د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

امريكا افغانستان ته د۸۵۰ پوځي روزونكود استولوامركړى


ګېټس د درېوترڅلورو میاشتو لپاره د پیاده سمندري ځواکونو یو سلو پنځوس کسیز ځواک او د اردو د یو کنډک استول تصویب کړې دى.
ګېټس د درېوترڅلورو میاشتو لپاره د پیاده سمندري ځواکونو یو سلو پنځوس کسیز ځواک او د اردو د یو کنډک استول تصویب کړې دى.

د متحد ایالاتو دفاع وزارت وایي، په داسې حال کې چې د متحد ایالاتو اروپایي ملاتړي افغانستان ته د پوځي روزنکو د استولو لپاره زیات وخت ته اړتیا لري، د دې کموالي د پوره کولو لپاره یې افغانستان ته د اته سوه پنځوسو پوځي روزنکو د استولو امرکړی دی. چارواكو ویلي، د امریکا دفاع وزیررابرټ ګېټس د درېوترڅلورو میاشتو لپاره د پیاده سمندري ځواکونو یو سلو پنځوس کسیز ځواک او د اردو د یو کنډک استول تصویب کړې دى. .

د متحد ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جېف مورېل فرانسپرس خبري اژانس ته وویل، دا امر داسې ترتیب شوی دی، چې متحدینو ته ډېر وخت ورکړل شي، څو پوځي روزونکې برابر کړي.

نوموړي زیاته کړه، په داسې حال کې چې اروپایي ملاتړي د پوځي روزونکو د برابرولو په اړه پر خپلو ژمنو کار کوي، له دې اقدام سره دا ډاډ ترلاسه کیږي، چې د افغانستان د پولیسو او اردو د روزنې بهیر به سست نه شي.

ښاغلي موریل زیاته کړه، دا اقدام په افغانستان کې د پوځي روزونکود کموالي د له منځه وړلو د ستونزو لپاره د حل دوامداره لار نه ده او اوږد مهاله ځواب نه شي ورکولی. د نوموړي په وېنا دا یوه لنډ مهاله حل لار ده.

د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ راسمون په اېستونیا کې د ناټو د بهرنېو چارو د وزیرانو په وروستۍ غونډه کې د دغه تړون له غړېو هېوادونو څخه افغانستان ته د پوځي روزونکو د استولوغوښتنه وکړه.

نوموړي وویل، افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیت سپارل له روان کال څخه پېلېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، له درېو ترڅلورو کلونو پورې به د هېواد امنیتي ځواکونه د ټول هېواد د مسولیت ساتنې جوګه شي.

امریکایي مقامات او اروپايي ټولنه، له افغانستان څخه د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو روزل او تجهیزول مهم ګڼي.
XS
SM
MD
LG