د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

امریکا ته د ولسمشر کرزي سفر


كرزى له مك كريسټال سره امريكا ته ځي
كرزى له مك كريسټال سره امريكا ته ځي

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان په کندهار کې د پیلیدونکو پوځي عملیاتو تیاری کوي. خو راروانه اونۍ د وال سټریټ جورنال امریکایۍ ورځپاڼې په وینا هغه بله وظیفه لري، واشنګتن ته د ولسمشر حامد کرزي به له جنرال مک کرسټل او له یوشمېر نور پوځي چارواکو سره واشنګتن ته ځي.

د وال سټریټ جورنال ورځپاڼې په وینا دا سفر مهم دی د دواړو هېوادو تر منځ د اړیکو د ښه والې لپاره مهم دی.

جنرال مک کرېسټل په یوې مرکې کې وویل، حامد کرزی د ده لپاره د ډیر اعتماد وړ همکار دی.

دا سفر، چې را روانه دوشنبې پیلیږي، د جنرال کرېسټل په باور له دې پلوه خورا اهمیت لري، چې افغان مشر هڅه په کې کوي، چې دا باورترلاسه کړي چې طالبان ورسره مات کړي.

په کابل کې نور اروپایي او امریکایي چارواکي پر ولسمشر کرزي داسې اعتماد نه لري لکه جنرال کرېسټل چې یې لري.

د وال سټریټ جورنال ورځپاڼې په وینا ډیر افغانان هم د حامد کرزي حکومت ته د یوه کمزوري حکومت په سترګه ګوري د داسې حکومت په سترګه چې ګټوره نه دی او که بهرني ځواکونه نه وي نو له طالبانو سره مقاومت نه شي کولای.

د اداري فساد د مخنيوي په برخه کې هم د ولسمشر کرزي پر حکومت ډیر لویدیځ وال انتقادونه کوي، چې مخه یې نه شي نیولای،خو ولسمشر کرزی بهرني د ملکي افغانانو پر وژنه ملامتوي.

جنرال مک کرېسټل د دوشنبې په ورځ وال سټریټ جورنال ته په مرکې کې وویل، له ما سره ولسمشر کرزی ډیر ښه دی، موږ یو ځای سفر کړی، یو ځای مو کار کړی، سخت موضوعات مو سره څیړلي اوما دی لیدلی دی چې سختې پریکړې یې کړې دي.

د جنرال کرېسټل په نظر په افغانستان کې هم ډیر خلک د حامد کرزي سفر ته انتظار دي.

ځکه چې د حامد کرزي اړیکي له ډیرو مرستندویه هېوادو سره تودې نه دي، دی پر امریکا انتقاد کوي او افغانان داسې فکر کوي چې په دې سفر کې به له امریکا سره د افغانستان اړیکي ښه شي.

د جنرا ل کرېسټل په وینا دې سفر ته یوازې د افغان حکومت چارواکي او عادي افغانان انتظار نه دي طالبان هم دا سفر څاري.

ځکه چې په کندهار کې عملیات پیلیږي او یو شمېر داسې باور لري چې دا عملیات هم د کرزي سفر ته ځنډني شوې دي.

د وال سټریټ جورنال ورځپاڼې په وینا امریکایي چارواکي له حامد کرزي دا غواړي چې دی د حکومت دارۍ د بهتره کېدو او د اداري فساد د مخنېوي په برخو کې خپلې ژمنې ترسره کړې.

افغان چارواکي بیا دا هیله لري چې امریکا د اوږدې مودې په مخه له افغانانو سر د مرستو ژمنې وکړي.

جنرال کرېسټل وایي، که چیرته د حامد کرزي سفر بریالۍ شو نو افغانان به دا هیله پیدا کړي چې راتلونکې د افغان حکومت ده نه د طالبانو.
XS
SM
MD
LG