او د هغه هېواد له ولسمشر، بهرنيو چارو وزيرې، د پارلمان له يوشمېرغړو او نورو چارواكو سره ګوري.
د جمهور رييس كرزي وياند وحيد عمر د سې شنبې په ورځ په كابل كې خبريالانو ته ددې سفر جزييات په ډاګه كړل او هيله يې وښوده، چې په اوسنيو حساسو شرايطو كې دا سفر د افغانستان لپاره په هره برخه كې ښې نتيجې ولري:
"زموږ او د امريكا د متحدو ايالاتو له خوا ډيرې هيلې موجودې دي، څو ددې سفرپه ترڅ كې داسې خبرې وشي، چې د امريكا او افغانستان سټراتيژيكي اړيكې لاښې كړې.
دغه رازپه دې هېواد كې له تروريزم سره د مبارزې په څرنګوالي كې هم لكه څنګه چې لازمه ده بدلون راشي"
ولسمشر كرزى او ورسره پلاوى په داسې حال كې امريكا ته سفركوي، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو كې نا امنۍ ډيرې شوي او خلك د بهرنيو ځواكونو له خپل سره پوځي عملياتو او ناسم چلند څخه شكايت كوي.
ولسمشركرزي هم په څوڅو وارو په دې هېواد كې د ملكي تلفاتو له امله په بهرنيو ځواكونو انتقادونه كړي اوغوښتنه يې كړې، چې د ملكي وګړو ژوند ته بايد ډيره پاملرنه وشي.
دغه راز لويديځ هم د ولسمشركرزي په حكومت ډيرانتقادونه كوي او وايي، چې په دولتي ادارو كې فساد زيات دى او دولت نه دى توانيدلى، چې د فساد په له منځه وړلو كې جدي ګامونه اوچت كړي.
د جمهوررييس كرزي وياند وحيد عمرڅرګنده كړه، چې په دې سفر كې به افغان پلاوى په بېلا بېلو برخو كې د امريكا د لا مرستو د جلبولو لپاره هم هلې ځلې وكړي:
"په دې سفركې به هغه وزيران، چې د افغان حكومت په چوكاټ كې د يوه خاص سكتور د همغږۍ مسووليت لري له خپلوامريكايي سيالانوسره خبرې وكړي او هڅه كيږي، چې په بېلابېلو برخو كې د امريكا مرستې ترلاسه شي.
د بيارغونې په برخه كې د امريكا د منابعو تر لاسه كول زموږ لپاره مهم دي."
كه څه هم ښاغلي عمر دا په ډاګه نه كړه، چې ولسمشر كرزى به له امريكايي چارواكو سره د سولې د ملي مشورتي جرګې په اړه چې د روانې مياشتې په وروستيو كې به په كابل كې جوړه شي خبرې وكړي او كه نه خو څيړونكې وايي، چې له وسله والو مخالفينو سره د سولې او ملي پخلاينې مساله له امريكايي چارواكو سره د ولسمشر كرزي د خبرو اترو يوه مهمه برخه جوړوي.
دغه راز ويل شوي، چې ولسمشركرزى او ورسره پلاوى به په دې سفركې هلې ځلې وكړي، چې د افغان امنيتي ځواكونو تجهيز او پياوړي كولو ته هم د امريكايي چارواكو پام را واړوي.