي ځپل شوي.

په عراق او پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی سفیر ریان کراکر د جمهور رییس اوباما ادارې ته د خبردارۍ په دود وایي، په جمهور رییس کرزي باندې باید زیات فشار وارد نه شي، چې له چا سره دې خبرې وکړي او له چا سره دې یي نه کوي. دی وایي:

موږ د جمهور رییس کرزي په مشرتابه باندې یو څه باور پيدا کړی او دا به مناسبه نه وي چې ورته وواېو له چا سره دې څه ډول معامله وکړي.

د پخلاینې په چارو کې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سټینلې مک کریستال مشاور، متقاعد انګلیس جنرال ګریم لیمب هم ورته نظر لري او تېره میاشت یي د امریکا په ویرجنیا ایالت کې د سمندري ځواکونو په یوه کنفرنس کې وویل، له عراق څخه موږ دا درس زده کړ، چې له وسله والو او مخالفانو سره د خبرو په کار کې باید له ځایي حکومت څخه مخته نه شو. ده وویل:

دا به د برخه لیک اشتباه وي. جنرال لیمب وایي، اییتلافی ځواکونه باید په افغانستان کې د سولې له جوړېدونکي جرګې څخه زیاته تمه هم ونه لري.

تر ټولو مهمه خبره د مذاکرو لپاره د مناسب وخت ټاکل دي او کرزی باید په دې خبرې ځان پوه کړي.
XS
SM
MD
LG