د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

عبداله احمدزی د ټاکنو دارالانشا د ريیس په توګه خپله دنده پیل کړه


د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشا نوی ريیس عبداله احمدزی
د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشا نوی ريیس عبداله احمدزی

د افغانستان د انتخاباتو په خپلواك كميسيون كې د نويو ټاكنو په لړ كې، عبداله احمدزى د كميسيون د دارالانشاء د رييس په توګه، د كميسيون كاركوونكو ته وروپيژندل شو. دا ټاكنې په داسې حال كې كيږي، چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته لږه موده پاتې او په تيزۍ سره ورته، تياريانې نيول كيږي.

د ولسي جرګې د راتلونكو انتخاباتو په هكله د خلكو د اندېښنو سره سره، د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي، هڅې كوي چې دا انتخابات په هېواد كې له نړيوالو اصولو سره سم، په عادلانه او شفافه توګه ترسره كړي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون رييس فضل احمد معنوي، چې د كميسيون د
دارالانشاء نوى رييس عبداله احمدزى يې، د دوشنبې په ورځ د كميسيون كاركوونكو ته ور وپيژاند، ويې ويل، چې تيرو انتخاباتو يولړ ستونزې لرلې، خو دا ځل به هڅې وشي، چې هغه بيا تكرارنه شي:

"موږ هڅى كوو، چې د خپل ټيم په همكاري راتلونكي انتخابات عادلانه، شفاف او د ټولو نړيوالو اصولو سره سم ترسره شي او هڅه به وكړو د تېرو انتخاباتو په څېر په كې اشتباګانې تكرارنه شي."

عبداله احمدزى د همدې كميسيون پخواني غړى او د كميسيون په پيشنهاد او د جمهور رييس په منظورۍ د كميسيون د دارالانشا د رييس په توګه ټاكل شوى دى.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د معلوماتو له مخې تر ننه پورې د ولسي جرګې انتخاباتو ته په ټول هېواد كې دوه زره او اوه اتيا تنو چې درې سوه او څلور یې ښځې دي، ځانونه انتخاب كړي دي، په دوى كې د پنځه ښځو په ګډون د كوچيانو شمېر اوه دېرشو ته رسيږي.

د كميسيون د دارالانشا نوي رييس عبداله احمدزي ژمنه وكړه، چې خپلې چارې به په پوره ايماندارۍ سره پيل او پاى ته ورسوي:

"زه د افغانستان ټولو خلكو ته وعده وكوم، چې خپلې چارې به د قانون سره سمې او د كورنيو او بهرنيو متخصصينو په مشوره په ښه توګه ترسره كړم."

دوه ورځې پاتي دي، چې د ولسى جرګې انتخاباتو ته د كانديدانو د نوم ليكنې لړۍ پاى ته ورسيږي.

له هغى وروسته به د كانديدانو په هكله د خلكو په شكايتونو غور پيل، د سرطان په لومړى ورځ به وروستي لېسټونه اعلان او د سرطان په دوهمه به د كانديدانو انتخاباتي كمپاينونه پيل شي.

دا په داسې حال كې چې د تېرو انتخاباتو چارى په درغليو تورنې شوي وې.
XS
SM
MD
LG