د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۲:۲۷

خرم:ځينې هېوادونه په افغانستان د رسنيو له لارې خپله جګړه پر مخ بيايي


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانى وزير عبدالكريم خرم وايي، ځينې هېوادونه په افغانستان د رسنيو له لارې خپله جګړه پر مخ بيايي.

نوموړى وايي، په افغانستان كې يو شمېر رسنۍ د بهرنيو هېوادونو او پخوانيو جهادي قومندانانو په خدمت كې دي، چې د ده په وينا په خپلو خپرونو كې د افغانستان ملي ګتې په پام كې نه نيسي.

د خرم په وينا د بهرنيانو د لاس وهنې له امله دولت نه شي كولاى، چې د دارنګه خپرونو مخنيوى وكړي.

زموږ همكار احمد زبير ژمن د مطبوعاتو د نړېوالې ورځې په مناسبت له ښاغلي عبدالكريم خرم سره په دې اړه مفصله مركه كړې او په سر كې يې د افغانستان د رسنيو د وضعيت په اړه ترينه پوښتلي.

دلته يي اوريدلاى شئ:

XS
SM
MD
LG