د دفاع د وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي د چهارشنبې په ورځ په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل، چې دوي اوس د انتخاباتو د امنيتي پلان په بشپړېدو باندې كاركوي.
ښاغلي عظيمي وويل، چې په پارلماني انتخاباتو كې به د جمهوري رياست د تېرو انتخاباتو په پرتله زيات امنيت خوندي وي او هغه ځكه چې:
"د پارلماني انتخاباتو لپاره امنيت زموږ لپاره دوهمه تجربه ده. موږ به د جمهوري رياست د انتخاباتو د امنيتي پلان مثبتې برخه لا غښتلي او خلاوې به يي ډكې كړو.
دوهمه خبره داده، چې د ځواكونو كميت او كيفيت مو د هاغه وخت په پرتله زيات شوي او د انتخاباتو د ورځې پورې به نور هم زيات شي.
درېمه خبره داده، چې تر هغې ورځې پورې به د بهرنيو ځواكونو شمېر هم زيات شي.
دغه راز په ځينو ولايتونو كې امنيتي وضعه ښه شوې ده او سيمه ايزه همكاري هم زياته شوې ده."
د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون ويلي دي، چې د ولسي جرګې انتخابات به د روان لمريز كال د وږي يا سنبلې د مياشتې په ۲۷نېټه ترسره شي، چې ورته له پنځو مياشتو كمه موده پاتې ده.
كه څه هم د انتخاباتو د خپلواك كميسيون مشر فضل احمد معنوي ويلي دي، چې د انتخاباتو لپاره دا مهال تخنيكي چمتوالى ښه په درز كې پرمخ روان دى، خو بيا هم د هېواد په ځينو برخو كې د امنيتي ستونزو په اړه اندېښنه څرګندوي او له همدې امله يي ويلي دي، چې تر هغې به په نا امنو سيمو كې د رايه وركولو صندقونه نه ايښودل كيږي، څو د انتخاباتو د كاركونكو، كانديدانو او رايه وركونكو امنيت باوري شوى نه وي.
خو افغان او نړېوال امنيتي ځواكونه ډاډه څرګندوي، چې دوي به دا ځل د جمهوري رياست د انتخاباتو په پرتله ډير ښه امنيت تامين كړي او د انتخاباتو په ورځ به داسې كومه امنيتي ستونزه نه وي چې د رايه وركونكو په وړاندې كوم خنډ رامنځته كړي.